د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۳۳

هشت صبح: وسله‌وال طالبان باید د سولې لپاره خپله ژمنتیا ثابته کړي


کابل ورځپاڼې
کابل ورځپاڼې

کابل چاپ ورځپاڼو په خپلو نننیو ګڼو کې په بېلابېلو مسایلو لیکنې او تبصرې کړي دي.

  • هشت صبح

هشت صبح ورځپاڼې لیکي، وسله‌وال طالبان باید د سولې لپاره خپله ژمنتیا ثابته کړي.

وړاندې په سرمقاله کې راغلي، په داسې حال کې چې ټاکل شوې تر راتلونکو څو محدودو اوونیو پورې د سولې بین‌الافغاني خبرې پیل شي، داسې ښکاري چې وسله‌وال طالبان لاهم د سولې لپاره پریکنده دریځ نه لري.

د سرمقاله لیکونکي په باور، په دې وروستیو کې د سړک غاړي ماین چاودنې دا په ګوته کوي چې د جګړې په شدت کې کمښت نه‌دی راغلی بلکې یوازې بڼه یې بدله شوې ده.

هشت صبح همدارنکه لیکي، که چیري وسله‌وال طالبان سولې ته تمایل ونه ښیي له هغې پرته به سوله ناممکنه وي.

  • هېواد

هېواد دولتي ورځپاڼه لیکي، د طالب داعش او ترهګریزو ډلو په جامو کې د پاکستان ملېشې د افغانستان په وړاندې مخامخ جګړه کې ښکېلی دي او د نظام پرضد وسله‌واله جګړه کې د پرمختیایي پروژو او بنسټیزو تاسیساتو په ورانولو لګیا دي.

سرمقاله کې راغلي، د افغانستان د ملي امنیت ادارې په تېرو ۶ میاشتو کې د پاکستان ۱۳ خطرناک جاسوسان نیولي چې په خبره یې له یادو ۱۳ تنو څخه یې ځینو له ۵ تر ۷ کلونو افغانستان کې جاسوسي کوله، پټ اطلاعات یې ټولول او بیا به‌یې مالومات له ځان سره پاکستان ته انتقالول.

هېواد لیکلي، دا یوازې پاکستان نه‌دی، بلکې د ایران روسیې او نورو مغرضو هېوادونو په شمول د هغوی جاسوسان او وسله‌والې ملېشې په افغانستان کې د نظام او هېواد پرضد جګړه کوي چې په خبره یې له همدې امله د سولې چارې ژر پایله نه‌شي ورکولی او طالب ډله د اوربند او یا جګړې ختمولو واک او اختیار نلري!

  • مسیر

مسیر ورځپاڼې په دې پوښتنې سره خپله سرمقاله پیل کړې ده، افغانستان پارلمان لري؟

وړاندې راغلي، ولسمشر لګیا دی، ځینې سرپرستان او کاندید وزیران ټاکي، ښکاري چې اصلاً د ولسي جرګې په اړه فکر نه کوي.

د سرمقاله لیکونکي په باور، نوې ګومارنې دردونکې دي، څوکۍ پر داسې کسانو ویشي چې د غلا او فساد مخینه لري او ان ځینې یې په څارنوالۍ کې اوس هم دوسیې لري او یا هم داسې دي چې نه زموږ پر ملي او رسمي ژبو پوهېږي او نه هم زموږ له فرهنګ، ارزښتونو، واقعیتونو او جغرافیې سره اشنايي لري.

مسیر ورځپاڼه لیکي، اوس د دې وېره هم شته چې همدا ډول خلک به ولسي جرګې ته ورځي او هلته به وکیلان د فساد یا بې پروایۍ او سیاسي لاملونو له امله د باور رایې ورکوي.

مسیر دغه شان لیکلي، د دې مسایلو تر څنګ د سولې او جګړې په ګډون د افغانستان په مهمو او لویو مسایلو کې د ولسي جرګې نه غږ شته او نه هم دریځ.

ولسي جرګه داسې ده لکه چې دا مسایل هېڅ په دوی پورې اړه نه لري او یا هم وکیلان پر خپلو سوداګریو او نورو معاملو بوخت وي.

XS
SM
MD
LG