د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۰۳

OSCE:د ارمنستان او اذربایجان له سرمشریزې مخکې د ناګورنو قره باغ د کرکېچ کمول مهم دي


د اروپا د امنیت او همکارۍ سازمان وایي، د ارمنستان او اذربایجان د سرمشریزې له پیلېدو مخکې مهمه ده چې د ناګورنو قره باغ د سیمې پرسر کړکېچ کم شي.

د اروپا د امنیت او همکارۍ سازمان OSCE په یوه اعلامیه کې چې پرون شنبه یې خپره کړې، ویلي یې دي چې د مینسک ګروپ د ارمنستان د صدراعظم نیکول پاشینیان او د اذربایجان د ولسمشر الهام علییف د وروستیو څرګندونو هرکلی کوي چې ویلي یې دي، ډېر به سره وګوري.

OSCE ویلي، دا مهمه ده چې وضعیت په هغه بڼه چې پر اساس یې ګټورې خبرې اترې پرمخ یوړل شي، وساتل شي، دغه حالت ته چې د جګړې په لومړۍ کرښو کې په دې وروستیو کې یو د بل لوري ته تلفات نه دي اوښتي، دوام ورکړل شي.

د اروپا د امنیت او همکاری سازمان OSCE نړیوال څارونکي په سوله ییز ډول د ناګورنو قره باغ د سیمې پر سر د کړکېچ د هواري لپاره هلې ځلې کوي.

دې سازمان د ارمنستان او اذربایجان پر مشرانو غږ کړی چې له سرمشریزې مخکې له داسې څرګندونو او عملي اقداماتو ډډه وکړي چې په سیمه کې د وضعیت د بدلېدو سبب کېږي.

د ارمنستان صدراعظم نیکول پاشینیان او د اذربایجان ولسمشر الهام علییف روانه میاشت وروسته له هغې چې د روسیې، امریکا او فرانسې منځګړو اعلان وکړ چې دواړه مشران به ډېر ژر سره وګوري، په عام محضر کې پر یو بل تور پورې کړی.

د ارمنستان صدراعظم پاشینیان د تېرې چهارشنبې په ورځ پارلمان ته په وینا کې د باکو هغه وړاندیز چې قره باغ ته په لوړه کچه خودمختاري ورکوي، رد کړ او ټینګار یې وکړ چې د ناګورنو قره باغ اوسېدونکي حق لري چې خپل سرنوشت په خپله وټاکي او باید دغه حق امتحان کړي.

د ارمنستان صدراعظم نيکول پاشینیان
د ارمنستان صدراعظم نيکول پاشینیان

د هغه له دې څرګندونو دوه ورځې مخکې د اذربایجان ولسمشر الهام علییف ایریوان تورن کړی و چې د هراړخیزو خبرو اترو د ترسره کولو لپاره جدي لېوالتیا نه لري او له ټولو لارو د قره باغ د لانجې د هواري هڅې شنډوي.

د ناګورنو قره باغ د سیمې پر سر له کلونو راهیسې د دواړو هېوادونو ترمنځ دښمني روانه ده.

د ارمنستان ملاتړو وسله والو دغه سیمه د جګړې په ترڅ کې چې له ۳۰ زرو زیات کسان پکې وژل شوي، نیولې ده.

که څه هم په ۱۹۹۴ کال یو اوربند اعلان شوی، خو له هغې راهیسې په تېرو درې لسیزو کې په سیمه کې کله ناکله نښتې کېږي.

ناګورنو قره باغ د خپلواکۍ اعلان کړی، خو تراوسه هېڅ یوه هېواد هغه په رسمیت نه دی پېژندلی.

تر اوسه د دغې لانجې د هواري لپاره ډیپلوماتیکو هڅو هم د پام وړ نتیجه نه ده ورکړې.

د اروپا د امنیت او همکارۍ سازمان ویلي چې د روسیې، فرانسې او امریکا منځګړي د دواړو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو سره د دغې مهمې سرمشریزې لپاره چې د پاشینیان او علییف ترمنځ مخامخ لومړنۍ سرمشریزه ده، کار کوي.

د اروپا د امنیت او همکاری سازمان ټینګار کړی چې د مینسک د ډلې تر مشرتابه لاندې د باکو او ایریوان ترمنځ د مستقیم ډیالوګ دوام د سولې د پروسې یو اساسي عنصر دی.

XS
SM
MD
LG