ارګ: سیاسي توافق له عبدالله سره د حکومت د نیمايي وېش په معنی نه‌دی

د افغانستان ولسمشرۍ ماڼۍ، ارګ

ارګ ماڼۍ یو وار بیا ټینګار وکړ چې سیاسي توافق له ډاکتر عبدالله سره د حکومت د نیمايي وېش په معنی نه‌دی.

د افغان ولسمشر اشرف غني مرستیال ویاند دوا خان مینه‌پال نن په دې اړه د ازادي راډیو په پروګرام کې غږېده او وضاحت‌یې ورکړ.

مینه‌پال وویل: "د فیصدي خبره ناسمه ده. دا ۵۰-۵۰ نه‌دی. ولې موږ له اوله هم د مشارکت خبره وکړله چې حکومت به پراخ‌بنسټه وي او قاعده به‌یې وسیع وي او کله چې ډاکتر صاحب عبدالله د سولې شورا زعامت او مدیریت ومني د ده ملاتړ ته به د شایسته‌ګي او تعهد په اساس باندې په کابینه او حکومت کې ونډه ورکول کېږي."

افغان ولسمشر اشرف غني او عبدالله عبدالله یکشنبه سیاسي هوکړه وکړه چې په اساس‌یې د ملي مصالحې د نوي تأسیس شورا مشري ښاغلي عبدالله ته وسپارل شوه او ترڅنګ‌یې په حکومت کې د مشارکت ژمنې هم ورکړل شوي.

د 'ثبات او هم‌پالنې' ټیم ځینو متحدینو او ویاندویانو مخکې ټینګار درلود چې دوی په سیاسي هوکړه کې نیمايي واک غواړي.