اصلاح: د تاوتریخوالي زیاتېدو د سولې هیلې مړاوي کړي

کابل چاپ ورځپاڼې

‎ کابل چاپ ورځپاڼو په خپلو نننیو ګڼو کې تر ډېره د سولې پروسې او د تاوتریخوالي زیاتیدو په اړه لیکلي دي.

  • هشت صبح

هشت صبح ورځپاڼې د سولې په تړاو په خپله سر مقاله کې لیکلي دي اسلام اباد ظاهراً هیله مند دی چې د دوی تر ملاتړ لاندې ډلې د افغانستان په راتلونکي سیاست کې مهم رول ولري.

سرمقاله کې راغلي، یو څه چې پاکستان ترې وېره لري هغه د هند نفوس دی او دا هېواد نه غواړي چې په افغانستان کې د سولې په ټینګښت سره هند د افغانستان په حکومت تاثیر ولري.

سرمقاله لیکونکي اندېښنه ښودلې چې په افغانستان کې د هند او پاکستان نیابتي جګړه به د سولې پروسې ته زیان ورسوي.

  • اصلاح

اصلاح ورځپاڼې په هپله سر مقاله کې په افغانستان کې د تاوتریخوالي زیاتېدو په اړه لیکلي دي.

په سرمقاله کې راغلي، د تاوتریخوالي زیاتېدو د سولې هیلې مړاوي کړي دي.

اصلاح لیکي ،په دې وروستیو کې طالبانو خپلو حملو ته زور ورکړی چې د خلکو اندېښنې یې راپارولې دي.

د سرمقاله لیکونکي په باور، په دغو حملو سره د خلکو ذهنیت بدل شوی، دوی فکر کوي چې طالبان به حملې ونه دروي او په همدې په دې ډول د سولې په تړاو د خلکو هیلې مخ په مړاوي کېدو دي.

د سرمقالې په پای کې راځي افغان حکومت او خلک د دې ډلې له لوري د تاوتریخوالي کمېدو او اوربند ته انتظار کوي ځکه حکومت تر اوسه د طالبانو ۳۶۰۰ بندیان خوشې کړي دي.

  • ویسا

ویسا ورځپاڼې بیا په خپله سرمقاله کې پوښتنه مطرح کړې چې، آیا جګړه به کمه شوې؟

وړاندې د ملګرو ملتونواو نورو نړیوالو بنسټونو سروې ګانو ته اشاره شوې راغلي، چې د ملي وحدت حکومت له جوړېدو سره د پوځي او ملکي افغانانو مرګ ژوبله څو چنده زیاته شوې او ماشومان د دغې کرغېړنې جګړې تر ټولو بدمرغه قربانیان بلل شوي.