دیني عالمان: حکومت کې ځینې کړۍ د دیني عالمانو د وژنو ملاتړ کوي

د غونډې د ګډونوالو په خبره حکومت کې داسې کړۍ شته چې د دیني عالمانو وژلو ملاتړ کوي.

د افغانستان د‌ ۳۴ ولایتونو علماوو ټولنه وايي، دولت دې د علماوو پر وړاندې د تاوتریخوالي د قضیو جدې پلټنې وکړي.

په کابل کې د ۳۴ ولایتونو دیني عالمانو وزیر اکبر خان جومات کې په یوه غونډه کې غوښتنه وکړه چې د علماوو قاتلین باید په ګوته او سزا ورکړل شي.

د وزیر اکبر خان جومات کې یو شمېر دیني عالمان راټول شوي څو د خپلو ملګرو لپاره عدالت وغواړي.

هغوی له حکومته غواړي چې د دیني عالمانو وژونکي او عاملین ونیسي او سخته سزا ورکړي.

د علماوو د ټولنې غړی محمد سرور عمري وایي: "دولت باید د دیني علماوو او دیندارو پر وړاندې خپل خصمانه سیاست کې بدلون راولي، له دسیسې، د علماوو محرومیت، پر جوماتونو او سپېڅلو ځایونو بریدونه او له نفاق اچولو دې لاس واخلي، که د دولت سیاست کې بدلون رانشي، نو د تاریخ ظالم او د عالمانو رټلو حاکمانو ته دې مراجعه وکړي."

وزیر اکبر خان کې راټول شوي عالمان

د هغوی په خبره حکومت کې داسې کړۍ شته چې د دیني عالمانو وژلو ملاتړ کوي.

دوی که څه هم د دغه کړیو نومونه نه اخلي خو د یوې اعلامیې په خپرولو سره له حکومته غواړي چې د ترور شویو علماوو د قضیو د څېړلو پلاوي کې هغو علماوو ته ونډه ورکړل شي چې د هېواد علماوو لخوا ورپېژندل شوي دي.

په ورته وخت کې د کورنیو چارو وزارت وايي د دیني عالمانو د امنیت ساتنې لپاره له دې وړاندې هم ځانګړي طرحه عملي کېدله اوس هم دوی غواړي چې د کار په لږ څه بدلون د ټولو دیني علماوو او په ځانګړي توګه د هغو چې د ګواښ سره مخ دې امنیت یې ونیول شي.

طارق ارین

د دې وزارت ویاند طارق ارین د پنجشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل: "د ولسمشرۍ ماڼۍ لخوا یو پلاوی چې مشري یې د حج او اوقافو وزارت په غاړه ده او د ملي امنیت شورا دفتر، کورنیو چارو وزارت، لویه څارنوالي او ملي امنیت ریاست په کې شامل دي، هغوی خپلې پلټنې پيل کړې دي او خپلې پایلې به شریکې کړي."

افغان ولسمشر د وزیر محمد اکبر خان جومات په خطیب د حملې د څېړنې امر کړی خو تر دې دمه د دغه پلاوي څېړنې له خلکو سره نه دي شریکې شوي.

د دې جومات خطیب ډاکتر محمد ایاز نیازی څو اوونۍ وړاندې په وزیر اکبر خان جومات کې په یوه چاودنه کې ووژل شو، له دې څو ورځې وروسته په بله حمله کې، د شیرشاه سوري جومات خطیب عبدالعزیز مفلح له درېیو نورو لمونځ کوونکو سره ووژل شول.

دا هغه بریدونه وو چې مسئولیت یې داعش وسله والې ډلې ومانه.

دې بمې چاودنې په کور دننه او بهر زیات شمېر غبرګونونه هم له ځانه سره لرل.