امریکا د ایران په اړه د ملګرو ملتونو د وروستي پرېکړه لیک هرکلی وکړ

د ایران لپاره د امریکا د متحدو ایالتونو ځانګړي استازي براین هوک

د ایران لپاره د امریکا د متحدو ایالتونو ځانګړي استازي د هغه پرېکړه لیک هرکلی وکړ، چې پرون جمعه تصویب شو.

دغه پرېکړه لیک چې د ملګرو ملتونو د اټومي انرژۍ نړیوالې ادارې د مدیره پلاوي له خوا تصویب شوی، له ایرانه غواړۍ چې دوو ساحو ته د لاسرسي اجازه ورکړي.

شک کېږي چې په دغو ساحو کې ښايي پخوا اټومي فعالیتونه شوي وي.

د ایران لپاره د امریکا د متحدو ایالتونو ځانګړي استازي براین هوک وویل، د ملګرو ملتونو د اټومي انرژۍ نړیوالې ادارې د مدیره پلاوي پرېکړه لیک د پام وړ دی، چې د ایران د اټومي پروګرام او په دغه پروګرام کې د شفافیت د نشتوالي په اړه یې جدي اندېښنې ولاړې کړې دي.

د اټومي انرژۍ نړیوالې دا پرېکړه لیک له ۲۰۱۲ میلادي کال راهیسې د خپل ډول له مخې لومړی هغه دی، چې له ایرانه غواړي د اټومي انرژۍ له نړیوالې ادارې سره "بشپړه همکاري" وکړي او له ځنډ پرته د دې ادارې غوښتنې پرځای کړي.

په دغو غوښتنو کې په ایران کې دوو ساحو ته سم د لاسه لاسرسی هم شامل دی، چې واضح شي، ایا هلته د ۲۰۰۰ میلادي کلونو په لومړیو کې نااعلان شوي اټومي فعالیتونه شوي که نه؟

ایران له څو میاشتو راهیسې دغو ساحو ته د لاسرسي مخه نیولې ده، چې دې مسئلې په ډیپلوماتیک ډګر کې کړکېچ ولاړ کړی دی.

براین هوک چې خبریالانو ته په یوه کنفرانس کې خبرې کولې زیاته کړه، د ایران د بهرنیو چارو وزیر محمد جواد ظریف تېره پنجشنبه ټویټونه کړي او ویلي یې دي، چې ایران هېڅ شی پټ کړي نه دي.

ښاغلي هوک وویل، که دا خبره رښتیا وي، نو د اټومي انرژۍ نړیوالې ادارې مفتشانو ته د دغو ساحو په کتلو کې هم باید ستونزه نه وي.

د ملګرو ملتونو د اټومي انرژۍ نړیوالې ادارې تازه پرېکړه لیک چې فرانسې، جرمني او بریتانیا وړاندې کړی و او د امریکا متحدو ایالتونو یې ملاتړ کاوه، په ۲۵ موافقو رایو سره تصویب شو.

خو روسیې او چین د پرېکړه لیک په مخالفت کې رایه ورکړه او ۷ نورو هېوادونو اذرباییجان، پاکستان، هندوستان، منګولیا، جنوبي افریقا، ټایلنډ او نایجر سپینې یا ممتنع رایې وکارولې.

ښاغلي هوک د روسیې او چین د مخالفو رایو موضوع په اشاره وویل، روسیې او چین هڅه وکړه، چې ایران له تفتیش او بررسۍ څخه خوندي کړي.

د ایران لپاره د امریکا ځانګړي استازي وویل، اټومي قدرتونه چین او روسیه د هغو هېوادونو چې د اټومي انرژۍ له نړیوالې ادارې سره د پیشي او موږک لوبه کوي، په ملاتړ سره ځانګړي مسوولیتونه لري.

په ویانا کې د اټومي انرژۍ په نړیواله اداره کې د ایران سفیر کاظم غریب ابادي وویل، تهران دغه پرېکړه لیک په کلکه ردوي او مناسبت ځواب به یې ورکړي.

کاظم غریب ابادي

ایراني چارواکو ویلي، دا ډول پرېکړه لیک به د تهران او د ملګرو ملتونو د دې ادارې ترمنځ اړیکې زیانمنې کړي.

بلخوا په ویانا کې د ملګرو ملتونو لپاره د روسیې سفیر میخایل یولیانوف په یوه ټویټ کې ویلي، دا پرېکړه لیک به مثمر نه وي، خو په عین حال کې یې ټینګار کړی و، چې اړتیا ده تهران او د اټومي انرژۍ نړیواله اداره په خپلو کې دا ستونزه له ځنډ پرته حل کړي.

که څه هم داسې ګومان نه کېږي هغه دوې ساحې چې په اړه یې پوښتنې شته، د ایران په اوسني اټومي پروګرام پورې مستقیم ارتباط ولري، خو د اټومي انرژۍ نړیواله وايي غواړي وپوهېږي، هغه فعالیتونه چې نږدې دوې لسیزې مخکې دلته شوي، په مناسب ډول یې راپور ورکړل شوی او هلته د ټولو کارول شویو اټومي موادو حساب کتاب ورکول شوی دی او که څنګه؟