ایمانویل مکرون د نړیوالو مسئلو په اړه د بحث لپاره مسکو ته ځي

د فرانسې ولسمشر ایمانويل مکرون 

د فرانسې ولسمشر ایمانويل مکرون ویلي چې روسیې ته روان دی.

ایمانویل مکرون پرون (شنبه، د جون ۲۷مه) پر ټوېټر ولیکل چې ډېر ژر به روسیې ته ولاړ شي او له ولسمشر ولادیمیر پوتین سره به پر مهمو نړیوالو مسئلو لکه اقلیمي بدلون، خبرې وکړي.

د هغه په ټویټ کې لیکل شوي: "د باور پيدا کولو لپاره هغه ډيالوګ چې له ولسمشر پوتین سره په فورت برګانکن پيل شوی و، دوام لري."

د فرانسې ولسمشر اروپايي ټولنه او ناټو هڅولي چې له روسیې سره ستراتيژیکو اړیکو ته بیا کتنه وکړي.

مکرون پر ټوېټر لیکلي چې د روسیې پر وړاندې د هغوي د دفاعي دریځ غوره کولو سیاست ناکام شوی دی.

د فرانسې ولسمشر څرګنده کړې چې له پوتین سره په کتنه کې به د اروپا پر امنیت، سیمه ییزو شخړو، د اقلیم بدلون او د شمالي قطب د یخي د ویلي کېدو په څېر پر مهمو مسئلو خبرې وکړي.

د سړې جګړې تر پای ته رسېدو وروسته، د غرب او روسیې اړیکې تر هر بل وخت اوس په ټيټه کچه کې دي.

روسیې په ۲۰۱۴ میلادي کال کې د کریمیا ټاپو وزمه په زور له اوکراینه جلا او له ځان سره یو ځای کړه.

له هغه راهیسې د اوکراین په ختیځ کې بیلتون غوښتونکي د اوکراین د حکومت پر ضد جنګېږي او پر روسیه تور پورې شوی چې د بیلتون غوښتونکو ملاتړ کوي.

د اوکراین په ختیځ کې د ۲۰۱۴ میلادي کال د اپرېل له میاشتې راهسې په روانه جګړه کې ۱۳۲۰۰ تنه وژل شوي دي.

د دې ترڅنګ، په اروپايي ښارونو کې د یو شمېر وګړو ترور او مسمومېدل، د سوریې په لانجه کې د مسکو رول، د امریکا د جمهوري ریاست په ټاکنو کې د روسیې د لاسوهنې ادعاګانو او دې تورونو چې روسیه د نړۍ په ډيموکراسیو کې د تخریب لپاره لاسوهنې کوي د غرب او روسیې ترمنځ روابط کړکېچن کړي دي.

خو روسیې دا ټولې ادعاوې رد کړې دي.

د فرانسې ولسمشر د جون په ۲۶مه له پوتین سره په ويډیو کنفرانس کې خبرې کړې دي.

هغه پرون په خپل ټویټ کې لیکلي: "ټول هغه بحرانونه چې موږ په سیمه کې تجربه کړل څرګندوي چې له لیزبونه تر ولادیواستو که په اروپا کې د ريښتیني همکارۍ او سولې لپاره د موقع برابرول مهم کار دی."

ایمانویل مکرون په اوکراین کې دلانجې د پای ته رسېدو لپاره د جوړ شوي پلان پر پلي کېدو تاکید کړی دی.

هغه همدا راز د لیبیا په چارو کې د بهرنۍ لاسوهنې د پای ته رسېدو غوښتنه کړې ده.

ایمانویل مکرون د لیبیا په چارو کې هم د مداخلې د پای ته رسېدو غوښتنه کړې ده.

روسیه له هغو هېوادونو ده چې په لیبیا کې د جنرال حفتر له ډلې چې په لیبیا کې د ملګرو ملتونو په ملاتړ د حکومت پر ضد جنګېږي، شاته ولاړ دي.

ایمانویل مکرون غوښتل چې په روسیه کې د مې په نهمه د نازي جرمني پر ضد د پخواني شوروي د ځواکونو د بري د ۷۵ مې کليزي د لمانځلو په مراسمو کې ګډون وکړي.

خو د کرونا ویروس د وبا له کبله دا مراسم د جون ۲۳مې ته وځنډول شوو او د مکرون په ګډون زیاتو نړیوالو مشرانو په دې مراسموکې ګډون ونه کړ.