د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۲۵

افغانستان کې د کرونا ویروس د مثبتو پېښو شمېر تر ۲۰۰۰۰ واوښت


د غور د روغتیا رئیس وايي، په دغه ولایت کې د نږدې ۹۰ کسانو تر څنګ ۷ ډاکټران هم په کرونا ویروس اخته شوي دي.
د غور د روغتیا رئیس وايي، په دغه ولایت کې د نږدې ۹۰ کسانو تر څنګ ۷ ډاکټران هم په کرونا ویروس اخته شوي دي.

د افغانستان روغتیا وزارت وايي، په تېرو ۲۴ ساعتونو کې په هېواد کې د کرونا ویروس تر ۵۷۰ زیاتې مثبتې پېښې ثبت شوې دي.

د دغه وزارت معین وحید مجروح، نن رسنیو ته په لېږلي صوتي پیغام کې وویل، چې دوی د نږدې ۹۸۰ مشکوکو کسانو سمپلونه اخیستي وو.

هغه زیاته کړه: "د ۵۷۵ کسانو ټېسټ مثبت و، په دې موده کې ۱۲ کسان وفات شوي او ۳۲۹ تنه نور روغ شوي دي، په ټوله کې په افغانستان کې په کرونا ویروس د اخته کسانو شمېر ۲۰زره ۹۱۷ ته رسېږي، ۳۶۹ تنه وفات شوي او ۲۱۷۱ تنه روغ شوي دي."

بلخوا د غور د روغتیا رئیس جمعه ګل یعقوبي، نن ازادۍ راډیو ته وویل، په دغه ولایت کې د نږدې ۹۰ کسانو تر څنګ ۷ ډاکټران هم په کرونا ویروس اخته شوي دي.

د روغتیا رئیس د غور له اوسېدونکو غوښتنه وکړه، چې روغتیایي سپارښتنې جدي وګڼي، چې د دغه وایروس د لا خپرېدو مخه ونیول شي.

XS
SM
MD
LG