د ولسمشر غني او عبدالله عبدالله هوکړې ته د یو شمېر سیاسي ګوندونو غبرګونونه

د سیاسي هوکړې لاسلیک

د افغانستان یو شمېر سیاسي ګوندونه د ولسمشر محمد اشرف غني او عبدالله عبدالله ترمنځ د سیاسي هوکړې په اړه بېلابېل غبرګون ښيي.

د ۱۳۹۸ لمریز کال کې د ولسمشرۍ ټاکنو د پایلې په اړه له نږدې ۳ میاشتو جنجالونو وروسته، ښکاري چې د دې ستونزې د حل په هدف له شوې سیاسي هوکړې ټول خوښ نه‌دي.

د ګلبدین حکمتیار په مشرۍ حزب اسلامي وايي، دا سیاسي هوکړه به د ملي یووالي حکومت تکرار وي، هغه حکومت چې تر وروستیو یې جنجالونه روان وو.

د جمعیت اسلامي ‌ګوند مشر صلاح‌الدین رباني بیا د ټاکنو پایله نه‌مني، خو د دې ګوند د رهبرۍ شورا یو شمېر نور غړي په دې اړه جلا نظر لري.

د حزب اسلامي له‌خوا په دې اړه په خپره شوې اعلامیه کې لیکل شوي، که دا هوکړه د لوړې له دوه ګونو مراسمو او د بهرنیو له فشارونو وړاندې شوې وی، غوره به‌وه.

ګلبدین حکمتیار

د دې ګوند یو ویاند فضل غني حقمل د سې شنې په ورځ «۱۳۹۹ کال د غويي ۳۰» ازادي راډیو ته وویل، دا ډول حکومت به د افغانستان د بحران له پای سره مرسته ونه‌کړي.

هغه زیاته کړه: "د محمد اشرف غني او ډاکتر عبدالله ترمنځ سیاسي هوکړه د یوه ائتلافي او تکراري حکومت تکرار شوې ترخه تجربه ده او نه‌شي کولای چې د افغانستان د بحران له پای سره مرسته وکړي. کېدای شي دا حکومت د تېر په څېر له اختلافاتو ډک وي."

په ورته وخت کې د جمعیت اسلامي ګوند مشر صلاح‌الدین رباني چې د 'ثبات او هم‌پالنې' ډلې یو له مهمو ملاتړو ویلي، ګوند یې د ښاغلي عبدالله او ښاغلي غني په هوکړه کې شریک نه‌دی.

ښاغلي رباني په خپله فېسبوک‌پاڼه یوه اعلامیه خپره کړې چې په‌کې لیکل شوي، جمعیت اسلامي د ولسمشرۍ ټاکنو اعلان شوې پایلې د قانون او ټاکنیزو تګ‌لارو خلاف بولي او له دې ډول ټاکنو راوتلی هر ډول حکومت ورته مشروعیت نه‌لري.

صلاح‌الدین ربانی

ښاغلي رباني ویلي، اوسني وضعیت ته په کتو دا ګوند د غیر متمرکز ټول‌ګډونه حکومت د جوړېدو پلوی نه‌دی، خو د دواړو لورو په هوکړه کې د ټاکنو پایلې ته مشروعیت ورکړل شوی او همدا ډول په متمرکز حکومت هوکړه شوې ده.

خو د دې ګوند د رهبرۍ شورا غړی عبدالحفیظ منصور په دې اړه بېل نظر لري.

د ښاغلي منصور له قوله، دی له دې هوکړې سره موافق دی او د جمعیت اسلامي ګوند هر یو غړی په دې اړه شخصي نظر لري.

ده وویل: "که جمعیت غواړي چې پرېکړه وکړي، دا ګوند اړ دی چې د رهبرۍ شورا غونډه وکړي، بې له دې هر شخص کولای شي چې خپل شخصي نظر بیان کړي، نه د جمعیت دریځ. ما خپل نظر تاسې ته ووایه."

د جمعیت اسلامي ګوند دا غړی وايي، که څه هم د ولسمشر غني او عبدالله عبدالله ترمنځ شوې سیاسي هوکړه ستونزې لري، خو دی یې ملاتړی دی.

د تړون لاسلیک

ولسمشر محمد اشرف غني او عبدالله عبدالله د یکشنبې په ورځ سیاسي هوکړه لاسلیک کړه چې له مخې یې ښاغلی عبدالله د مصالحې عالي شورا رئیس شو او تر خوا به‌یې د ټیم غړو ته په کابینه کې ونډه ورکول کېږي.