ایران د افغان کارګرانو د وژلو په اړه د څېړنو پایله له افغان لوري سره شریکوي

له ایران سره پر پوله په سیند کې ډوب شوي افغان کارګران

د ایران بهرنیو چارو وزارت ډاډ ورکړی چې په نږدې راتلونکي کې به د ایراني پوله‌‌ساتو له‌‌خوا د افغان کارګرانو د ځورولو او وژلو په اړه د څېړنو نتیجه له افغان حکومت سره شریکه کړي.

کابل ته د ایراني پلاوي له راتګ وروسته، د ایران د بهرنیو چارو وزارت ډاډ ورکړی.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند ګران هېواد د سې شنبې په ورځ «۱۳۹۹ کال د غبرګولي ۱۳» رسنیو ته د یو وېډیو پیغام په استولو سره ویلي چې د ایران د بهرنیو چارو وزارت مرستیال محسن بهاروند چې د ایراني پلاوي مشري کوي د افغانستان د بهرنیو چارو له سرپرست وزیر حنیف اتمر سره د جدي څېړنو ډاډ ورکړی.

ښاغلی هېواد زیاتوي: "وروسته له هغه چې تېره اوونۍ د ایران د بهرنیو چارو وزارت له لوري د هغه هېواد د بهرنیو چارو وزارت د معین محسن بهاروند په مشرۍ پلاوي کابل ته سفر وکړ، اسناد ترلاسه کړل، د بهرنیو چارو وزارت سرپرست وزیر ته ښاغلي بهاروند ډاډ ورکړی چې په نږدې راتلونکي کې به د څېړنو نتیجه له افغان حکومت سره شریکه کړي."

ګران هېواد

مخکې تر دې ایراني چارواکو د افغان کارګرانو په شکنجې او وژلو کې د خپلو پوله‌‌ساتو لاس لرل رد کړي و.

خو د دغه پېښې په اړه د حقیقت موندنې ګډ پلاوی د ثور میاشتې په وروستیو کې، له افغان کارګرو سره د ایران د پوله‌ساتو له‌خوا د زور زیاتي لومړۍ څېړنې په ایران کې خپرې کړې.

دغه پلاوي ویلي وو چې د یادې موضوع په تړاو ټول اسناد، مدارک او شواهد، ایراني چارواکو ته ورکړي.

د یاد پلاوي مشر حمید طهماسي ویلي چې د ۴۶ افغان کارګرانو له ډلې ۱۲ وژل شوي ۱۷ تري تم او ۱۷ ژغورل شوي دي.

له بلې خوا د افغانستان د بشر حقونو سازمان مشر لعل ګل لعل وايي، د ایراني چارواکو په ژمنو باور نه‌لري او دا قضیه باید د جنګي جرمونو د نړیوالې محکمې له‌خوا وڅېړل شي.

لعل ګل لعل د سې شنبې په ورځ ازادي راډيو ته وویل: "دا ډېرو ژورو تخنیکي څېړنو ته اړتیا لري چې د دې لپاره باید نړیوال پلاوی هم راشامل شي او ګډه څېړنه وکړي، موږ د دې توقع نه‌لرو چې ایراني حکومت بې‌پرې څيړنې وکړي."

لعل ګل لعل

یو شمېر افغان کارګر د ثور میاشتې په ۱۳مه نېټه چې ‌یې غوښتل په قاچاقي توګه ایران ته لاړ شي، د هرات ولایت د ګلران ولسوالۍ د ذوالفقار په سیمه کې چې له ایران سره ګډه پوله ده، له ایراني پوله ‌ساتو سره مخامخ شوي دي.

د افغان حکومت د سرچینو او ژغورل شویو کارګرانو په خبره، ایراني پوله‌‌ساتو شکنجه او اړ کړي چې ځانونه هریرود سیند ته واچوي.