د ثبات او همپالنې ډله: ممکن روانه اوونۍ له ارګ سره هوکړه لاسلیک شي

ولسمشر غني او پخوانی اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله

د عبدالله عبدالله په مشرۍ د ثبات او همپالنې ډله وايي، ممکن د همدې اوونۍ په لومړیو څو ورځو د سیاسي بحران د حل په هدف له ارګ سره هوکړه لاسلیک شي.

د ارګ او ثبات او همپالنې دلې تر منځ تر کورني او بهرني منځګړتوب او اوږدو خبرو وروسته اوس د دغه ډلې ویاند وايي، ښايي د همدې اوونۍ په لومړیو څو ورځو کې د سیاسي بحران د ختمولو په هدف هوکړه لاسلیک شي.

د عبدالله عبدالله په مشرۍ د ثبات او همپالنې ډلې ویاند فریدون خوځون د شنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل، ممکن د همدې اوونۍ په لومړیو څو ورځو کې دغه هوکړه لاسلیک شي.

فریدون خوځون

هغه زیاته کړه: "د دواړو لورو تر منځ اوس هم مذاکرات روان دي، د طرحې کار وروستی شوی او په مذاکراتو کې پرمختګونه شوي دي، هیله مندي شته چې په راتلونکو ورځو کې یا هم د همدې اونۍ په سر کې دا (هوکړه) لاسلیک شي."

خو د ثبات او همپالنې په ټاکنیزې دله یې یوې سرچینې چې د موضوع د حساست له کبله یې نه غوښتل نوم یې واخیستل شي ازادي راډیو ته ویلي، ښايی دغه هوکړه سبا (یکشنبه) د ارګ او ثبات او همپالنې دلې تر منځ لاسلیک شي.

په هغه طرحه کې چې یو شمېر رسنیو ته رسیدلې راغلي عبدالله عبدالله ته د مصالحې د عالي شورا د مشرۍ د ورکولو تر څنګ ثبات او همپالنې دلې ته د کورنیو چارو وزارت په شمول یولس وزارتونه ورکړل شوي دي.

دغه وزارتونه، د عدلیې، سوداګرۍ او صنعت، مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ، کار او ټولنیزو چارو، د کډالولو او بیا راستنېدونکو چارو، ترانسپورت، اقتصاد، کرنې او مالدارۍ، لوړو زده کړو او سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارتونه ښودل شوي دي.

په دغه طرحه کې د جنرال عبدالرشید دوستم د مارشالۍ موضوع، د اساسي قانون تعدیل او ځينې نور مهم موضوعات هم راغلي دي.

دا چې د ولسمشر غني او عبدالله عبدالله تر منځ د سیاسي بحران له امله له عامو خلکو سره د هېواد د وضعیت د خرابېدو په تړاو اندېښنې راپارېدلي دي.

اوس ځينې کارپوهان وایي چې د د دې دواړو سیاسي مشرانو تر منځ جوړجاړی به موثره تمام شي.

له دې ډلې د سیاسي چارو شنونکی مشتاق رحیم ازادي راډيو ته وویل، که څه هم دا ستونزې یوازې د سیاسونو د شخصي ګټو لپاره په قصدي ډول رامنځته شوي خو سیاسي تفاهم به د هېواد ملي مسایلو په ځانګړې ډول د سولې پروسې د پرمختګ لپاره اغیزمن وي.

هغه وویل: "دا د اوسنیو مصنوعي، خود ساخته او قصدي ډول جوړو شویو ستونزو او سیاسي ګډوډيو حل به ګټې به دا وي چې حکومت به نور د خپلو پرمختیایي چارو او برنامو مخته وړلو متمرکز شي، په ځانګړې توګه د سولې پروسې او بحث لپاره به اوس ادرس ځانګړی شي، ځکه دا څو میاشتې دغو سیاستوالو ټولې سیاسي، امنیتي پروسې او ولس ګرو نیولی وه اوس که دا جوړجاړي وشي هر څه به متمرکز شي."

ښاغلی رحیم وایي، که څه هم د سیاستوالو له لوري داسې سیاسي چلند د خلکو په ډیموکراسي بې باوري زیاتې کړې او په راتلونکي کې به بیا خلک په رایو ورکولو او انتخاباتو باور ونه کړي خو غوره ده چې بالاخره دا ستونزې حل شي.

د عبدالله او ارګ تر منځ ستونزې ورسته له هغې زیاتې شوې چې د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمېسیون د میزان د میاشتې د شپږمې نېټې د ولسمشرۍ په انتخاباتو کې محمد اشرف غني ګټونکی اعلان کړ او ښاغلي عبدالله دغه پایلې ونه منلي او ځان یې د ټول شموله حکومت ولسمشر اعلان کړ.

تر دغه مخالفت ورسته د دوی تر منځ د سیاسي بحران د حل په هدف کورنی او بهرنی منځکړتوب پیل شو چې اوس ویل کېږي دغه بحران د حل کېدو په حال کې دی.