ګوټیرش: د غني او عبدالله تر منځ سیاسي هوکړه د افغانستان په ګټه یوه اړتیا وه

د ملګرو ملتونو عمومي منشي انټونیو ګوټیرش

د ملګرو ملتونو عمومي منشي انټونیو ګوټیرش په افغانستان کې د وضعیت په اړه خپل درې میاشتنۍ راپور پرون د جون په ۲۰مه، خپور کړ.

ګوټیرش به د ملګرو ملتونو د عمومي اسامبلې او د امنیت شورا د ۲۴۸۹ پرېکړه لیکونو پر اساس، دا راپور د جون په ۲۵مه، د شورا بحث ته وړاندې کړي.

ګوټیرش د جمهور رئیس محمد اشرف غني او عبدالله عبدالله ترمنځ سیاسي موافقه چې د مې په ۱۷مه وشوه، د سیاسي بن بست د پای ته رسېدو لپاره یو ضرورت او د افغانستان په ګټه بللی دی.

د ملګرو ملتونو عمومي منشي لیکلي: "زه هیله لرم چې د افغانستان حکومت به پر دې مثبت اقدام نور هم ور اضافه کړي، له اتحاد سره به د بین‌الافغاني خبرو د پيل پر لورګام واخلي او له دې تاریخي موقع به په سوله‌یيز ډول د روان بحران د پاي ته رسېدو لپاره کار پورته کړي."

په راپور کې د مارچ له میاشتې راهیسې د تشدد زیاتوالی د خواشینی وړ بلل شوی چې د ښځو، کوچنیانو په ګډون یې د ډېرو ملکي افغانانو ژوند اخیستی دی.

ګوټیرش ویلي چې د جګړې له امله بې کوري، فقر، خراب امنیت او له دې ټولو ستونزو سره په یوه وخت کې د کرونا ویروس د وبا خپرېدو د افغانانو لپاره ګواښ لا زیات کړی دی.

ښاغلي ګوټیرش یو وار بیا په افغانستان کې د اوربند پر اړتیا ټینګار کړی دی.

په راپور کې د کابل په دشت برچي کې پر روغتونو باندې او په زاړه ښار کې د سېکهانو پر عبادت ځاي د خونړیو حملو یادونه شوې او لیکل شوي چې داسې تشدد باید ډېر ژر پای ته ورسېږي.

سره له دې چې وسله‌والو طالبانو سږ کال د پسرلنیو عملیاتو اعلان ونه کړ او د کوچني اختر په څو ورځو کې د حکومت او طالبانو ترمنځ نسبي اوربند هم ټینګ شوی و، خو د افغانستان حکومت وايي چې وسله‌والو طالبانو تشدد نه‌دی کم کړی.

د ملي امنیت شورا ویاند جاوېد فیصل پرون د جون په ۲۰مه، ازادي راډیو ته وویل: "طالبانو پر افغانانو حملې نه‌دي کمې کړې او وحشت یې لازیات شوی دی.

ملي امنیت شورا ویاند جاوېد فیصل

طالبانو په دې اړه بیان نه‌دی ورکړی.

خو د افغانستان حکومت هم سږکال پسرلني پوځي عملیات اعلان نه کړل.

د ملګرو ملتونو عمومي منشي انټونیو ګوټیرش همداراز د تشدد د پای ته رسېدو او له طالبانو سره د سولې د مخامخ خبرو د پيل لپاره د باور د فضا د رامنځ ته کېدو پر اهمیت ټینګار کړی دی.

هغه لیکلي چې دا هیله لري چې د بندیانو د تبادلې لپاره د طالبانو او د حکومت د استازو کتنې به د دواړو خواوو ترمنځ تماس زیات کړي او د مخامخ خبرو لپاره به چې بحران د سیاسي حل سره مرسته کولای شي، لاره هواره کړي.

خو په ناروې کې د افغانستان پخوانۍ سفیره شکریه بارکزی په دې باور ده چې یوه اساسي ستونزه د دواړو خواوو ترمنځ د باور نه‌شتوالی دی.

په ناروې کې د افغانستان پخوانۍ سفیره شکریه بارکزی

بارکزۍ د طالبانو له‌خوا د بندیانو پر ازادۍ تينګار هم یوه اختلافي مسئله ګڼي.

ګوټیرش ویلي چې تل پاتې سوله یوازې هغه وخت راتلای شي چې د ټولنې ټول اړخونه په کې شامل وي او پر ټولو خواوو یې غږ کړی چې د افغانستان ښځو ته وخت ورکړي چې خپل اواز اوچت کړي او د سولې لپاره په روانو هڅو کې هم بامفهومه برخه ورکړي.