'په کرونا د ځینو وکیلانو اخته کېدل نوماند وزیرانو ته د رایو ورکولو خنډ نه‌ګرځي'

ولسي جرګه

ولسي جرګه وايي چې په کرونا ویروس د یو شمېر وکیلانو د اخته کېدو ستونزه به نوماند وزیرانو ته د اعتماد رایې د ورکولو بهیر له خنډ سره مخامخ نه‌کړي.

تمه ده چې ولسي جرګه د دوبي له رخصتیو وروسته نوې کابینې ته رایې ورکړي.

د دې جرګې لومړي مرستیال له ازادي راډیو سره په خبرو کې هغه اوازې هم رد کړې چې ګنې د جرګې په ۱۰۰ کې ۶۰-۷۰ غړي په 'کووېډ-۱۹' اخته شوي.

محمد مېرزا کټوازي پرون شنبه (د چنګاښ ۲۱مه) ازادي راډیو ته وویل چې ولسي جرګه به په هغه صورت کې چې نوماند وزیران غوره شوي وي، د دوبي له رخصتیو تر رارستنېدو وروسته هغوی ته د اعتماد رایې ورکړي.

هغه زیاته کړه: "د کرونا مسئله بالکل د کابینې په مسئله خنډ نه‌جوړوي. زموږ غږ پر حکومت دا دی چې ژر تر ژره خپله کابینه معرفي کړي، څو د سرپرستۍ حالت ختم شي، خو د ولسي جرګې ټولې ۱۰ ورځې رخصتیو ته پاتې دي او ماته ښکاري چې کابینه به د جرګې له رخصتۍ وروسته معرفي شي."​

محمد مېرزا کټواری

دا څرګندونې داسې مهال کېږي چې افغان حکومت تېره اوونۍ وویل، نوي نوماند وزیران به ډېر ژر ولسي جرګې ته د باور رایې د اخیستو لپاره معرفي کړي.

تېره اوونۍ د ځینو وکیلانو له قوله داسې راپورونه هم خپاره شول چې ګنې د جرګې په سلو کې له ۶۰ تر ۷۰ پورې غړي په 'کووېډ-۱۹' ناروغۍ اخته شوي دي.

د ولسي جرګې د دارالانشا رئیس قادر ځاځي په یو پیغام کې ازادي راډیو ته وویل چې د جرګې شااوخوا ۱۰۰ غړي په 'کووېډ-۱۹' ناروغۍ اخته شوي، بل وکیل عبدالله قرلق وویل چې له ۲۰ زیات وکیلان په دې ناروغۍ اخته شوي وو، خو له رغېدو وروسته په عمومي غونډو کې ګډون کوي، د جرګې بلې غړې شینکۍ کړوخېل ویلي، معلومه نه‌ده چې څو تنه وکیلان په 'کووېډ-۱۹' اخته شوي، خو هغه زیاتوي چې د جرګې یو شمېر غړي په دې ناروغۍ د اخته کېدو له وېرې په عمومي غونډو کې ګډون نه‌کوي.

او بلې وکیلې نیلوفر جلالي کوفي چې په خپله هم په دې ویروس اخته شوې وايي چې یو شمېر وکیلان په کرونا ویروس اخته دي او له دې کبله د جرګې نصاب تل نیمګړی وي او غونډې یې په وخت نه‌جوړېږي، خو د جرګې لومړي مرستیال ښاغلي کټوازي دا راپورونه رد کړل.

ده زیاته کړه: "په ولسي جرګه کې له ۱۰ تر ۱۵ پورې وکیلان په کرونا اخته شوي، خو اکثر وکیلان بېرته په ښه کېدو دي. د جرګې غونډې په عادي ډول د دوشنبې او چهارشنبې په ورځو عمومي غونډې په تالار کې او په نورو ورځو هم کمېسیونونه پر قوانینو کار کوي."

د افغانستان د اساسي قانون له مخې د ولسي جرګې د دوبي رخصتۍ د زمري په لومړۍ نېټه پیلېږي او ۴۵ ورځې دوام کوي او تمه ده چې نوې کابینې ته د باور رایې ورکول به‌یې په لومړیتوب کې وي.

د ملي مصالحې عالي شورا رئیس عبدالله عبدالله

د ملي مصالحې عالي شورا رئیس عبدالله عبدالله ته نږدې سرچینو ویلي چې دې ټیم د خپلې نیمايي برخې د نوماندانو لېست ارګ ته سپارلی. دې سرچینې د نوم نه‌ښودلو په شرط ازادي راډیو ته وویل چې په دې لېست کې د یوې مېرمنې په ګډون ۱۳ نوماند وزیران او د اداري اصلاحاتو ریاست ته نوماند شامل دي.

د افغانستان جمهوری ریاست هم ویلي چې د کابینې بشپړ لېست به ډېر ژر ولسي جرګې ته واستوي.