د امریکا پوځ د مرکزي قوماندانۍ قوماندان وايي امریکا به د افغانستان د متحد هېواد په توګه له دې هېواد سره خپل ملاتړ ته دوام ورکړي چې افغانستان یو ځل بیا د ترهګرو په خوندي ځای بدل نهشي.
دا خبره جنرال مککنزي پرون سې شنبه (د جولای په ۱۴مه) ماسپښین له افغان ولسمشر محمد اشرف غني سره په کابل کې د لیدو پر مهال وکړه.
ولسمشر غني په ارګ کې په دې غونډه کې ټینګار کړی چې افغانان سوله غواړي او طالبان باید له تاوتریخوالي لاس واخلي.
د سې شنبې په ماښام له جمهوري ریاست څخه په خپره شوې اعلامیه کې راغلي، په دې غونډه کې جنرال مککنزي وویل، افغانستان تهيې د سفر هدف دا دی چې افغانانو ته ډاډ ورکړي چې د سولې، پرمختګ او د امنیت د ټینګښت لپاره د امریکا ملاتړ او همکاري پر خپل ځای ده.
په اعلامیه کې د جنرال مککنزي له قوله ویل شوي: "موږ به ستاسو ترڅنګ واوسو چې افغانستان یو ځل بیا د ترهګرو لپاره په خوندي ځای بدل نهشي."
د ارګ په دې اعلامیه کې راغلي چې ولسمشر محمد اشرف غني وویل، سوله د افغانانو له اساسي غوښتنو او د حکومت له مهمو لومړیتوبونو ده او طالبان باید له جنګ او تاوتریخوالي لاس واخلي.
له ولسمشر غني سره به د جنرال مککنزي لیده کاته او ډاډ پر اوسني امنیتي وضعیت څه اغېز وکړي؟
په دې اړه د افغانستان د څېړنې او ارزونې ادارې رئیسې اورځلا اشرف نعمت د سې شنبې په ماښام ازادي راډيو ته وویل: "جنرال مککنزي په داسې حال کې کابل ته راغلی چې د بشري حقونو کمېسیون یو راپور خپور کړی چې وايي روان لمریز کال د وري میاشتې له پیل راهیسې په افغانستان کې نږدې درې زره ملکیان وژل شوي دي. په داسې وضعیت کې به د ده راتګ کوم اغېز ونهلري ځکه افغانوژنه دوام لري. ښاغلي مککنزي افغان حکومت ته د امریکا او طالبانو د موافقې پر مهال هم دا ډول ډاډ ورکړی وو، خو په عمل کې یې د ډاډ هېڅ اغېز نهوينو."
د ولسمشر غني او جنرال مککنزي تر لیدو څو ساعته وروسته د ناټو عمومي منشي ینس سټولټنبرګ د سې شنبې په ماښام پر خپله ټویټرپاڼه لیکلي چې په افغانستان کې د تاوتریخوالي کچه چې د ده په وینا پر افغان ځواکونو په ځانګړې توګه د طالبانو د حملو له کبله لوړه ده، د سولې پر پروسه اعتماد ته زیان رسوي.
ده پر ټولو لورو غږ کړی چې ژر تر ژره بینالافغاني خبرې پیل کړي.
The level of violence in #Afghanistan, driven by Taliban attacks, undermines confidence in the peace process. We call on all sides to rapidly start intra-Afghan talks. #NATO Allies will continue to consult on our military presence to support peace process: https://t.co/Q01LegKTtK
— Jens Stoltenberg (@jensstoltenberg) July 14, 2020
په همدې ورځ ناټو په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې په افغانستان کې د نړیوالو ځواکونو حضور مشروط دی او دا ائتلاف به د سولې د پروسې د ملاتړ لپاره په افغانستان کې خپل نظامي حضور شرایطو ته په کتو تنظیم کړي.
ناټو ائتلاف ته د امریکا سفیرې کې بیلي هاچیسن هم د سې شنبې په ورځ پر خپله ټويټرپاڼه په یوه وېډيويي پیغام کې پر ټولو لورو غږ کړی چې د بینالافغاني خبرو په مخ کې پاته خنډونه لیرې کړي او د سولې پروسه ګړندۍ کړي.
دې زیاته کړې: "تر ټولو مهم او لومړی اقدام تاوتریخوالی کمول دی. افغانستان د نورو هېوادونو غوندې له 'کووېډ-۱۹' سره لاس او ګرېوان دی. ملګرو ملتونو پر نړیواله کچه د بشري اوربند غوښتنه کړې ده چې حکومت له وبا سره پر مبارزه تمرکز وکړای شي. طالبانو مخکې د تاوتریخوالي کمولو وړتیا څرګنده کړې. دواړه لوري باید د بندیانو مبادله چټکه کړي او د تلپاتې سولې رامنځته کولو له فرصته استفاده وکړي."
ذبیحالله مجاهد چې ځان د وسلهوالو طالبانو ویاند معرفي کوي، د سې شنبې په ورځ په یوه اعلامیه کې ویلي چې د افغان ځواکونو د عملیاتو په غبرګون کې جګړه زیاته شوې ده.
په همدې حال کې د سې شنبې په ورځ د افغانستان د ملي امنیت ریاست په یوه اعلامیه کې ویلي، په سمنګان ولایت کې د طالبانو د حملې په غبرګون کې به ډېر ژر پر وسلهوالو طالبانو او له هغوی سره پر اړوندو بهرنیو ترورېستي ډلو عملیات پیل شي.
'سمنګان کې د طالبانو ډلهییز برید ۱۰ پوځیان وژلي او ۴۳ ملکیان ټپيان کړي'
چارواکي: شمال کې شااوخوا ۷۰ طالب وسلهوالو ته مرګژوبله اوښتې
د دوشنبې په ورځ (د جولای په ۱۳مه نېټه) د سمنګان ولایت پر ملي امنیت ریاست د څلورو ځانمرګو بریدګرو په حمله کې د ملي امنیت د ۱۱ کارکوونکو په ګډون ۱۳ کسان ووژل شول او د عامې روغتیا د رئیس عبدالخلیل مصدق په وینا د ملکیانو په ګډون شااوخوا ۷۰ کسان ټپیان شول.
د دې حملې مسئولیت وسلهوالو طالبانو منلی.