'د طالب زندانیانو خوشې کېدو کې باید د جنګي مجرمینو په اړه محتاطانه چلند وشي'

د افغانستان د بشر د حقونو خپلواک کمېسیون

د افغانستان بشر حقونو خپلواک کمېسیون له حکومت غواړي، د هغو طالب بندیانو په اړه چې له بنده خوشې کېږي معلومات له خلکو او کمېسیون سره شریک کړي.

دغه کمېسیون وايي، له هرې هغې هڅې هرکلی کوي چې د سولې د راستولو لپاره اغېزناکه تمام شي، خو ټینګار کوي چې د جنګي مجرمینو په اړه باید محتاطانه چلند وشي.

د دغه کمېسیون ویاند شکرالله مشکور د دوشنبې په ورځ «۱۳۹۹ کال د غبرګولي ۰۵» ازادي راډیو ته وویل: "د افغانستان د بشر حقونو خپلواک کمېسیون له هرې هغې هڅې چې د سولې د راوستلو لپاره اغېزناکه تمام شي هرکلی کوي، خو د بندیانو د خلاصون په اړه باید وویل شي چې د دغو بندیانو معلومات باید له ولس، د بشري حقونو خپلواک کمېسیون او نورو ادارو سره شریک شي تر څو هغه بندیان چې جنګي مجرمین دي د هغوی په تړاو محتاطانه چلند وشي."

شکرالله مشکور

د افغانستان د بشر حقونو خپلواک کمېسیون دغه څرګندونې وروسته له هغې کوي چې افغان ولسمشر محمد اشرف غني د اختر په لومړۍ ورځ د ۲۰۰۰ نورو طالب بندیانو د خوشې کولو دستور ورکړ.

ولسمشرۍ ماڼۍ د ښاغلي غني له قوله ویلي چې دغه اقدام د حسن نیت او د اختر په ورځو کې د طالبانو له‌خوا د اوربند د اعلان په غبرګون شوی دی.

مخکې تر دې افغان ولسمشر د ۱۵۰۰ طالب بندیانو د خوشې کېدو فرمان ورکړی و چې د افغانستان د امنیت شورا د معلوماتو له مخې نږدې زر تنه‌یې تر اوسه خوشې شوي دي.

ازاد شوي بندیان

طالبانو بیا د ۲۴۴ حکومتي بندیانو د خوشې کېدو ویلي وو، خو د افغانستان امنیت شورا انتقاد کړی و چې د طالبانو له‌خوا په خوشې شویو بندیانو کې ۴۹یې د حکومت له‌خوا د ورکړل شوي لېست پر بنسټ نه‌دي خوشې شوي چې د دواړو لورو له‌خوا د بندیانو د تبادلې په اړه بېلابېلې څرګندونې بیا د بندیانو د خوشې کېدو د بهیر د ځنډېدو لامل شو.

د روان میلادي کال د فبرورۍ په میاشت کې د قطر په پلازمېنه دوحه کې د طالبانو او امریکا ترمنځ د لاسلیک شوې هوکړې له مخې د بین‌الافغاني خبرو تر پیل دمخه باید افغان حکومت د طالبانو ۵،۰۰۰ او طالبان د حکومت ۱،۰۰۰ بندیان خوشې کړي.

هڅه مو وکړه د افغانستان د بشر حقونو خپلواک کمېسیون د تازه څرګندونو په اړه هم د افغانستان د امنیت شورا نظر واخلو، خو بریالي نه‌شوو.

په ورته وخت کې د افغانستان د ولسي جرګې د کورني امنیت کمېسیون غړی محمد عارف رحماني د ۲،۰۰۰ طالب بندیانو د خوشې کولو په اړه د ولسمشر غني د تازه اعلان په غبرګون وايي، دا د سولې له پروسې سره مرسته کوي.

ولسي جرګه

خو ښاغلی رحماني وايي، که طالبان د سولې د پروسې به برخه کې صداقت ونه‌لري دا اقدام بیا د جکړې ډکر ګرمولی شي.

ده وویل: "که دا بندیان خوشې کوي له طالبانو یوه لویه بهانه اخیستل کېږي او هغوی باید واقعاً راشي او د سولې له بهیر سره یوځای شي، خو که طالبان په سوله کې صداقت ونه‌لري دا بیا دوی پیاوړي کوي، د جګړې ډګر ګرموي او د افغانستان د ملي امنیت، ځمکنۍ بشپړتیا او نظام د موجودیت لپاره یو خطر دی."

طالبانو د افغان حکومت له دغه تازه اقدام هرکلی کړی دی.

دغې ډلې د اختر په شپه د درې ورځو لپاره اوربند اعلان کړ او پر خپلو کسانو یې غږ وکړ چې بریدونه ونه‌کړي او په دفاعي حالت کې واوسي.

د یادونې ده چې د طالبانو له‌خوا د اوربند او د ولسمشر غني له‌خوا د ۲،۰۰۰ طالب بندیانو د خوشې کېدو په تړاو دغه تازه اقدمات دوحې او کابل ته د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د ځانګړي استازي زلمي خلیل‌زاد له وروستي سفر او د طالبانو او افغان حکومت له چارواکو سره تر کتنې او خبرو ورسته کېږي.