ایا د غني او عبدالله ترمنځ موافقه د سولې مذاکراتو د پیل لار پرانیستی شي؟

د ولسمشر غني او عبدالله ترمنځ د سیاسي موافقې د لاسلیک د مراسمو یو انځور

ایا د ولسمشر اشرف غني او عبدالله عبدالله ترمنځ د سیاسي موافقې لاسلیک له طالبانو سره د سولې د خبرو د پيل لاره پرانیستی شي؟

دواړو سیاسي مشرانو د مې په اووه لسمه سیاسي موافقه لاسلیک کړه.

مخکې داسې ویل کېدل چې په کابل کې د قدرت د وېش او د داسې حکومت د جوړېدو پر سر ناندریو، چې د ټولو سیاسي اړخونو استازي په کې شامل وي، د حکومت او طالبان د خبرو پيل ځنډولی دی.

  • خو ایا دا خنډ لرې شو؟

د افغانستان د سیاسي چارو او د سیمې پېژندل شوي څارونکي په دې اړه متفاوت نظرونه لري.

د امریکا د پخواني ولسمشر سلاکار او د افغانستان او پاکستان د چارو څارونکی بارنت روبین په دې باور دی چې د خبرو پیل ته لا ډېر وخت شته.

بارنت روبین له هغو کسانو دی چې په قطر کې یې د طالبانو د سیاسي دفتر په پرانیستل کېدو کې هم رول درلود.

دی د طالبانو له سرچینو هم باخبره سړی دی.

روبین ازادي راډیو ته په ځانګړې مرکه کې ویلي چې حتی که د حکومت او طالبانو خبرې پیل شي، په نږدې وخت کې به یې پایلې څرګندې نه شي.

دی په امریکا کې د جمهوري ریاست راروانو ټاکنو ته، چې د نومبر په میاشت کې کېږي، اشاره کوي او وايي چې د افغانانو ترمنځ د خبرو پایلې لږترلږه د امریکا تر انتخاباتو مخکې نه څرګندېږي.

د امریکا اوسني ولسمشر ډونالد ټرمپ چې د جمهوري ریاست بلې دورې ته هم ولاړ دی، په مخکنیو انتخاباتي مبارزو کې له خپل ولس سره د افغانستان د جګړې د پای ته رسولو او خپل هیواد ته د امریکايي عسکرو د راستنولو ژمنه کړې ده.

د امریکا اوسني ولسمشر ډونالد ټرمپ

د ټرمپ ادارې د فبرورۍ په ۲۹مه له طالبانو سره د سولې موافقه وکړه چې پر اساس به یې په ۱۴ میاشتو کې د امریکايیانو په ګډون ټول بهرني عسکر له دې هېواده وځي.

په بدل کې یې له طالبانو دا تعهد اخیستل شوی چې هغوی به د القاعده او داسې نورو تروریستي شبکو سره علایق شلوي او اجازه به نه ورکوي چې له افغانستانه بیا امریکا ته ګواښ پېښ شي.

د موافقې له مخې، باید د افغانانو ترمنځ د سولې خبرې د مارچ په میاشت کې لا پيل شوې وای خو طالبانو د خپلو ۵۰۰۰ بندیانو د خوشې کېدو شرط کېښود.

دا هم د خبرو د پیل لپاره یو خنډ بلل شوی دی.

البته، د افغانستان حکومت تر اوسه یو شمېر بندیان د هغوی د عمر او په بند کې تېرې کړې مودې، روغتیايي وضعیت او د کرونا ویروس د خپرېدو ګواښونو ته په پام خوشي کړې دي.

خو د بارنت روبین په نظر، که چېرې ټول ۵۰۰۰ طالبان خوشې نه شي، د حکومت او طالبانو د سولې خبرې اصلاً نه شي پيل کېدلای.

ورته خبره په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند سهیل شاهین ازادي راډیو ته کړې ده.

شاهین ویلي چې په کابل کې د عبدالله عبدالله او محمد اشرف غني ترمنځ د سیاسي موافقې لاسلیک د پخوانیو ناکامو تجربو تکرار دی او له وضعیت سره مرسته نه شي کولای ځکه د شاهین په وینا، ولس باور نه ورباندې لري.

سهیل شاهین

سهیل شاهین ویلي چې د سولې د خبرو د پیل لپاره باید هغه موافقه چې په دوحه کې شوې په بشپړ ډول عملي او د دوي بندیان باید خوشې شي.

د امریکا په ودرو ولسن تحقیقاتي مرکز کې د جنوبي اسیا د چارو څارونکی، مایکل کوګلمن هم په دې باور دی چې سره له دې چې د غني او عبدالله سیاسي موافقې د سولې لپاره فرصت یو څه ښه کړی خو دی هم ګومان نه کوي چې د خبرو د پیل لپاره ټول خنډونه به لرې شوي وي.

کوګلمن ازادي راډیوته ویلي: "دلته نورې ستونزې شته چې د افغانستان حکومت ته یې له طالبانو سره د خبرو پیل ګران کړی دی، د بېلګې په ډول په افغانستان کې د تشدد او وسله والو حملو دوام."

خو د کابل پوهنتون د سیاسي علومو استاد نصرالله ستانکزی بل ډول فکر کوي.

ستانکزي ازادي راډیو ته وویل، باور لري چې مذاکرې پیلېږي خو غوره به وي چې ژر پیل شي او د نورو انسانانو د قتل او د وینې بهېدو مخنیوی وشي.

هغه زیاه کړه: "زه فکر کوم چې خبرې پيلېږي خو متاسفانه که ځنډ وشي تلفات به زیات شي او ډیر انسانان به ووژل شي."

د کابل پوهنتون د سیاسي علومو استاد نصرالله ستانکزی

ستانکزي نه دي ویلي چې ولې ګومان کوي چې د سولې د خبرو پیل حتمي دی.

د افغانستان د سولې لپاره دامریکا د حکومت ځانګړی استازي زلمی خلیلزاد د سیمې د سفر په لړ کې د مې په ۱۵ مه خبریالانو ته وویل چې د افغانستان د حکومت او طالبانو د خبرو د پیل لپاره پر یوه نېټه بحث روان دی.

خلیلزاد ونه ویل چې څه وخت به دا خبرې پيل شي.

هغه همدا راز وویل چې د بندیانو د خوشې کېدو د بهیر د چټکولو لپاره به هم هڅه وکړي.

د افغانستان د سولې لپاره دامریکا د حکومت ځانګړی استازي زلمی خلیلزاد

خلیلزاد په کابل کې د ولسمشر غني او پخواني اجراییه رييس عبدالله ترمنځ د موافقې له لاسلیکه وروسته په قطر کې له طالب استازو او په کابل کې د افغانستان له مشرانو سره د سولې د پروسې پر پیلولو خبرې وکړې.