د روغتیا نړیوال سازمان کلنۍ غونډه د کرونا ویروس پر مبارزه متمرکزه ده

د روغتیا نړیوال سازمان یو شمېر چارواکو انټرنټي غونده

ملګرو ملتونو او د نړۍ نورو عالي رتبه چارواکو پرون دوشنبه د روغتیا نړیوال سازمان کلنۍ غونډه پیل کړه.

دغه لانجمنه دوه ورځنۍ غونډه چې د وېډیو کنفرانس له لارې کېږي، د کرونا ویروس په وړاندې پر مبارزه متمرکزه ده.

دا په نړۍ کې د کرونا ویروس یا 'کووېډ-۱۹' ناروغۍ تر خپرېدو وروسته د روغتیا نړیوال سازمان (WHO) لومړۍ کلنۍ غونډه ده چې بحثونه‌یې لانجمن ښکاري.

په نړۍ کې په کرونا ویروس د اخته کسانو شمېر تر څلورو میلیونو او ۸۰۰ زرو اوښتی دی چې له دې جملې تر یو میلیون او ۸۰۰ زرو ډېر کسان روغ شوي دي.

د روغتیا نړیوال سازمان تر دې کلنۍ غونډې مخکې د کرونا ویروس د سرچینې په اړه د تحقیقاتو غوښتنه شوې وه چې اسټرالیا او نورو دولتونو د دې غوښتنې ملاتړ کړی و.

د روغتیا نړیوال سازمان کلنۍ غونډې ته په خبرو کې د امریکا د متحده ایالاتو د روغتیا او بشري منابعو وزیر الکس ازار (Alex Azar) پر 'WHO' تور ولګاوه چې په خپل عمده مأموریت کې پاتې راغلې، ځکه نو دا کار درګرده په نړۍ کې د ګڼو کسانو د مړینې سبب کېږي.

الکس ازار

ښاغلی ازار زیاتوي: "دا چې دغه ویروس څنګه له کنټروله ووت، د علت په اړه‌یې باید صادق واوسو. دغه سازمان د نړۍ د اړتیا وړ معلوماتو په راټولولو کې ناکام و، دا ناکامي د ګڼو کسانو د مړینې سبب شوې ده."

خو د روغتیا نړیوال سازمان رئیس تدروس ادهانوم ګبرياسوس (Tedros Adhanom Ghebreyesus) که څه هم د دغه سازمان په اجرااتو کې د کومې تېروتنې خبره تأیید نه‌کړه، خو ویې‌ویل، سازمان‌یې شفافیت، حساب ورکولو او دوامدارې بهترۍ ته ژمن دی.
ښاغلي ګبریاسوس وړاندیز وکړ چې هېوادونه دې په احتیاط د محدودیتونو کمولو اقدام وکړي.

د روغتیا نړیوال سازمان رئیس تدروس ادهانوم ګبرياسوس

دی وايي: "ډبلیو، اېچ، او د هغو هېوادونو غوښتنه بشپړ درک او ملاتړ یې کوي چې غواړي بېرته په خپلو پښو ودرېږي او کارونه بېرته پیل کړي. ځکه موږ هم څومره چې ممکنه وي، دقیقاً د نړۍ چټکه اقتصادي اعاده غواړو، نو پر هېوادونو غږ کوو چې په احتیاط ګام واخلي. هغه هېوادونه چې د عامې روغتیا د مقرراتو له رعایت پرته په چټکۍ مخ ته ځي، خپله اقتصادي اعاده په خطر کې اچوي."

د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر ډونالد ټرمپ د روغتیا نړیوال سازمان تمویل بند کړی او دا یې هم ویلي که چین د کرونا ویروس په عمدي خپرولو کې لاس ولري، له عواقبو سره به مخامخ شي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پومپیو د روانې میلادي میاشتې په لومړیو کې ویلي وو چې کافي شواهد شته چې ښيي کرونا ویروس د چین د ووهان ښار له یوه لابراتوار څخه خپور شوی، هغه تور چې چین رد کړ او امريکايي چارواکو هم د دې ادعا په اړه عامه شواهد وړاندې نه‌کړل.

وېډیو کنفرانس ته پرون د چین ولسمشر شي جین پېنګ وویل، کرونا ویروس یا 'کووېډ-۱۹' ناروغي د دوهمې نړیوالې جګړې تر ختمېدو وروسته د نړیوالې روغتیا لپاره تر ټولو جدي اضطراري حالت راوستلی.

شی جین پېنګ

د چین ولسمشر زیاته کړه، کله چې کرونا وبا کنټرول شوه، پیکېنګ به د کرونا ویروس د خپرېدو په اړه د تحقیقاتو ملاتړ وکړي.

کرونا ویروس تر اوسه په نړۍ کې تر درې لکه او ۱۷ زرو ډېر کسان مړه کړي، د روغتیایي څارنې سیستم‌یې اغېزمن کړی ورسره‌یې د نړۍ اقتصاد له رکود سره مخامخ کړی، سفرونه‌یې درولي او په ملیاردونو انسانان‌یې مجبوره کړي چې پر کورونو پاتې شي.

په نړۍ کې په کرونا ویروس د اخته کسانو شمېر تر څلورو میلیونو او ۸۰۰ زرو اوښتی دی چې له دې جملې تر یو ملیون او ۸۰۰ زرو ډېر کسان روغ شوي دي.