د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۵۴

کابل ورځپاڼو په روانو مقرریو او د سولې خبرو اترو په پیلولو تبصرې کړي


کابل ورځپاڼې
کابل ورځپاڼې

کابل چاپ ورځپاڼو نن تر ډېره د حکومت له لوري په روانو مقرریو او د سولې خبرو اترو په پیلولو لیکنې او تبصرې خپرې کړې دي.

  • هشت صبح

هشت صبح لیکي، د عبدالله او غني ترمنځ له سیاسي هوکړې وروسته دواړه اوس‌مهال تر ډېره په مقرریو تمرکز کړی او هڅه دا ده چې تر ډېره هغه مهرې ځای پر ځای کړي چې پخوا یې حکومت کې کار کړی.

د سرمقاله لیکونکي په باور که څه هم په کلني ډول زرګونه ځوانان په هېواد کې دننه او بهر له معتبرو پوهنتونونو فارغېږي، خو دوی چې واسطه نه‌لري یو هم په کار نه‌ګمارل کېږي.

په سرمقاله کې راغلي په اوسنیو مقرریو کې هم تر ډېره پخواني او تکراري څېرې دي او نوي کسان په‌کې ډېر کم لیدل کېږی.

په سرمقاله کې ټینګار شوی که چېرې همداسې مقررۍ ترسره کېږي، نو دا به د ملي وحدت حکومت دوام وي چې کومه تمه ترې نه‌شي کېدای.

  • ویسا

ویسا ورځپاڼې لیکلي، د حکومت سیاسي مشرانو ته اړتیا ده چې د ملي یووالي حکومت تجربې تکرار نه‌کړي چې کابینه په شپږو کلونو کې د سرپرستۍ له داغه پاکه نه‌شوه.

د سرمقاله لیکونکي په باور اوس‌مهال دې ته اړتیا ده چې امنیتي وضعه راکنټرول شي او په وینا يې دا کار د جګړې په شدت ناشونی دی او دلایل‌یې معلوم دي، مقابل لوري اوس نړیوال وجاهت تر لاسه کړی، امریکا ورسره معامله کړې او طالب اوس يو منل شوی حقیقت دی چې باید خبره ورسره په سوله او خبرو اترو حل شي.

سرمقاله لیکونکي ټینګار کړی چې له دې فرصت نه کار باید واخلو ژر تر ژره د بین‌الافغاني تفاهم بهیر پیل شي او ټول لوري دې ته چمتو شي چې بالاخره باید افغانان خپلې ستونزې په خپلو کې سره حل او د پردۍ استخباراتي جګړې له لمبو نه‌راووځي.

د سرمقالې په وروستۍ برخه کې راغلي، عبدالله او غني ته په کار دي چې د هوکړې په عملي اړخ کې د ولس لوی ارمان ته پام وکړي او په کوچنيو مسایلو نه وخت ضایع کړي او نه بحران پېچلی کړي.

  • هېواد

هیواد دولتي ورځپاڼې لیکلي، په افغانستان کې تر وروستیو خونړیو بریدونو وروسته یوناما یو وار بیا پر ټولو اړخونو غږ کړی چې اوربند وکړي.

خو د سرمقاله لیکونکي په باور، که ملګري ملتونه په افغانستان کې اوربند او سوله غواړي، نو پر پاکستان، ایران او روسیه دې فشار راوړي چې له دې جګړې تېر شي.

هېواد وړاندې لیکلي، ملګري ملتونه باید د افغانستان د لانجې د هواري لپاره خپل مسؤلیت په ښه توګه ادا کړي او په باور یې د هغوی دا مسؤلیت يوازې له طالبانو د اوربند په غوښتنې سره نه‌شي ادا کېدای.

XS
SM
MD
LG