عامې روغتیا وزارت: د کرونا ويروس د ټېسټونو ترسره کول راکم شوي

د افغان جاپان روغتون لابراتوار

د افغانستان د عامې روغتيا وزارت وايي، په دغه هېواد کې د کرونا ويروس د ټېسټونو ترسره کول راکم شوي دي.

د افغانستان د عامې روغیتا وزارت مرستیال وحید مجروح د سه شنې په ورځ په کابل یوې خبرې ناستې د ازادي راډیو د خبریال د یوې پوښتنې په ځواب کې وویل، په هېواد کې د کرونا ویروس د ټیسټ اخېستلو ظرفیت نه دی کم شوی خو نوموړي تايید کړه چې په دې ورستیو کې د تېسټونو ترسره کول کم شوي دي.

هغه زیاته کړه: "په یو شمېر ولایتونو کې له وي ټي امیا هغه الې چې د ټېسټونه انتقالوي له کمښت سره یې مخ شوي یوو، په یو شمېر ولایتونو کې د خلکو د بې پروايۍ له امله کرونا ویروس ټول غافل ګیره کړه، په مرکز او یو شمېر ولایتونو کې د لابراتوارونو د کارکونکو اخته کېدل په دې ویروس بله ستونزه ده، بله خبره دا ده چې یوازې موږ ټېسټ باندې تکیه نه کوو بلکه هغه کلینیکي میتود ته هم اولویت ورکوو او هڅو چې ناروغان تر جدي درملنې لاندې ونیسوو."

وحید مجروح

د ښاغلي مجروح په خبره، تر دا مهال له ۸۰۰ څخه ډېر روغتیايي کارکونکي په کرونا ویروس اخته شوي خو د مړو شویو د شمېر په اړه بیا څه نه وايي.

دا په داسې حال کې ده چې یوازې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې په ټول افغانستان کې په کرونا ویروس د اخته کسانو ۵۴۲ مثبتې پېښې ثبت شوي چې له دې شمېر ۱۵ یې مړه او ۴۸۰ یې بېرته روغ شوي دي.

له تازه ثبت شویو پېښو سره په ټول افغانستان کې د کرونا ویروس ټولې مثبتې پېښې ۲۱ زره او ۵۰۰ ته ورسېدې چې تر دا مهاله ۳۸۴ کسه ترې مړه شوي او ۲۶۰۰ بېرته روغ شوي.

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت مرستیال وايي، هغه شمېر چې د کرونا ویروس د مثبتو پېښو په اړه خپرېږي اخته کسان له دې په مراتبو ډېر دي.

د ښاغلي مجروح په خبره، په افغانستان کې ۸۵ فیصده خلک جدي علایم نه لري چې له دوی څخه د ویروس انتقال نورو ته زیات دی.

هغه زیاتوي: "هغه شمېر چې موږ خپره وو له هغې په مراتبو پېښې زیاتې دي، یو دلیل یې دا دی چې ۸۵ فیصده خلک جدي علایم نه لري او روغتونونو ته نه ځي خو کولای شي چې خلکو ته ویروس یې انتقال کړي."

په افغانستان کې د کرونا ویروس له خپرېدو ۴ میاشتې کېږي، افغان چارواکي وايي، د کرونا ویروس دا مهال په افغانستان کې په پراخه کچه خپور شوی دی.

بل خوا یونېسف یا د ماشومانو لپاره د ملګرو ملتونو مالي صندوق په یوې خبرپاڼې کې ویلي نن یې د افغانستان د عامې روغتيا وزارت په همکارۍ د کويډ۱۹ پر وړاندې د مبارزې یو اندازه طبي مواد د هوا له لارې افغانستان ته انتقال کړي.

د یونېسف د خبرپاڼې په وینا په دې موادو کې د لومړۍ کرښې د روغتيايي کارکوونکو لپاره د حفاظتي توکو بستې او همدارنګه د کويډ ۱۹ د روغتيايي سيستمونو د چمتوالي او بېړني غبرګون د پروژې ځينې برخې شاملې دي.

دا مواد د نړیوال بانک په مالي مرسته برابر شوي.