امریکا او روسیې د اټومي وسلو کمښت په اړه خبرې پیل کړې

روسیه چې اټومي پروګرام یې د ځواک یوه عمده برخه ده، وایي، غواړي له واشنګټن سره برابري ډاډمنه کړي.

د امریکا متحده ایالاتو او روسیې د خپلو اټومي وسلو د زېرمو د کمولو په اړه نن دوه ورځنۍ خبرې پیل کړې.

په دې غونډه کې چې د اتریش پلازمېنه ویانا یې کوربنه ده، د نیو سټارټ په نوم د ستراتیژیکو وسلو د کمولو د تړون په چوکاټ کې د لیرې واټن ویشتونکو اټومي سروکو د کمولو پرموضوع خبري کېږي.

د وسلو د کنټرول په برخه کې د امریکا متحده ایالاتو لوړ پوړی مرکچي مارشال بیلینګس لي د روسیې د بهرنیو چارو وزارت له مرستیال سرګي ریابکوف د خبرو لپاره ویانا ته ورسېدل.

د وسلو د کنټرول په برخه کې د امریکا متحده ایالاتو لوړ پوړی مرکچي مارشال بیلینګس لي

دواړو مشرانو د خبرو تر پیلېدو دمخه د خبریالانو دهغې پوښتنې په اړه چې له دې خبرو څه تمه لري، له څه ویلو ډډه وکړه او د روسیې د بهرنیو چارو مرستیال وزیر وویل چې وبه ګوري څه کېږي.

هغه وویل : "موږ تل هیله لرو."

د نیو سټارټ په نوم تړون چې د امریکا او روسیې ترمنځ د ستراتیژیکو وسلو د کمولو یو مهم او وروستی تړون دی، د هر یوه د هېواد لیرې واټن ویشتونکي اټومي سروکي په ۱۵۵۰ پوري محدودي.

د دې تړون د اعتبار موده په راتلونکې فبرورۍ کې ختمېږي، خو روسیه اوس د دې تړون د غځېدو غوښتنه کوي.

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت مرستیال سرګي ریابکوف د جون پر شلمه د روسیې انټرفاکس خبري آژانس ته ویلي وو: "موږ په پرله پسې ډول امریکاییانو ته دا تشریح کړې چې ولې فکر کوو د دې تړون د غځولو په اړه زموږ پرېکړه سمه ده."

هغه زیاته کړه: "موږ به د هغه څه په اړه چې وړاندې مو څو ځله خبرې ورباندې کړي، نوربحث ونکړو خو البته چې له دې فرصته په ګټه اخستنې سره به خپل موقف بیا څرګند کړو."

ریابکوف دا هم ویلي سره له دې چې د نیو سټارټ تړون تمدید سم او منطقي اقدام ګڼي، خو وایي، دا تړون په ټوله کې هرڅه نه دی.

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت مرستیال سرګي ریابکوف

مسکو په وار وار خبرداری ورکړی چې که دغه تړون نوی نه شي، د وسلو نوې سیالي به ډېره خطرناکه وي.

د روسیې چارواکي وایي، اوس دا په دې پورې اړه لري چې د امریکا متحده ایالاتو د ولسمشر ډونالډ ټرمپ حکومت د تړون په اړه څه پرېکړه کوي.

امریکا چې د یو شمېر نړیوالو تړونونو لکه د منځني واټن ویشتونکو اټومي ځواک له تړونه او هم د ایران له اټومي تړونه وتلې ده، خو د ولسمشر ټرمپ ادارې په ټوله کې له روسیې سره د نیو سټارټ تړون د خوندي کولو په ګټه څرګندونې لري.

د امریکا متحده ایالاتو ویلي، چې له روسیې سره د وسلو د کنټرول تړون له پای ته رسېدو سره دوی غواړي چې په راتلونکي کې د اټومي وسلو په تړون کې چین هم شامل شي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په اعلامیې کې چې اتریش ته یې د بیلینګس لي د سفر اعلان وکړ، دا هم راغلي چې امریکا په دې بحث کې د ګډون لپاره چین ته بلنه هم بیا تازه کړې او د ښه نیت لپاره یې د وسلو د کنټرول په بحث کې د درې واړه هېوادونو د ګډون اړتیا واضحه کړې ده.

چین په پرله پسې ډول په دې خبرو کې د ګډون هڅې رد کړي دي.

که څه هم چین د خپلو اټومي زیرمو د پراخېدو په حال کې دی، خو لا د امریکا او روسیې د اټومي پروګرامونو پرتله ډېر شاته دی.

روسیه چې اټومي پروګرام یې د ځواک یوه عمده برخه ده، وایي، غواړي له واشنګټن سره برابري ډاډمنه کړي.

د ویانا په نننۍ غونډه کې د امریکا مرکچي بیلینګس لي تېره میاشت ویلي وو چې د امریکا متحده ایالات نه یوازې د چین او روسیې له اړخه اندېښنه لري، بلکه مسکو یې تورن کړ چې د نیو سټارټ تړون پر خلاف یې زرګونه غیر ستراتیژیکې اټومې وسلې عصري کړي دي.