د غني او عبدالله د سیاسي هوکړې په اړه د کابل ښاریانو غبرګونونه

محمد اشرف غني او عبدالله عبدالله له میاشتو جنجالونو وروسته بلاخره سیاسي هوکړې ته ورسېدل.

د ولسمشر محمد اشرف غني او عبدالله عبدالله ترمنځ د سیاسي هوکړې لاسلیک د خلکو بېلابېل غبرګونونه راپارولي دي.

یو شمېر د دې هوکړي هرکلی کوي او له مشرانو غواړي چې هېواد کې د سولې او اقتصادي پراختیا لپاره هڅې وکړي خو یو شمېر بیا تېر ته په کتو وايي، په هېواد کې وضعیت ښه کیدو ته هیله مند نه دي.

محمد اشرف غني او عبدالله عبدالله له میاشتو جنجالونو وروسته بلاخره سیاسي هوکړې ته ورسېدل.

د دې هوکړې له لاسلیک یوه ورځ وروسته ډيری خلک په دې اند دي چې دواړه مشران باید د سولې راوستو، د وزګارتیا د کچې ټیټېدو او د اقتصادي پراختیا برخه کې کار وکړي.

د کابل د شکر درې ولسوالۍاوسېدونکی عبدالرحمن وايي، د دواړو مشرانو ترمنځ اختلافاتو اندېښنې پيدا کړې وي.

هغه وویل: "موږ همدا اندېښنه درلوده که رهبران رامنځته شوي اختلافات له منځه یو نسي، چېرته به ځو، ایران او که پاکستان ته؟ خو اوس چې هغوی هوکړه وکړه، خوشاله یو، یو ځل بیا خپل هېواد کې ژوند کولو ته هيله مند شو."

د دغې تازه سیاسي هوکړې پر بنسټ به، ښاغلی عبدالله د مصالحې ملي شورا مشري په غاړه ولري.

په هوکړه کې راغلي چې عبدالله عبدالله به د سولې د عالي شورا د ناستو مشري هم کوي او د سولې په چارو کې د دولت وزارت په شمول به د سولې په چارو کې د ټولو اجرايوي او اداري کارکوونکو ګمارل هم د ده له صلاحیتونو څخه وي.

د کابل اوسېدونکی احمدالله نورستاني ټینګار کوي چې د هېواد مشران باید سوله په خپلو کاري لومړیتوبونو کې وګڼي.

هغه زیاته کړه: "دوی باید د سولې اړوند او هغه څه چې خلک یې غوښتونکي دي په اړه کورنۍ اجماع او پراخ نظر رامنځته کړي او له طالبانو سره د خلکو غوښتنې شریکې کړي، ژر تر ژره دې د سولې مذاکرات پيل کړي."

یو شمېر په دې باور دي چې د محمد اشرف غني او عبدالله عبدالله ترمنځ تېرو جنجالونو د نړیوالې ټولنې د مرستو د کمېدو لامل شوې او د وزګارتیا د کچې په لوړېدو یې په هېواد کې د بیکاري بحران رامنځته کړ.

د کابل ښار یو بل اوسېدونکی محمد رفیع ازادي راډیو ته وویل، اوس د دې وخت رارسېدلی چې دغه مران د خلکو ستونزي حل او د بیکارۍ د بحران مخه ونیسي.

هغه زیاته کړه: "له محمد اشرف غني او عبدالله عبدالله څخه مو غوښتنه دا ده چې کابینې ته زړه سواندي او وړ کسان ور وپېژني څو هېواد مو د بیکارۍ له بحران څخه وژغوري."

د ملي وحدت په حکومت کې د دواړو مشرانو لخوا د ژمنو نه عملي کېدل د خلکو د بې باورۍ لامل شوي، ځینې له همدې لامله وایي هیله مند نه دي چې دا رهبران بیا هم م کار وکړي.

له دې ډلې عبدالجمیل وايي: "هغه ازموینه چې دوی تېرو پنځو کلونو کې ورکړې، ښه پایله یې نه درلوده، هغه وخت هم قدرت پنځوس ـ پنځوس ویشل شوی و اوس هم همداسي وشول، اوه کاله کېږي چې دوی قدرت کې دی خو تر دې دمه یې د خلکو لپاره هيڅ نه دې کړي."

د ولسمشر غني او عبدالله تر منځ دغه سیاسي هوکړه داسې مهال لاسلیک شوه چې افغانستان د کرونا ویروس له بحران سره مخ او جګړه هم د پخوا په شان روانه ده.