یورو ګروپ د کرونا وبا له امله د نړۍ پر اقتصادي اغېز خبرې کوي

ارشیف

د یورو ګروپ غړي هېوادونه به نن د جون ۱۱مه، د کرونا ویروس له کبله پر نړۍ د راغلې وبا د اقتصادي اغېز په اړه خبرې وکړي.

په ایرو ګروپ کې عمدتاً هغه اروپايي هېوادونه غړي دي چې د پیسو واحد یې ایرو ده.

د اروپايي اتحادیې د دې ډلې د ۱۹ غړو هېوادونو د مالیې وزیران به پر قبرس، اسپانیا او یونان د دې وبا د اقتصادي اغېز په اړه ځانګړی بحث وکړي. دا هغه هېوادونه دي چې پر اروپا د تېر اقتصادي بحران په وخت کې د نورې اروپا په مرسته وژغورل شول، خو دا وار د کرونا ویروس د وبا له کبله شا ته تللي دي.

اوس‌مهال د پرتګال د مالیې وزیر، ماریو کنتینو د ایرو ګروپ مشر دی چې د مشرتابه بل دور ته هم کاندید دی، خو د هغه کاري دوره د شنبې په ورځ پای ته رسېږي، نو په نننۍ غونډه کې به د ایرو ګروپ د نوي مشر پر ټاکلو هم خبرې وشي.