امریکا کې د روانو اعتراضونو له امله د کرونا ویروس د پېښو پر زیاتوالي اندېښنې

روغتیایي چارواکي وايي، دا چې مظاهرې په ازاده فضا کې ترسره کېږي، نو امکان شته چې د کرونا ویروس خپرېدل په کې یو څه ورو وي.

په امریکا کې د پولیسو له خوا د یوه تورپوستي د وژلو په غبرګون کې د لسګونه زرو کسانو مظاهرو پرون د پرله پسې اوومې ورځې لپاره هم دوام درلود.

په امریکا کې له اوونیو ګرځبندیز وروسته ایالتونه د پرانیستو په حال کې دي او دا هڅه کوي چې اقتصادي فعالیتونه له سره پیل کړي خو دغه هېواد کې مظاهرو نوې اندېښنې پیدا کړي.

دغه سراسري مظاهرې د امریکا په لسګونو ښارونو کې روانې دي او اندېښنه داده چې ممکن د کرونا ویروس د خپرېدو کچه یو ځل بیا ورسره لوړه شي.

د اعتراضونو یو انځور

سره له دې چې ګڼو مظاهره کوونکو خولې او پزې په دسمالونو او ماسکونو پوښلي، خو د امریکا د عامې روغتیا عملیاتي مشر جیروم ادمس خبرداری ورکړی چې مظاهرې به د ویروس خپرېدل چټک کړي.

ادمس په یوه مرکه کې ویلي، هغو لارو ته په کتو چې له مخې یې دا ویروس خپرېږي، مونږ باید د ویروس زیاتېدا ته په تمه اوسو.

د امریکا په مینیاپولیس ښار کې چېرته چې پولیسو تېره اوونۍ د جورج فلوید په نوم یو تورپوستی وواژه، روغتیایي چارواکي خلک هڅوي چې مظاهرو کې له ګډون مخکې د کویډ ۱۹ ناروغۍ معاینه وکړي.

د مینیسوتا ایالت روغتیایي کمېشنر جان ملکالم ویلي، داسې راټولیدنې چې خلک په کې په زوره خبرې کوي، سندرې وایي او یا هم چېغې وهي، د کرونا ویروس د خپرېدو ګواښ لوړوي.

همدې روغتیایي چارواکي بیا ویلي، دا چې مظاهرې په ازاده فضا کې ترسره کېږي، نو امکان شته چې د کرونا ویروس خپرېدل په کې یو څه ورو وي.

دا مهال په ټوله نړۍ کې په کرونا ویروس د اخته شویو کسانو شمېر نژدې شپږ میلیونه او څلور لکو ته رسېدلی او له دې کبله څه باندې درې لکه او اتیا زره کسان مړه شوي دي.

امریکا په کرونا ویروس اخته کس

اخوا د نړۍ په یو شمېر سیمو کې کرونا ویروس د زیاتېدو په حال کې دی، خو په ځینو نورو برخو کې یې بیا د کمېدو نښې نښانې لیدل کېږي.

په نړۍ کې د کرونا ویروس اقتصادي اغېز اوس په ډاګه شوی، ځکه سیاستوال هڅه کوي چې هم خپل هېوادوال وساتي او هم ورسره څنګ کې اقتصادي او سوداګریز فعالیتونه پېل کړي.

په اروپا کې دغه ویروس مخ په کمېدو دی، او اکثره هېوادونه د اقتصادي فعالیتونه د بیا پېل په حال کې دي.

په پاریس کې پرون د جون په دویمه د سړک د سر کافې او رستورانتونه پرانیستل شول خو د فرانسې په نورو ښارونو کې بیا خلک اجازه لري چې په رستورانتونو کې دننه هم کېني.

ایټالیا کې چارواکو ویلي، ویروس لا ختم شوی نه دی خو دغه هېواد چې کرونا ډېر وځاپه سره له نن چهارشنبې د ټولو اروپایي ګرځندویانو په مخ خپلې دروازې پرانیستې.

ایټالیا دغه کار وروسته له هغه وکړ چې دغه هېواد کې د کرونا پېښې او له امله یې مړینه ټیټې کچې ته ورسېده.

په بریتانیا کې چې تر اوسه کرونا څه باندې نهه دېرش زره کسان مړه کړي، لا هم هغه کسان ۱۴ ورځې قرنطین کېږي چې له بهره ورځي.

د بریتانیا صدر اعظم بوریس جانسن لګول شوي بندیزونه ورو کړي، خو روغتیایي چارواکو هلته ویلي، د کرونا ویروس د مخنیوي پرمختګ نازک دی او د ګرځبندیز ژر لرې کول به د کرونا ویروس دویمه څپه راولي.

په نوي زیلند کې هم بندیزونه کم شوي او چارواکو ویلي، راتلونکې اونۍ به ټول محدودیتونه لرې کړي.

په پاکستان کې سره له دې چې د کرونا ویروس خپرېدل مخ په زیاتېدو دي، صدر اعظم عمران خان ویلي، حکومت به یې د څو میاشتو لګول شوي بندیزونه لرې کړي.

د عمران خان دا اعلان وروسته له هغه راځي چې د حکومت یو راپور لیک شو او هغه کې ویل شوي چې د لاهور ښار هیڅ هستوګنځای او کار ځای له کرونا ویروسه پاک نه دی.

پاکستان کې تر دې مهاله د کرونا دوه اویا زره پيښې ثبت شوي او له دې کبله د ۱۵۴۳ کسانو د مړینې راپور ورکړل شوی.

په روسیه کې هم بندیزونه له وړمې ورځې راهیسې کم شوي، خو تېرو ۲۴ ساعتونو کې د دغه هېواد دننه د کرونا نژدې نهه زره نوې پېښې ثبت شوي او همدې موده کې ۱۸۲ کسان مړه شوي دي.

په برازیل کې د کرونا پېښې پنځه لکه او شپږ ویشت زرو ته پورته شوي او دا هېواد له امریکا وروسته د دغې ناروغۍ تر ټولو ډېرې پېښې لري.

د سویلي امریکا په دې هېواد کې چې ۲۱۱ میلیونه نفوس لري، د کرونا معاینه کمه ترسره کېږي او اټکل دادی چې ممکن د ویروس کچه تر هغه څه زیاته وي چې رسمي اعلان یې کېږي.

په برازیل کې نژدې دېرش زره کسان کرونا مړه کړي، دغلته په اکثرو ښارونو کې روغتونونه ډک شوي او د فوټبال په میدانونو کې ګرځنده کلینیکونه جوړ شوي دي.