له هوکړې د طالبانو سرغړونه؛ افغان حکومت په مشروط ډول د بندیانو ازادول ودرول

ارشیف، د افغان حکومت له لوري د خوشې شویو طالبانو یو انځور

د افغانستان د ملي امنیت شورا د طالب زندانیانو د ازادېدو لړۍ په مشروط ډول د لنډې مودې لپاره ودروله.

د دې شورا ویاند جاوېد فیصل په کابل کې خبریالانو ته وویل، د افغان حکومت له لوري د ۱۰۰۰ طالب بندیانو د ازادېدو په بدل کې باید ۲۰۰ افغان سرتېري ازاد شوي وای چې د نوموړي په خبره نه دي ازاد شوي.

ښاغلي فیصل وايي، د ۲۰۰ افغان سرتېرو تر خوشې کېدو وروسته افغان حکومت ژمن دی چې د بندیانو د ازادېدو لړۍ ته دوام ورکړي .

د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د شاوخوا ۱۲۰۰ بندیانو تر ازادېدو وروسته اوس هم په دې بهیر کې د دواړو لورو ترمنځ ژور اختلافات موجود دي.

د افغانستان د ملي امنیت شورا په تازه اقدام کې د طالب زندانیانو د ازادېدو لړۍ په مشروط ډول د لنډې مودې لپاره ودروله .

د دې شورا ویاند جاوېد فیصل د دوشنبې په ورځ کابل کې خبریالانو ته وویل: " هغه هوکړه چې طالبانو په قطر کې له امریکا سره کړې د هغې مطابق دوي اړ دي چې ۲۰۰ افغان سرتېري له بند څخه ازاد کړي خو دوی تر اوسه یوازې ۱۰۵ پوځیان ازاد کړي، دولت تر اوسه ۱۰۰۰ طالب بندیان ازاد کړي، هغه مسئولیت چې زموږ و هغه مو سر ته رسولی، نو هغه تناسب چې وړاندې شوی ۱ د ۵ په مقابل کې دی چې باید همغه ډول شوي وای، اوس دا مسئولیت د طالبانو دی چې ۲۰۰ سرتېري ازاد کړي، کله چې دغه کسان ازاد شي دولت ژمن دی چې د زندانیانو د خوشې کولو پروسه مخ ته یوسي."

جاوېد فیصل

د ښاغلي فیصل په خبره، که طالبان د افغان حکومت سره هممهاله د بندیانو خوشې کول پرمخ یونسي د دې بهیر دوام لپاره هېڅ دلیل نشته.

نوموړي وايي، د دې لپاره چې افغانان سولې ته ورسېږي طالبان باید د افغان امنیتي ځواکونو په خوشې کولو کې له چټکۍ څخه کار واخلي او یو پر پنځه باید بندیان ازاد شي.

د افغانستان د امنیت شورا ویاند وايي، طالبانو له نورو ترهګریزو ډلو سره اړیکې لري او سولې ته ژمن نه دي.

هغه زیاته کړه: " طالبان دې د خلکو پروړاندې له روان تاوتریخوالي څخه لاس واخلي څو هغه فرصت چې د سولې په دې برخه کې ترلاسه شوی ترې اعظمي ګټه پورته کړو، له دې پرته به طالبان به په تاریخ کې د سولې د بهیر د ناکامۍ عاملین وي."

د افغان حکومت له لوري د خوشې شویو طالبانو یو انځور

د افغانستان د امنیت شورا د معلوماتو له مخې تر دا مهاله افغان حکومت ۱۰۰۰ کسه طالب بندیان خوشې کړي.

دغه رازطالبانو هم ۱۷۱ کسه چې په ۱۰۵ یې افغان امنیتي سرتېري دي خوشې کړي دي.

د ښاغلي فیصل په خبره ۱۰۵ کسانو کې ۴۹ یې د لېست مطابق نه دي خوشې شوي.

قطر کې د امریکايي او طالب استازو ترمنځ د سولې راوستو تړون د لاسلیک مراسمو انځور

د هغه په خبره دغه ۴۹ کسان د امریکا او طالبانو له هوکړې وروسته نیول شوي دي.

په همدې حال کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند سهیل شاهین په خپل ټوټير پاڼه لیکلي چې تېره ورځ او نن هم دوی تازه ۵۳ حکومتي بندیان خوشې کړي چې په خبره یې، له دې سره د طالبانو له خوا د ټولو خوشې شويو بندیانو شمېر ۲۲۴ ته ورسېد.