'د لګول شویو محدودیتونو دوام د بلخ اقتصاد بحران سره مخ کړی'

آرشیف

د محدودیتونو غځېدو بلخ ولایت له اقتصادي بحران سره مخ کړی دی.

تېره یکشنبه بلخ ولایت د کرونا ویروس د چټکې خپرېدو له امله د بیا ځل لپاره قرنطین شو.

په بلخ کې سیمه ییز چارواکو اعلام وکړ چې د دغو محدودیتونو د وضع کېدو څخه اساسي موخه د کرونا ویروس د چټکې خپرېدا مخنیوی دی.

د بلخ عام روغتیا مشر ناظم الدین جلیل ازادي راډیو ته ووېل چې کرونا ویروس په مزارشریف کې په ډېرې چټکۍ سره د خپرېدو په حال کې دی او تر دې دمه سلګونه کسان د عامې روغتیا سپارښتنو ته د نه پاملرنې له امله پرې اخته شوي دي.

ښاغلی جلیل وویل: "تر دې دمه په بلخ ولایت کې ۱۳۰۰ کسان پر کرونا ویروس اخته شوي دي، تر ۵۰ ډېر کسان بېرته ښه شوي دي خو تر ۴۰ زیات نور کسان وفات شوي."

نظام الدین جلیل وايي چې کویډ- ۱۹ له زیاتې خپرېدا څخه وېرې، د یادې ناروغۍ پراخوالي ته د خلکو بې پامي او همدا راز په عامه ځایونو کې د ماسک او دستکشو څخه د خلکو نه استفادې له امله مزارشریف کې بېرته قرنطین وضعیت اعلام شو.

چارواکي وايي، که د عامې روغتیا او همدارنګه د روغتیا نړېوال بنسټ سپارښتنو ته د خلکو بې پامۍ همداسې دوام وکړي، د کرونا ویروس پراختیا به ډېره شي او بلخ به هم په قرنطین حالت کې پاتې شي.

د بلخ والي ویاند منیر فرهاد په دې اړه وویل: "مونږ دوه ورځې وروسته د مختلفو ارګانونو په ګډون یوه ناسته جوړو، د کرونا ویروس د خپرېدا صعودي او نزولي وضعیت په اړه خبرې کوو، که ګواښ پر خپل ځای وي نو بیا وروسته تصمیم نیول کېږي چې قرنطین مات شي او که دوام وکړي."

بلخ کې د کرونا ویروس اخته کسانو لپاره ځانګړی شوی روغتون

په همدې حال کې د شمال زون د سوداګرۍ او صنعت خونه اندېښنه ښيي چې په مزارشریف کې د محدودیتونو په وضع کېدو سره سوداګریز فعالیت اتیا سلنه کم شوی دی.

د یاد بنسټ اجرائیه مدیر نصیر احمد قاسمي ازادي راډیو ته وویل چې د قرنطین شرایطو دوام په بلخ ولایت کې یو لوی اقتصادي بحران رامنځته کړی دی.

هغه زیاته کړه: "اتیا سلنه کار او اقتصادي فعالیت په بلخ کې فلج شوی دی، مونږ اندېښنه لرو که وضعیت همداسې دوام وکړي، ډېر خلک کار له لاسه ورکوي، اقتصادي بحران رامنځته شوی، هېڅ څوک په منظم ډول د ژوند پرمخ بیولو وړتیا نه لري."

قاسمي وویل چې د همدې محدودیتونو په دلیل بلخ ولایت کې د ضروري توکو بیې لوړې شوي دي.

باید یاده شي، چې په بلخ کې شته محدودیتونو نه یواځې د خوراکي او غیر خوراکي توکو بیې لوړې کړي، بلکې ترڅنګ یې د هېواد له شماله بهر ته د صادراتو کچه صفر شوې او واردات هم ۹۰ سلنه کم شوي دي.