تر څو اوونیو سختو جګړو او بریدونو وروسته د افغان سولې او ثبات د ټينګښت په لار کې تازه څو مهم ګامونه اخیستل شوي.
د افغانستان جمهور رئیس محمد اشرف غني د دوه زره نورو طالب بندیانو د خلاصون د پروسې د پيل امر کړی.
هغه یکشنبه ناوخته دا امر وروسته له هغه ورکړ چې طالبانو درې ورځنی اوربند وکړ او په ځواب کې یې افغان حکومت هم د اوربند اعلان وکړ.
ارګ ماڼۍ د ښاغلي غني په حواله لیکلي چې دا کار د ښه نیت په خاطر د طالبانو د اختریز اوربند په ځواب کې کوي.
په دې ارتباط د ارګ ماڼۍ په ټویټري بیان کې یکشنبه ماښام زیاته شوې چې افغان حکومت طالبانو ته بیا د سولې وړاندیز کوي او د سولې د پروسې د بریا د یقیني کولو لپاره نور ګامونه هم اخلي.
Pres. Ghani today initiated a process to release up to 2000 Taliban prisoners as a good will gesture in response to the Taliban’s announcement of a ceasefire during Eid.The AFG Gov is extending the offer of peace and is taking further steps to ensure success of the peace process pic.twitter.com/jpcGLvljDC
— ارگ (@ARG_AFG) May 24, 2020
ولسمشر محمد اشرف غني یکشنبه سهار په ارګ کې د ګڼو افغان چارواکو له هغې ډلې د مصالحې عالي شورا د رئیس عبدالله عبدالله په حضور کې د نورو طالب بندیانو د خلاصون خبره یاده کړه.
هغه زیاته کړه: "د مسؤل دولت په توګه غواړو یو بل ګام هم واخلو او اعلان کوو چې د طالبانو د زندانیانو ازادېدل به چټک شي او همدارنګه پر طالبانو غږ کوو چې د امنیتي او دفاعي ځواکونو هغه زندانیان چې له دوی سره دي، ژر تر ژره ازاد کړي."
ښاغلي غني وویل چې حکومتیې د بینالافغاني خبرو لپاره پلاوی ټاکلی او چمتو دی چې ژر تر ژره له طالبانو سره مذاکرات پيل کړي.
شااوخوا دوه اوونۍ مخکې د کابل په لوېدیځ کې د برچي په ملي سل بستریز روغتون خونړي برید او هم په ننګرهار کې د جنازې پر مراسمو ځانمرګي برید افغان ولسمشر اړ کړ چې پوځیانیې له فعال دفاعي حالته وباسي او هم ورسره جوخت د طالب بندیانو د خلاصون پروسه وځنډوي.
بالاخره د طالبانو لهخوا په اختر کې د اوربند تر اعلان وروسته افغان ولسمشر دا دی پرون بېرته افغان پوځیانو ته امر وکړ چې بیا دفاعي حالت غوره کړي او همیې د طالب بندیانو د خلاصون ژمنه وکړه.
د امریکا او طالبانو د فبرورۍ د ۲۹مې تړون په اساس افغان دولت تر پنځه زره طالب بندیان او طالبان بیا تر زر تنه حکومتي بندیان راخوشې کوي.
د افغانستان د ملي امنیت شورا د معلوماتو له مخې تر اوسه زر تنه طالب بندیان د افغانستان د حکومت له زندانونو خوشې شوي او طالبانو هم ویلي چې دوی څه باندې ۲۵۰ حکومتي بندیان پرېښي.
د افغان ولسمشر اشرف غني لهخوا د نورو طالب بندیانو د خلاصون اعلان د طالبانو له هرکلي سره مخ شوی.
په دوحه کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند سهیل شاهین یکشنبه ناوخته په خپل ټویټر لیکلي چې د دوه زره طالب بندیانو د خلاصون اعلان یو ښه ګام دی او باید د دوحې د تړون په اساس تر پنځه زره بندیان د اعتماد جوړونې لپاره خلاص شي څو د بینالافغاني خبرو د پیل په وړاندې خنډونه لیرې شي.
۱/۲له مقابل جهت څخه د ۲۰۰۰ بندیانو د خلاصون اعلان یو ښه ګام دی.د دوحې په توافقنامه کې د ۵ زرو بندیانو د خلاصون غوښتنه د دې لپاره وه چې د اعتماد مناسبه فضا رامنځته شي، باید دغه پروسه تکمیل شی ترڅو دبین الافغاني مذاکراتو د پيل په مخکې خنډونه لیري شي
— Suhail Shaheen (@suhailshaheen1) May 24, 2020
هغه زیاته کړې چې طالبان هم د حکومتي بندیانو خلاصون ته متعهده دي.
په افغانستان کې له دې تازه پرمختګونو د امریکا متحده ایالاتو هرکلی کړی دی. د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پومپیو یکشنبه په ټویټر لیکلي چې د افغان حکومت او طالبانو لهخوا د اختر په مناسبت له درې ورځني اوربند هرکلی کوي او دا افغانانو ته یوه لویه موقع په لاس ورکوي چې خنډونه لیرې او د جګړې د ختمولو په هدف سمدستي بینالافغاني مذاکرات پیل کړي.
I welcome the announcements by the Taliban and the Afghan government of a three-day Eid ceasefire. This presents a tremendous opportunity for Afghans to overcome other obstacles and move urgently to intra Afghan negotiations that end the war.
— Secretary Pompeo (@SecPompeo) May 24, 2020
د ښاغلي پومپيو په حواله د امریکا د بهرنیو چارو وزارت اعلامیه هم زیاتوي چې امریکا له افغان مشرانو ولسمشر اشرف غني او د ملي مصالحې عالي شورا له رئیس عبدالله عبدالله دا تمه لري چې د بندیانو د خلاصون په پيل سره دې د بینالافغاني خبرو ځنډوونکې چارې لهمنځه یوسي.
پومپیو طالبانو ته هم ویلي چې په خپلو ژمنو ودرېږي او خوشې شوي طالبان بیا د جګړې ډګر ته پری نهږدي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر هیله ښودلې چې هم طالبان او هم افغان حکومت تر اختر وروسته بیا تاوتریخوالی ونهکړي.
د افغانستان حکومت او طالبانو تر دې تازه پرمختګونو مخکې یو بل تورن کړي و چې په ژمنو نهدي ولاړ او تاوتریخوالی زیاتوي.
افغان حکومت ویلي و چې په روژه کې طالبانو په ملکیانو او افغان پوځیانو څو چنده بریدونه زیات کړي.
دوه کاله مخکې د ۲۰۱۸ کال د جون په نیمایي کې د درېیو ورځو لپاره د واړه اختر په مناسبت اوربند وشو خو له هغه وروستهیې دوام ونهکړ هغه وخت نه د بندیانو د خلاصون مسئله مطرح وه او نه هم کوم تړون لاسلیک شوی و.
د بندیانو د خلاصون او له امریکا سره د تړون د دوو عواملو په موجودیت کې به دا وار ولیدل شي چې ایا له اختر وروسته تاوتریخوالی زور اخلي که یا لکه څنګه چې نړیواله ټولنه تمه لري افغان حکومت او طالبان دایمي اوربند او با ثباته سولې ته د رسېدو په هدف بینالافغاني خبرې پيلوي؟