امریکا: ایران په افغانستان کې د سولې او پخلاینې د ټینګښت هڅې زیانمنوي

ارشیف

امریکا متحده ایالاتو د ایران رژیم تورن کړی چې په افغانستان کې د سولې او پخلاینې د ټینګښت هڅې زیانمنوي.

د امریکا متحده ایالاتو او ایران سیالیو په خاصه توګه هغه څه چې امریکایي چارواکي یې د ایران له‌خوا د افغانستان د سولې او پخلاینې د هڅو زیانمنول یادوي تاوده بحثونه پيدا کړي.

امریکایي چارواکو تازه یو وار بیا ایران تورن کړی چې په افغانستان کې جنګېدونکو وسله‌والو مخالفو ډلو ته پيسې ورکوي او په دې توګه د جګړې دوام غواړي او هڅه کوي له دې لارې د امریکا له‌خوا د سولې او پخلاینې هڅې زیانمنې کړي.

ایراني چارواکو بیا دا تور لګولی چې امریکا په سیمه کې په خپل حضور سره نا امنۍ زیاتې کړي او ترهګري تمویلوي.

د چهارشنبې په ورځ «۲۰۲۰ کال د جولای ۰۱» د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پومپیو په واشنګټن کې یوې خبري غونډې وینا کوله او د ایران او "افغان وسله‌والو" د اړیکو یادونه‌یې وکړه او ویې‌ویل چې ایران افغان وسله‌وال تمویلوي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پومپيو وویل: "له ډېرو ځایونو د ایران په شمول افغان وسله‌والو ته پپيسې ورغلې دي. ان نن ورځ هم ایرانیان هغه څه ته زیان رسوي چې موږ یې په افغانستان کې د سولې او روغې جوړې په برخو کې د لاسته راوړلو هڅه کوو."

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پومپیو

په افغانستان کې که څه هم د حکومت او نړیوالو ځواکونو پر ضد څه باندې ۲۰ مخالفې او ترهګرې ډلې جنګېږي، خو د "افغان وسله‌والو" لفظ تر ډېره وسله‌والو طالبانو ته کارول شوی دی.

وسله‌وال طالبان چې په خپله دوره کې یې له ایران سره جوړه نه‌وه په دا وروستیو کلونو کې د راپورونو په اساس د ایران له مالي سرچینو او وسلو ګټه اخیستې او تېر یو کال‌یې ان په ښکاره له یو بل سره اړیکې پاللي او مشرانو یې لیده کاته کړي دي.

طالبانو کله هم په رسمي توګه دا نه‌ده منلې چې له ایرانه‌یې پیسې یا وسلې ترلاسه کړي، خو دا ډله تورنه ده چې جنګیالي یې په افغانستان په تېره بیا لوېديځو ولایتونو هرات، فراه او نیمروز کې په ایراني وسلو او پيسو د افغان ځواکونو په وړاندې جنګېږي.

ارزګان کې طالبانو ته د ایران له لوري د الوتکو ویشتونکو توغندیو د ورکولو ادعا

اجمل بلوچ زاده:‌ ایران په افغانستان کې د مذهبي جنګ په لټه کې دی

د امریکا او افغانستان چارواکو تر دې مخکې هم ایران تورن کړی چې طالبان او خپلې ځينې نیابتي ډلې تمویلوي او نه‌پرېږدي چې افغانستان سوکالۍ ته ورسېږي.

په سوریه کې د ایران د سپاه پاسداران د قدس ځواکونو په چوکاټ کې له زرګونه افغانانو د جوړې فاطمیون ډلې جنګېدل او بیا بېرته افغانستان ته د دغو جنګیالیو ستنېدل د نا امنیو د دوام لپاره د ایران د هڅو یوه بېلګه یادېږي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پومپيو چهارشنبه په واشنګټن کې تر خبري غونډې مخکې د وېډیو کنفرانس له لارې د ملګرو ملتونو امنیت شورا ته غږېده او ويې‌ویل چې که د ایران مخه ونه‌نیول شي ګڼو ځایونو له هغې ډلې د افغانستان لیرو پرتو سیمو ته به د جګړو د تودو ساتلو لپاره وسلې واستوي.

هغه زیاته کړه: "ایران به په دې برلاسی شي چې د وسلو په یوه یاغي پلورونکي به بدل شي او د جګړو د زیاتولو لپاره به له ونزوئلا نیولې تر سوریې او د افغانستان تر لیرو پرتو سیمو وسلې برابرې کړي."

طالبانو چې د فبرورۍ په ۲۹مه، د قطر په پلازمېنه دوحه کې له امریکا سره تړون لاسلیک کړی او له ترهګرو ډلو سره‌یې د اړیکو د پرې کولو هوډ ښودلی، تازه د امریکا د بهرنیو چارو د وزیر مایک پومپيو په څرګندونو تبصره نه‌ده کړې.

په قطر کې له طالبانو سره د هوکړې لاسلیک

د ازادي راډیو پوښتنو ته هم دې ډلې (د دې راپور تر لیکلو) څه ځواب نه‌دی لېږلی.

ایران چې تل د افغانستان د سولې او ثبات لپاره د هڅو خبره کړې له طالب مشرانو سره په وار وار لیدلي او اوس‌یې د بهرنیو چارو وزیر جواد ظریف د امریکا په ملامتولو په سیمه کې د خپلو فعالیتونو او اړیکه ننګه هم وکړه.

د ایران د بهرنیو چارو وزیر جواد ظریف چهارشنبه د ملګرو ملتونو امنیت شورا کې امریکا تورنه کړه چې د سیمې په ناامنیو کې ښکېله ده او د ایران او د دغه هېواد د ګاونډیانو په وړاندې یې پاروونکي اقدامات کړي.

ده وویل: "زموږ د سیمې خلکو په کافي اندازه د امریکا متحده ایالاتو بدخواهانه حضور تجربه کړی او د پای ته رسېدو غوښتنه‌یې کوي. ان د امریکا خلک هم کورونو ته د خپلو سرتېرو د ورستنېدو غوښتونکي دي چېرته چې هغوی ترې راغلي. دا رژیم (د امریکا حکومت) په ډېرې ناپوهۍ په سیمه کې ایران په لاسوهنو غندي، هو موږ له خپلو ټولو ګاونډیانو سره تعامل غواړو څو داسې یوه قوي سیمه رامنځته شي چې د هر سیمه‌ییز یا نړیوال قدرت د بلند پروازیو په وړاندې ودرېږي."

د ایران د بهرنیو چارو وزیر جواد ظریف

د ایران له‌خوا د افغان وسله‌والو د مالي او تسلیحاتي تمویل مسئله داسې وخت بیا توده شوې چې اوس تر بل هر وخت هیلې زیاتې شوي چې افغان حکومت او طالبان بین‌الافغاني خبرې پيل کړي.

پخوا هم ویل کېدل چې د سولې د ټينګښت لپاره د هڅو په اوج کې د افغانستان ځينو ګاونډيو د خپلو نیابتي ډلو په تمویل سره کوښښ کړی چې د سولې ټوکېدلې هیلې ماتې کړي او خپلې ګټې د افغان جګړې په دوام کې ولټوي.