لوګر کې د افغان ځواکونو او طالبانو نښته کې ۱۲ تنه ټپيان شوي

لوګر کې په نښه شوی موټر

لوګر کې د افغان امنیتي ځواکونو او وسله‌والو طالبانو ترمنځ نښته کې ۱۲ ملکي وګړي ټپیان شوي دي.

د لوګر د ولایتي شورا رئیس حسیب‌الله ستانکزي ازادي راډیو ته وویل: "نن سهار د کابل-ګردېز د لویې لارې په اوږدو کې د لوګر ولایت د خضر بازار په سیمه کې د دولتي ځواکونو او طالبانو ترمنځ نښته وشوه چې په ترڅ کې یې د ملکي وګړو د سپرلۍ یو موټر ولګېد او ۱۲ تنه په‌کې ژوبل شول."

د ستانکزي په وینا په ټپیانو کې د ۱۲ تنو حال نازک دی.

د لوګر د والي ویاند دیدار احمد لونګ وايي چې دا کسان د طالبانو له لوري په ویشتل شویو ګولیو ټپیان شوي دي.

ټپیان د پکتیا ولایت اوسېدونکي دي.