د آذربایجان ولسمشر: ارمنستان سره د سرحدي شخړې پای ته رسېدل غواړم

د دواړو هېواونو سرحدي ځواکونو تاووش کلي ته نژدې پوله کې پر یو بل د توپونو، هاوانونو او ټانکونو ډزې کړې وکړې.

د آذربایجان ولسمشر الهام علییف وایي، له ارمنستان سره د سرحدي شخړې د پای ته رسېدو لپاره یې نړیوالو سازمانونو ته غوښتنه استولې ده.

هغه وویل: "مناسبې غوښتنې نړیوالو سازمانونو ته استول شوي او هر څومره ژر چې عملیاتي وضعیت اجازه ورکړي، موږ به په آزربایجان کې د بهرني پوځ استازي سیمې ته را وبولو چې دوی په خپلو سترګو وضعیت وګوري."

الهام علییف

علییف دا غوښتنه وروسته له هغې کوي چې ارمنستان او آذربایجان په تېرو دوو ورځو کې په خپلو کې سرحدي خونړۍ شخړې وکړې او نړیوالو هم پردواړو هېواونو غږ وکړ چې له زغمه کار واخلي.

د آذربایجان دفاع وزارت په دغو شخړو کې د څلورو سرتېرو د وژل کېدو او پنځو نورو د ټپي کېدو ویلي او ارمنستان بیا د درې سرتېرو د وژل کېدو او دوو پولیس افسرانو د ټپي کېدو خبره کړې ده.

د دواړو هېواونو سرحدي ځواکونو تاووش کلي ته نژدې پوله کې پر یو بل د توپونو، هاوانونو او ټانکونو ډزې کړې وکړې.

د نړیوالو غبرګونو په ترڅ کې د روسیې د بهرنیو چارو وزیرسرګې لاوروف له خپلو آذربایجاني او ارمنستاني سیالانو سره چې له دواړو هېوادونو سره نژدې اړیکي لري، په ټیلیفوني خبرو کې د شخړو د کمېدو غوښتنه وکړه.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت له دواړو هېوادونو غوښتي چې اوربند رعایت او سوله ییز جوړجاړي ته د رسېدو لپاره خبرې له سره پیل کړي.

اروپایي ټولنې هم په یوه بیان کې له دواړو خواوو غوښتي چې وسله والې نښتې ودروي او له داسې اقداماتو او بیانونو ډډه وکړي چې کړکېچ لا زیاتوي.

د دواړو هېوادونو کړکېچ تر ډېره د ناګورني قره باغ د سیمې پر سر دی.

دغې سیمې چې اکثریت اوسېدونکي یې ارمنان دي، د ۱۹۸۸ او ۹۴ کلونو ترمنځ جګړې په ترڅ کې له آذربایجانه د خپلواکۍ اعلان وکړ.

په هغه جګړه کې اټکل کېږي چې دېرش زره کسان ووژل شول.

له ۱۹۹۴ کال راهیسې دا سیمه د آرمن ټبرو ځواکونو په کنټرول کې ده چې آذربایجان تور پورې کوي، د ارمنستان ځواکونه هم په کې ونډه لري.

هغه اوربند چې په سیمه کې د مینسک د مذاکراتي ډلې چې مشري یې په ګډه د اروپا د امنیت او همکارۍ د سازمان، روسیه، متحده ایالات اوفرانسه کوي، د هڅو په نتیجه کې ټینګ شوی، اکثره وختونه یې درناوی نه دی شوی.