د افغانستان کورنیو چارو وزارت وایي، غور کې د خلکو د پرونۍ مظاهرې پر مهال د رامنځته شوي تاوتریخوالي څیړنې ته پلاوی استوي.
د دغه وزارت په وینا، په غور کې پرونۍ مظاهره وروسته له هغه په تاوتریخوالي واوښته چې د مظاهرې لهمنځه نا مسئوله وسلهوالو پر دولتي ودانیو او پولیسو ډزې پیل کړې.
د دغه وزارت ویاند طارق ارین وایي، په دې پيښه کې دوه پولیس او څلور عام وګړي وژل شوي او نږدې ۲۰ نور پولیس او ملکیان ژوبل شوي دي.
د کورنیو چارو وزارت ویاند طارق ارین
هغه زیاته کړه: "خلک د مرستې د چټکولو په هدف سره راټول شوي وو، خو په خواشینۍ سره چې تاوتریخوالی رامنځته شو، دغلته تیت او پرک ډزې شوې دي، د نا مسئوله وسلهوالو په ډزو کې دوه پولیس وژل شوي او ۱۰ نور ژوبل دي، په ډزو کې د یوه خبریال په ګډون د غور څو اوسېدونکي وژل شوي او یو شمېر ټپیان دي."
کورنیو چارو وزارت په یوه خبرپاڼه کې لیکلي، د پولیسو په ډزو کې د غور څلور اوسېدونکي وژل شوي او نهه نور ژوبل دي.
په غور کې بیا د ولایتي روغتون امر نصیر پارسا ازادي راډیو ته ویلي، د پېښې له ځایه د پنځو ملکیانو جسدونه او دغهراز ۱۹ ټپیان وروړل شوي دي.
په غور کې د ازادي راډیو خبریال وایي، مظاهره پرون د ولایت مقام مخې ته وروسته له هغه پیل شوه چې د یوې عربي مؤسسې شوې مرسته ځینو خلکو ته ونهرسېده.
په غور کې مظاهره
تر اوسه معلومه نهده چې نا مسئوله وسلهوال څنګه د مظاهرهچیانو منځ کې ځای پر ځای شوي وو، خو کورنیو چارو وزارت وایي، د پېښې هر اړخیزې پلټنې ته یو پلاوی لېږي.
په وژل شویو کسانو کې د یوې محلي راډیو خبریال احمد خان نوید هم شامل دی چې د مظاهرې د خبري پوښښ لپاره سیمې ته تللی و.
نی، د ازادو رسنیو د ملاتړ ادارې په یوه خبرپاڼه کې له کورنیو چارو وزارته غوښتي چې د دغه خبریال د وژنې پېښه هم هر اړخیزه وڅېړي.
د غور ولایت مقام مخې ته پر مظاهرهچیانو د پولیسو ډزو د بشري حقونو کمېسیون غبرګون هم پارولی.
د افغانستان د بشري حقونو کمېسیون مشره شهرزاد اکبر
د افغانستان د بشري حقونو کمېسیون مشرې شهرزاد اکبر ویلي، د پولیسو لهخوا پر مظاهره کوونکو ډزو ډېره اندېښمنه کړې ده.
دې ویلي، د بشري حقونو کمېسیون هم له خپله اړخه دغه پېښه څېړي.