د کرونا ویروس په اړه له انلاین شرکتونو د اروپايي ټولنې غوښتنه

د اروپايي ټولنې بیرغونه

اروپایي ټولنې له "انلاین" شرکتونو غوښتي چې د کرونا ویروس په اړه د ناسمو معلوماتو پر ضد مبارزه ګړندۍ کړي.

اروپایي ټولنه تور پورې کوي چې روسیې او چین داسې تبلیغاتو ته مخه کړې ده چې ډیموکراسي ته په ټیټه سترګه وګوري او خپل ښه تصویر ارائه کړي.

په هغه سند کې چې پرون خپور شو، اروپایي ټولنه ټینګار کوي چې د کرونا په اړه ناسم معلومات خپرېږي او یو شمېر درېیم هېوادونه په ځانګړي ډول روسیه او چین عمداً د اروپایي ټولنې او شااوخوا ګاونډیو هېوادو په اړه‌یې ناسم معلومات خپروي.

په دې سند کې ویل شوي چې روسیه او چین د ډیموکراتیکو بحثونو د کمزورۍ هڅې کوي او غواړي چې ټولنیزو اختلافاتو ته لمن ووهي، بل لور ته د 'کووېډ-۱۹' په ارتباط خپل ښه تصور نورو ته وړاندې کوي.

راپور څرګندوي چې د کرونا ویروس له خپرېدو سره معلومه شوه چې ناسم اطلاعات په اروپایي ټولنه کې هم ډیموکراسۍ ته او هم په دې ټولنه کې د خلکو روغتیا ته زیان رسوي.

د کرونا ټسټ ټیوب

په دې لړ کې چې کوم اطلاعات بې‌لارې او خطرناکه بلل شوي په هغوی کې یوه دا ده چې وایي د ځینو کیمیاوي مایعاتو څښل کرونا ویروس ته ګټه کوي، یا د لاسونو وینځل د کرونا په مخنیوي کې ګټه نه‌کوي. اروپایي ټولنې له یو شمېر پاڼو لکه ګوګل، فېس‌بوک او ټویټر څخه مننه کړې ده چې په میلیونونو بې‌لارې اعلانونه‌یې لیرې کړې دي.

همداراز یې د امریکا په متحده ایالاتو کې د سترو ډیجیتلي شرکتونو ستاینه کړې ده چې د کرونا ویروس د ناسمو اطلاعاتو مخه‌یې نیولې ده او ډېر دقت‌یې کړی دی.

د ارزښتونو او شفافیت په برخه کې د اروپایي ټولنې د کمېسیون رئیس ویرا یوروا خبریالانو ته وویل، هغه راپورونه چې دا شرکتونه د خپلو میاشتنیو فعالیتونو په اړه ورکوي چې د کرونا ویروس د خپراوي په اړه‌یې د دې ناسمو اطلاعاتو مخه نیولې ده باید تر دې مفصل وي چې تر اوسه‌یې خپاره کړي دي.

ده زیاته کړه چې شرکتونه باید خلکو ته دا زمینه برابره کړي چې نوي ګواښونه په مستقل ډول تشخیص کړي.

ارشیف

د امریکا متحده ایالاتو د جانز هاپکنز پوهنتون د معلوماتو له مخې ۷،۶ میلیونه کسان په ټوله نړۍ کې په کرونا ویروس اخته شوي چې څه باندې څلور لکه ۱۲ زره کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی او له دې ډلې یو لک او ۸۰ زره‌یې د اروپا دي.