امریکا او ځینو اروپايي هېوادونو کې د اقتصادي فعالیتونو د بیا پیلېدو هڅې

د نیویارک ښار یوه څنډه

په داسې حال کې چې میلیونونه کسان بې دندې شوي او اقتصاد له رکود سره مخامخ دی، په ټوله نړۍ کې حکومتونه غواړي چې خپل اقتصاد بېرته پر پښو ودروي.

د امریکا لوړپوړو چارواکو ویلي چې سوداګري او شرکتونه باید بېرته پرانېستل شي چې اقتصاد بېرته پر پښو ودرېږي.

په امریکا کې دا بېړنی حالت روښانه دی چېرته چې د کرونا ویروس له خپرېدو راهیسې تر ۳۳ ملیونه زیاتو کسانو خپلې دندې له لاسه ورکړي.

د امریکا د مالیې وزیر سټيفن منوچین د یکشنبې په ورځ د مې په لسمه نېټه وویل چې که یې هېواد تجارتونه بېرته نه پرانېزي، اقتصاد ته یې دایمي زیان رسېدای شي.

ده اټکل کړی چې د امریکا اقتصاد د روان کال په دوهمه نیمايي کې بېرته پر پښو درېږي او په ۲۰۲۱ میلادي کال کې به د پام وړ وده وکړي.

د دوی خوشبینانه څرګندونو د کرونا ویروس په مخنیوي کې د سپینې ماڼۍ دوې ستونزې تر سیوري لاندې راوستي.

د امریکا درې لوړپوړي چاروکي چې کرونا ویروس ته د غبرګون پر پروګرام کار کوي، اوسمهال په قرنطین کې دي.

د مې په لسمه نېټه راپورونه ورکړل شول چې د امریکا مرستیال ولسمشر مایک پینس هم قرنطین شوی دی ځکه چې په دفتر کې يې یوه مثبته پېښه ثبت شوې.

د امریکا مرستیال ولسمشر مایک پینس

خو د ده یوه ویاند ویلي چې پینس په قرنطین کې نه دی او د مې په یوولسمه نېټه د دوشنبې په ورځ به خپلې دندې ته لاړ شي.

د روغتیايي ارزونې ادارې اټکل کړی چې د اګست میاشتې تر څلورمې نېټې پوري به په امریکا کې یو لک او ۳۷ زره کسان د کرونا ویروس له کبله مړه شي.

په امریکا کې تر اوسه یو اعشاریه درې میلیونه کسان مثبت ثبت شوي او د دې ویروس له کبله اتیا زره نور مړه شوي دي.

د جانز هاپکنز پوهنتون د معلوماتو له مخې دا په نړۍ کې د کرونا ویروس له کبله د تلفاتو تر ټولو لویه کچه ده.

په فرانسه او هسپانیه کې د کرونا ویروس د خپرېدو د مخنیوي په هدف لګېدلي یو شمېر محدودیتونه د لیرې کېدو په حال کې دي خو بریتانیا ګرځبندیز غځولی دی.

په فرانسه کې وروسته له اتو اوونیو اوس خلک کولای شي پرته له جواز اخیستلو پلی تګ وکړي.

ښوونکي کولای شي خپل کار پیل کړي او ځیني دکانونه او د ویښتو جوړولو سالونونه به بېرته پرانیستل شي.

بارونه، رستورانونه، تیاترونه او سینماګانې به لا بندې وي.

د هسپانیې د مادرید او بارسلونا ښارونو اوسېدونکي کولای شي په بارونو او رستورانونو کې له ودانیو دباندي کېني.

د بریتانیا صدراعظم د مې په لسمه نېټه وویل چې اوس ډېر وختي دی چې د هسپانیې او فرانسې غوندې په بریتانیا کې محدودیتونه لیرې شي.

د بریتانیا صدراعظم بوریس جانسن

بوریس جانسن وویل هغه کسان چې له کوره کار نشي کولای باید وهڅول شي چې په راتلونکو اوونیو کې کار ته لاړ شي خو په همدې حال کې ده وویل چې باید له عمومي ټرانسپورته استفاده ونشي او خلک باید له یو بل سره واټن مراعت کړي.

ده وویل چې د خپل هېواد پارلمان ته به د دوشنبې په ورځ د مې په یوولسمه نېټه نور معلومات وړاندې کړي.

په بریتانیا کې د کورونا ویروس له کبله ۳۲۰۰۰ مړینې ثبت شوي چې په اروپا کې د تلفاتو تر ټولو لوی شمېر دی او تر امریکا وروسته پر نړیواله کچه دوهم دی.