د ګډو ځواکونو قوماندانۍ د کابل ښار د امنیت طرحه وړاندې کړه

افغان سرتېري

په کابل کې د ګډو ځواکونو قومانداني چې تېره اوونۍ جوړه شوه په خپل لومړني ګام کې د دغه ښار د امنیت طرحه وړاندې کړه.

په کابل ښار کې د هدفي وژنو، غلاوو او نورو جرمونو له زیاتېدو سره هم‌مهاله، د ګډو ځواکونو قوماندانۍ دغه طرحه اعلان کړه، هغه طرحه چې ډېره نوې نه‌برېښي.

د طرحې له مخې په کابل کې سر له نن یکشنبې «۱۳۹۹ کال د غبرګولي ۱۸» یو ځل بیا د تورو ښیښو او بې‌اسناده موټرو په تګ راتګ او دغه‌راز د بې‌جوازه وسلو په ګرځېدو بندیز ولګېد.

په طرحه کې راغلي د چارواکو او سوداګرو ساتونکي یا باډي ګاردان هم نور د موټرو باډیو کې د کېناستو اجازه نه‌لري.

د کابل د ګډو ځواکونو قوماندانۍ په یوه خبرپاڼه کې ویلي، له دې طرحې یې هدف کابل ښار کې د امنیت ټینګښت او له جرمونو سره مبارزه ده.

کابل کې د تورو ښیښو موټر

دغه قومانداني چې د کورنیو چارو او دفاع وزارتونو او ملي امنیت له منسوبینو جوړه ده، تېره اوونۍ رامنځته شوه او مشري یې هم د کابل امنیه قوماندان ته سپارل شوې ده.

ګډې قوماندانۍ په غیر رسمي وخت کې د دولتي موټرو ګرځېدل هم منع کړي او خبرداری یې ورکړی چې د دوی له طرحې سرغړونکو سره به جدي چلند کېږي.

پخوا هم کابل کې څو ځله د تورو ښیښو او بې‌اسناده موټرو او وسلو ګرځولو په اړه ورته کمپاینونه شوي، خو په سمه توګه نه‌دي عملي شوي.

تېر کال مدني فعالان او ځوانان هم د امنیتي ځواکونو دې کمپاین سره ملګري شول او د کابل ښار بېلابېلو سیمو کې یې په رسامیو، د تورو ښیښو مالکانو ته د (فرعون) کلمه وکاروله.

ارشیف

د امنیتي چارو پوه جنرال امرالله امان وایي، د ګډې قوماندانۍ طرحه نوې نه‌ده او پخوانیو تجربو ته په کتو عملي کول‌یې هم امکان نه‌لري.

ښاغلي امان ازادي راډیو ته وویل، پخوا هم دغسې طرحې د ځینو زورواکانو د سر تمبه‌ګۍ او کمزورې سیاسي ارادې له کبله نه‌دي عملي شوي.

دی زیاته کړه: "اقدام ښه اقدام دی، خو دا لومړنی اقدام نه‌دی او فکر کوم اخرنی به هم نه‌وي، پخوا تر دې ګارنېزیون همدا کار کاوه، خو مشکلات‌یې رامنځته کړل، دا یو جنګ وهلی وطن او جنګ وهلی ښار دی، یو کال مخکې هم همداسې کیسه وه، خو دلته وکیلان دي، سناتوران دي، سوداګر دي چې مسلح کسان لري، دا ښه نیت دی، خو فکر نه‌کوم چې دا طرحه دې عملي شي."

د امنیتي چارو کتونکو او یو شمېر وکیلانو له دې وړاندې ویلي، کابل ښار کې ورانکاره فعالیتونه تر ډېره د تورو ښیښو موټرو په وسیله کېږي.

دغه ښار کې مېشت بهرني ځواکونه او سفارتونه هم تورې ښیښې موټر کاروي، خو طرحه کې دا نه‌ده مشخصه شوې چې له دې موټرو سره به څه کېږي.