د افغانستان قونسلګري د ایران په یزد کې د افغانانو وژنه څېړي

په یزد کې سوځېدلی موټر چې درې تنه افغانان په‌کې وژل شوي.

د افغانستان بهرنیو چارو وزارت وایي، د ایران په یزد کې هغه ټرافيکي پېښه څېړي چې درې تنه افغانان په‌کې وژل شوي او څلور نور ټپیان شوي دي.

د افغانستان حکومت یوه ورځ وروسته تر دې په ایران کې د افغان مسافرو د وژنې پېښې ته غبرګون وښود چې د دغې پېښې وېډیوګانې ټولنیزو رسنیو ته راووتې.

پېښه وړمه ورځ د ایران د مهریز، یزد په لویه لاره شوې او د افغانانو د سپرلۍ موټر د اور لمبه شوی دی.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي، په تهران کې یې خپل سفارت او په زاهدان کې جنرل قونسلګرۍ ته لارښوونه کړې چې پېښه له نږدې وڅېړي.

په دغې اعلامیه کې راغلي، هغه موټر کې چې د اور لمبه شوی، ۱۳ افغانان سپاره و چې له دې ډلې ۳ تنه وژل شوي او ۴ ټپيان شوي دي.

په تهران کې افغان سفیر عبدالغفور لېوال ازادي راډیو ته وویل، لومړنی ګام به‌یې هېواد ته د وژل شویو کسانو لېږد او د ټپيانو درملنه وي.

غفور لیوال سفیر افغانستان در ایران

ښاغلی لېوال زیاتوي: "زه همدh اوس د سفارت له یوه پلاوي سره یزد ته په لاره یم، هلته به د پېښې له ټپيانو او د دغه ولایت له مسؤلینو سره خبرې وکړو چې پېښه څنګه رامنځته شوې ده، د دواړو هېوادونو د ډيپلوماتیکو مراجعو ترمنځ په دې اړه ارتباط شته، زموږ لومړنی اقدام به د شهیدانو انتقال او د ټپیانو درملنه او ورسره مرسته وي."

د ایران دولتي خبري اژانس راپور ورکړی چې دغه پېښه د چهارشنبې په ورځ د جون په درېیمه شوې ده او د دې موټر یو شمېر نورې سپرلۍ د ټپي کېدو سره سره د پېښې له ځایه تښتېدلي دي.

یو شمېر رسنیو د ژغورل شویو کسانو له خولې لیکلي چې دغه پېښه وروسته له هغې وشوه چې موټر چلوونکي د موټر د درولو لپاره د پولیسو اشارې ته پاملرنه ونه‌کړه او حرکت ته‌یې دوام ورکړ.

په دغو راپورونو کې ویل شوي چې موټر د ایراني پولیسو په ډزو کې اور واخیست، دغه راپورونه تر اوسه تأیيد شوي نه‌دي.

هغه موټر چې په یزد کې اور واخیست.

د ایران دولتي خبري اژانس د هغه هېواد د چارواکو له خولې ویلي دي چې دغه موټر د سړک غاړې د محافظتي اوسپنیزې کټارې سره ټکر کړی دی.

دغه پېښه په داسې حال کې شوې چې د ایراني سرحدي ساتونکو له لوري د هریرود په اوبو کې د افغان مسافرو د ډوبولو د مسئلې څېړنې لا نه‌دي بشپړې شوي.

په دې هدف په دې وروستیو کې د ایران یو پلاوی کابل ته راغی او افغان لوري ته‌یې له خپله اړخه د څېړنو د بشپړولو ډاډ ورکړ.