د افغانستان حکومت او وسله والو طالبانو د اختر په دريیو ورځو کې د اوربند پرېکړه وکړه.
د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني د کوچني اختر په دريیو ورځو کې د طالبانو له لوري د اوربند هرکلی وکړ.
جمهور رئیس محمد اشرف غني بېګا په دې اړه په لنډ پیغام کې لیکلي: "زه د وسله والو ځواکونو د اعلی سر قوماندان په حیث امنیتي او دفاعي ځواکونوته هدایت ورکوم چې د دریو ورځو د اوربند په وخت کې دي متارکه وکړي او یوازې د حملې په صورت کې دي متقابل عمل کوي."
موږ د طالبانو له خوا د اوربند د اعلان هرکلی کوو. زه د افغانستان د اسلامي جمهوریت د وسله والو ځواکونو د اعلی سر قومندان په حیث ټولو امنیتي او دفاعي ځواکونو ته قومنده کوم چې دوی هم اوربند وکړي، خو د تعرضي برید دفاع به کوو. نور جزئیات به سبا زما په اختریزه وینا کې وړاندې شي.
— Ashraf Ghani (@ashrafghani) May 23, 2020
وسله والو طالبانو بېګا یوه اعلامیه خپره کړه او ویې ویل چې د کوچني اختر په درېیو ورځو کې یې وسله وال پر مقابل لوري حملې نه کوي.
وسله والو طالبانوته سپارښتنه شوې چې له مقابله لوري د حملې په وړاندې دي متقابل عمل وکړي او د حکومتي ځواکونو تر واکمنۍ لاندې سیمو ته د تګ اجازه نه لري.
د طالبانو د دې بیان تر خپرېدو وروسته، د افغانستان حکومت له خپله لوري درې ورځې اوربند اعلان کړ.
د افغانستان ولسمشر به په دودیز ډول، د کوچني اختر په سهار خلکو ته وینا وکړي.
ولسمشر ویلي چې په دې اړه نور جزئیات به په دې خبروکې څرګند کړی.
په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو ویاند د اختر د دریو ورځو په مناسبت د اوربند د اعلان هرکلی کړی دی.
طالبانو د افغانستان پر حکومت وار ړومبی کړ او بېګا یې په یوه اعلامیه کې پر خپلو وسله والو غږ وکړ چې په دریو ورخو اختر کې دي پر مقابل لوري حملې نه کوي.
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د استازي دفتر او په خپله د دې دفتر مشرې ډیبرا لاینز د طالبانو او حکومت د اوربند هرکلی کړی او ویلي یې دي چې افغانان حق لري چې په سوله کې ژوند وکړي.
Reason to hope! A welcomed move by Taliban. Well responded by Afghan government. Echos also UN Secretary General Guterres’ call for ceasefire to focus on the new enemy, COVID virus. Let wisdom and compassion of EID convince all to make this permanent and move to peace talks. https://t.co/AJBxdeAyki
— Deborah Lyons (@DeborahLyonsUN) May 23, 2020
یوناما پر دواړو خواوو غږ کړی چې د دریو ورخو اوربند په دایمي اوربند بدل کړي.
یوناما پرون ماخوستن پر ټوېټر لیکلي چې د افغانانو ترمنځ خبرې باید پیل شي.
د ناټو عمومي منشي ینس سټولټنبرګ په افغانستان کې د حکومت او طالبانو د درې ورځني اوربند هرکلی کړی دی.
سټولټنبرګ پر ټوېتر لیکلي چې ټولې خواوې باید د سولې لپاره له دې موقع کار واخلي او د افغانانو د ښېګڼې لپاره سولې ته موقع وکري.
I welcome the statements by the government of #Afghanistan & the Taliban on a 3-day ceasefire over Eid. All parties should seize this opportunity for peace, for the benefit of all Afghans. #NATO remains committed to Afghanistan’s long-term security.
— Jens Stoltenberg (@jensstoltenberg) May 23, 2020
سټولټنبرګ لیکلي چې ناټو د افغانستان د امنیت لپاره پر خپل تعهد ولاړه ده.
د افغانستان د سولې لپاره دامریکا د حکومت ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد هم پرون ورته بیان خپور کړی دی.
خلیلزاد پر ټوېټر لیکلي: "موږ د اوربند داعلان ملاتړ کوو."
1/5 ټولو هغو ته دې #اختر مبارک وي چۍ نمانځي یې. موږ د طالبانو لخوا د اختر په مهال د اوربند د پریکړې، او دغه راز د افغان حکومت لخوا د متقابل اوربند د اعلان هرکلی کوو.
— U.S. Special Representative Zalmay Khalilzad (@US4AfghanPeace) May 24, 2020
هغه پر ټوېټر لیکلي چې د کرونا ویروس روژه د ټولو مسلمانانو لپاره سخته کړې وه خو د افغانانو لپاره تر نورو ډېره سخته وه ځکه جګړه روانه وه.