انیس: دایمي اوربند او د سولې ټینګښت د افغان ولس ستره غوښتنه ده

ځینې کابل چاپ ورځپاڼې

کابل چاپ ورځپاڼو په خپلو نننیو ګڼو کې تر ډیره د سولې فرصتونو او کرونا ویروس د مخنیوي په تړاو لیکنې او تبصرې خپرې کړي دي.

  • انیس

انیس دولتي ورځپاڼه لیکي، په هېواد کې دایمي اوربند او د سولې ټینګښت دافغان ولس ستره غوښتنه ده.

وړاندې راغلي، دایو رښتینی واقعیت دی چې د هر ډول سیاسی جوړجاړي او سوله ییزو مذاکراتو د پرمخ بیولو لپاره په ټولیزه توګه په جګړه کې د ښکېلو اړوندو لوریو ترمنځ اوربند یو اساسی شرط دی، ځکه چې د اړوندو لوریو ترمنځ د باور فضا رامنځ ته کوي او له اوربند پرته په هر ډول مذاکراتو کې به پرمختک ناشونی وي.

د سرمقاله لیکونکي په باور د باور فضا د رامنځته کولو لپاره د حکومت له لوري د بندیانو ازادول نیک ګام دی او په وینا یې چې دا هغه اقدام دی، چې افغان حکومت پرې سولې ته خپل نیت نور هم ثابت کړ.

انیس دغه شان ټینګار کړی، یو ځل بیا د دي زمینه برابره شوې چې ټول افغانان سره یو موټي شي او د سولې خلاف هڅې شنډې کړي.

  • سرخط

سرخط ورځپاڼه لیکي، له څه مودې راهيسې تر ډېورنډ پورې غاړه د ښو طالبانو مشران چې پاکستان يې نامعلوم او ناڅرګند وسله‌وال بولي، د ځينو نورو ناڅرګندو وسله‌والو له خوا په نښه کېږي او له منځه وړل کېږي.

وړاندې راغلي، تر ډېورنډ فرضي کرښې دې غاړې ته زيات وخت هدفي وژني چې ناڅرګند وسله‌وال يې کوي چې، ريښې يې په مافيا پورې تړليو ډلو ته رسېږي، خو په وینا یې تر ډیورنډ کرښه پورې غاړه ناڅرګند وسله‌وال هماغه کسان دي چې پاکستان يې ښه يا بد طالبان بولي.

سرمقاله لیکونکي په باور پاکستان ښه طالبان هغو طالبانو ته وايې چې يوازې په افغانستان کې جګړه کوي او تر ډېورنډ فرضي کرښه پورې غاړه هغه پښتانه مشران وژني چې خلک ورباندې راټولېږي.

خو سرخط ورځپاڼه لیکي، اوس داسې ښکاري چې د لوبې لوری بدل شوی دی او د جنګ د تاوجنو لمبو په منځ کې، يو نوې شغله سر پورته کوي.

  • ویسا

ویسا ورځپاڼه لیکي، دا مهال د جنګ او پر هیواد د حاکم فقر تر څنګ، د کرونا پر وړاندې مبارزه هم موږ ته تر ټولو جدي ننګونه ده او لامل یې دا دی چې یو خوو موږ له دې ناروغۍ سره د مبارزې له پاره لکه ځنګه چې لازم دي روزل شوی طبي کدر نه لرو، دوهم ورته لازم وسایل او امکانات نه لرو او دریم ورته لازم اقتصادي امکانات نه لرو.

د سرمقاله لیکوونکي په باور،کومې پېسې چې له کرونا سره د مبارزې له پاره ځانګړې کړای شوي، هغه ښايي ډېرې لږې وي، البته کومې مرستې چې له بهر شوې معلومه نه ده چې دا به د څومره وخت له پاره کافي وي، خو په وینا یې یو څه چې ترینه انکار نه شي کېدای هغه دا دي چې دا پیسې په سم توګه نه لګول کېږي.

وړاندې راغلي، په خواشینۍ سره چې د دې پیسو د لګولو له پاره یو داسې مؤثر میکانېزم نشته، چې شفافیت تضمین کړای شي نو طبیعي ده چې تر ډېره به شخصي جیبونو ته لویږي.