روغتیا سازمان په یوه ورځ په کرونا د اخته کېدو نړیوال ریکارد ثبت کړ

د روغتیا نړیوال سازمان لوګو

د روغتیا نړیوال سازمان په یوه ورځ په کرونا ویروس د اخته کېدو یو بل نړیوال ریکارد ثبت کړ.

'ډبلیو. اچ. او' د جولای پر څلورمه راپور ورکړ چې د همدې ورځې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې په ټوله نړۍ کې د کرونا ویروس ۲۱۲،۳۲۶ تازه پېښې ثبت شوې دي.

د راپور له مخې تر ټولو ډېر ارقام په امریکا متحده ایالاتو، برازیل او هند کې ثبت شوي دي.

د روغتیا نړیوال سازمان وایي هره ورځ شااوخوا ۵،۰۰۰ کسان له 'کووېډ-۱۹' ناروغۍ څخه مړه کېږي. د امریکا د جانز هاپکنز پوهنتون د شمېرو له مخې د کرونا وبا د پیل راهیسې په نړۍ کې څه باندې ۱۱ میلیونه کسان په یاد ویروس اخته شوي دي او ۵۲۶ زره کسان له همدې ناروغۍ مړه شوي دي.

روسیې د جولای پر څلورمه خبر ورکړ چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې په دې هېواد کې ۱۰ زره کسان په کرونا ویروس اخته شوي دي.

بل‌خوا بریتانیا د جولای پر څلورمه د رستورانتونو، د وېښتو جوړولو صالونونو او سینماګانو د پرانیستلو خبر ورکړ.

دا د کرونا ویروس له کبله د لګول شویو محدودیتونو د بېرته کمولو تر ټولو لوی ګام دی چې بریتانیا یې اخلي.