د امریکا متحدو ایالتونو د اسلامي دولت وسله واله ډله یا داعش په کابل او ننګرهار کې د وروستیو بریدونو مسئوله بللې او خبرداری یې ورکړی چې افغانان باید د سولې د ماتېدونکي بهیر په ګډوډولو د دې ډلې په دام کې رانه شي.
د افغانستان د سولې لپاره د واشنګټن ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد تېره شپه په دې اړه پر ټویټر ویلي: "د متحدو ایالتونو حکومت ارزونه کړې چې داعش-خراسان دا اونۍ په افغانستان کې پر یوه زېږنتون او د جنازې پر مراسمو وحشتناکه بریدونه وکړل، داعش پر ولسي خلکو دغه راز شریرو بریدونو ته پرلپسې لیوالتیا ښودلې ده، او افغانانو او نړۍ ته یو ګواښ ده."
د متحدو ایالتونو حکومت ارزونه کړې چې داعش-خراسان دا اونۍ په افغانستان کې پر یوه زیږنتون او د جنازې پر مراسمو وحشتناکه بریدونه وکړل. داعش پر ولسي خلکو دغه راز شریرو بریدونو ته پرلپسې لیوالتیا ښودلې ده، او افغانانو او نړۍ ته یو ګواښ ده.
— U.S. Special Representative Zalmay Khalilzad (@US4AfghanPeace) May 15, 2020
زلمي خلیلزاد زیاته کړې: " داعش-خراسان څانګې همداراز د افغانستان د اسلامي جمهوریت او طالبانو تر منځ د سولې د یوه تړون مخالفت کوي، او هڅه کوي چې د عراق او سوریې په څير فرقوي جګړې راوپاروي."
د افغانستان د سولې لپاره د واشنګټن ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد پر خپل ټویټر خبرداری ورکړی چې: "د داعش دام ته د لویدلو او د سولې د ځنډولو یا ورته د خنډونو د جوړولو پر ځای، افغانان باید سره راغونډ شي چې دغه ګواښ ته ماتې ورکړي او د سولې د تاریخي فرصت ګټه واخلي."
د خلیلزاد په وینا: "نورې پلمې نشته، افغانان، او نړۍ، تر دې د ښو مستحق دي."
ښاغلي خلیلزاد دا څرګندونې وروسته له هغې کوي چې افغان حکومت د وروستیو بریدونو وروسته د طالبانو پر ضد د یرغلیزو یا تهاجمي بریدونو د پیل اعلان وکړ او ویې ویل، طالبان په یو ډول نه یو ډول له وروستیو بریدونو سره تړلي دي.
وسله والو طالبانو د کابل کې پر یو روغتون او ننګرهار کې د جنازې پر مراسمو خونړیو بریدونو کې لاس لرل رد کړي، خو د افغان حکومتي ځواکونو پر ضد یې د یو شمير بریدونو مسولیت منلی دی.
وسله والو طالبانو د افغانستان د ننه او له بهره د اوربند هغه غوښتنې پرلپسې رد کړي چې د کرونا وبا د خپریدو پر مهال د دې ستونزې سره د مبارزې د اسانتیا او همدارنګه د روژې د مبارکې میاشتې په پار ترې شوې دي.
افغان چارواکي وايي،د طالبانو له خوا د افغان حکومت پر ضد د جګړې دوام دا ډول خونړیو بریدونو ته زمینه برابره کړې ده.
په ټولنیزو رسنیو کې ګڼو افغانانو د طالبانو په وړاندې د امریکايي چارواکیو وروستۍ نرمې څرګندونې هم د پوښتنې وړ بللي دي.
د امریکا متحدو ایالتونو تر دې مخکې له طالبانو غوښتي وو چې د افغان حکومتي ځواکونو په وړاندې دې موقت اوربند ومني.