چین په افغانستان کې د څه په لټه دی؟

د افغانستان او چین بیرغونه

له افغانستانه د امریکا د متحدانو د پوځیانو له وتلو سره ویل کېږي چې چین غواړي په افغانستان کې خپل رول او نفوذ پراخ کړي.

چین له یوې خوا د اړیکو د پیاوړي کولو او په احتمالاً له افغان دولت سره د اړیکو ټينګولو په حال کې دی او له بلې خوا هڅه کوي چې له طالبانو سره اړیکې وساتي.

د څېړونکو له نظره پيکېنګ په ښکاره د خپل کلک متحد هېواد پاکستان او ګاونډي افغانستان ترمنځ د اړیکو سمولو هڅې کوي.

چین خپلې ډیپلوماسۍ ته په ژمنتیا له جګړه‌ځپلي او بې‌وزله افغانستان سره د لا زیاتې پانګونې او د پام وړ سوداګرۍ له لارې هڅې زیاتې کړې دي.

په لندن کې امنیتي کارپوه عارف سحر وايي چین هڅه کوي چې له افغانستانه د امریکايي ځواکونو له احتمالي وتلو وروسته په دې هېواد کې د خپلو اصلي اهدافو په لټه کې شي.

ده ازادي راډيو ته وویل: "احتمال شته چې د افغانستان لویې طبیعي زېرمې د جیولوژیکي او لوژستیکي لوازمو په دلیل، تر لیرې ګاونډيانو نږدې ګاونډيان استخراج کړي."

ده زیاته کړه: "چین همداراز څرګندوي، په سیمه کې یوازنی هېواد دی چې لوی اقتصادي توان لري او د اعتماد وړ شریک په توګه ورباندې اتکا کېدای شي."

سحر همداراز وایي چې پيکېنګ په فعاله توګه هڅې کوي چې له طالبانو سره نږدې اړیکې ولري. چین د افغانستان د سولې له بهیر سره خپل ملاتړ اعلان کړی دی، خو غواړي طالبانو ته په لاسرسي سره خپلې امنیتي ګټې خوندي کړي. د شمال ختیځ ولایت بدخشان لیرې پرته سیمه د چین له شمال لوېدیځې سیمې شنجن سره نښتې ده او پيکېنګ په دې سیمه کې تاوتریخوالی او ناارامي یو لوی تهدید ګڼي.

دې ډول ګټو چین له افغانستان سره لا زیاتو ټينګو اړیکو جوړولو ته اړ ایستلی دی. په تېرو څو اوونیو کې د چین لوړپوړو چارواکو د افغانستان له لوړپوړو چارواکو سره تماسونه نیولي دي.

په دې وروستیو کې د چین د بهرنیو چارو وزیر وانګ يي د افغانستان د بهرنیو چارو له وزیر محمد حنیف اتمر سره ټیلیفوني خبرې وکړې.

(ښی) د چین د بهرنیو چارو وزیر وانګ يي (کین) د افغانستان د بهرنیو چارو سرپرست وزیر محمد حنیف اتمر

د چین د بهرنیو چارو وزارت په اعلامیه کې چې د اپرېل په ۲۷مه خپره شوې، راغلي: "چین د افغانستان د ګاونډي او ملګري هېواد په توګه په افغانستان کې د خپل رول په برخه کې د افغانانو انتخاب ته درناوی لري او چمتو دی چې د افغانستان د سولې د بهیر تسهیل، ملاتړ او منځګړیتوب ته دوام ورکړي او په دې اړه یو رغنده رول ولوبوي."

په اعلامیه کې د وانګ یي له قوله راغلي: "چین تر بل هر چا غواړي د افغانستان او پاکستان ترمنځ هماهنګې اړیکې رامنځته کړي او د دواړو لورو ترمنځ د اعتماد او اړیکو د پراختیا په برخه کې هر ډول هڅې او مرسته کوي."

پیکېنګ همداراز وړاندیز کړی چې غواړي د کابل او اسلام‌اباد ترمنځ "د درېیو هېوادونو ترمنځ همکاري" د خبرو کوربه وي.

له بلې خوا پيکېنګ له افغانستان سره هم خپله د ماسک ډیپلوماسي عملي کړې ده. کرونا ویروس لومړی ځل د ۲۰۱۹م کال په ډسمبر میاشت کې د چین په هوبې ایالت کې خپور شو. چین د کرونا ویروس پر ضد د مبارزې د برخې په توګه له افغانستان سره د اړتیا وړ روغتیايي موادو مرسته کړې لکه ماسکونه، د خوندیتوب وسایل او د مصنوعي ساه اخیستلو ماشینونه.

له افغانستان سره د چین د روغتیايي مرستو دوهمه بسته

ویل کېږي چې پيکېنګ په افغانستان کې په ۲۰۱۴م کال کې د ناټو هېوادونو تر وتلو وروسته له خپل پخواني سیاسته لاس اخیستی.

دا په دې معنی ده چې د چین شرکتونو په افغانستان کې د مس عینک د معدنو او تېلو د استخراج لپاره د میلیارد ډالرو په ارزښت پانګونه اعلان کړه. چین هڅه وکړه چې په تر ټولو لویې پانګونې سره د افغانستان اقتصاد او سوداګري ته وده ورکړي.

له ډیپلوماټیک پلوه چین په افغانستان کې د پخلاینې د بهیر ملاتړ کړی دی. پیکېنګ د طالبانو او افغان دولت د استازو ترمنځ د غیر رسمي خبرو کوربه وو او د قطر په دوحه کې يې د طالبانو د عمومي مشرانو لکه ملا برادر هرکلی او کوربه‎توب هم کړی دی.

د ۲۰۱۹م کال په جون میاشت کې روېټرز خبري اژانس د چین د بهرنیو چارو وزارت د ویاند لو کانګ له قوله ویلي چې د ملا عبدالغني برادر په مشرۍ د طالبانو مشرتابه چین ته سفر کړی، خو لو دا ونه‌ویل چې د طالبانو استازو په چین کې له کومو چارواکو سره ولیدل.

لو کانګ

د چین د بهرنیو چارو وزارت ویاند په یوه خبري غونډه کې ویلي وو: "په تېرو کلونو کې چین په افغانستان کې د وضعیت تغيیرېدو ته ډېر پام کوي. موږ تل په افغانستان کې د سولې او پخلاینې په بهیر کې مثبت رول لوبولی دی."

دا خبرې په ظاهره د هغه توافق ملاتړ کوي چې د امریکا او طالبانو ترمنځ په دوحه کې د فبرورۍ په ۲۹مه لاسلیک شوه.

خو د پيکېنګ په پټه خوله پانګونې د واشنګټن لپاره په زړه پورې نه‌وې. په نومبر میاشت کې د مرکزي او جنوبي اسیا په چارو کې د امریکا د بهرنیو چارو مرستیال وزیرې الېس ولز په افغانستان کې د چین پر رول سخت انتقاد وکړ.

دې په واشنګټن کې په وېلسن تحقیقاتي مرکز کې ویلي وو: "چین هېڅ ډول د پام وړ مالي مرستې نه‌دي کړي. چین د مسو د پام وړ معدنو په برخه کې پانګونه کړې ده، خو هېڅکله‌یې د مسو معدن ته پراختیا نه‌ده ورکړې."

مېرمن ولز زیاته کړې وه: "ما نه‌دي لیدلي چې چین دې داسې اقدامات کړي وي چې په افغانستان کې د ثبات رامنځته کولو په ګټه دې تمام شي."

خو سحر وايي، چین نه‌یوازي په افغانستان کې د لوېديځ د نفوذ د ضعیفه کولو، بلکې په سیمه کې د خپل سیال او ګاونډي هندوستان د ضعیفه کولو په خاطر هم تهاجمي بهرنی سیاست خپل کړی دی. په وروستیو کلونو کې نوې ډېلي د کابل د ستراتېژیک ملګري په توګه ګامونه پورته کړي.

د پنټاګون راپور چې د روان کال په جنورۍ میاشت کې خپور شو، هڅه کړې چې د چین نويو هڅو ته توضېح ورکړي.

د راپور په یوه برخه کې راغلي: "چین په دې باور دی چې سیمه‌ییز ثبات به سوداګریزو بازارونو ته د دې هېواد لاسرسی زیات کړي او په سیمه کې به د لوېديځ نفوذ کم کړي او د هندوستان د رول او ستراتېژیکې پراختیا پر وړاندې به برابري ترلاسه کړي.

د پنټاګون په راپور کې راغلي چې چین له افغانستان سره خپلې اړیکې پر سیاسي او نظامي راکړې ورکړې په ټينګار سره پراخې کړې دي.

په راپور کې راغلي چې دا اړیکې له ۲۰۱۵م کال مخکې یوازې تر اقتصادي مسایلو محدودې وې.

پنټاګون په خپل راپور کې په افغانستان کې د چین د امنیتي اهدافو په ګوته کولو هڅه کړې ده.

په راپور کې راغلي: "چین په لومړي ګام کې اندېښمن دی چې اویغور جنګيالي د افغانستان د واخان او د چین د شنجن ایالت ترمنځ تر پوله وانه‌وړي."

په دې وروستیو کې په شمال ختيځ بدخشان ولایت کې ځايي چارواکو ادعا وکړه چې ډېر اویغور جنګیالي د دې ولایت په غرنۍ سیمه کې حضور لري، خو طالبانو دا ادعاوې رد کړې.

د طالبانو ویاند ذبیح‌الله مجاهد ازادي راډیو ته وویل چې د دوی تر کنټرول لاندې سیمو کې د داعش په ګډون بهرني جګړه‌ماران حضور نه‌لري.

په لندن کې د سیاسي چارو پوه ولي اریا ازادي راډيو ته وویل چې په افغانستان کې د چین هڅې پر خپلو ګاونډيانو په اقتصادي، نظامي، ډیپلوماتیکو او معلوماتي برخو کې د فشار راوړلو په هدف دي.

ولي اریا

دی وايي: "له افغانستانه د ناټو ځواکونو وتل، په دې هېواد کې ثبات او یو داسې حکومت چې له پاکستان سره ښې اړیکې ولري، د چین له اهدافو دي."

خو دی دا خبره لیرې ګڼي چې چین به په افغانستان کې هغه رول پر ځان ومني چې امریکا او متحدانو يې په افغانستان کې لرلی.

ده زیاته کړه: "ډېره لیرې خبره ده چې په نږدې راتلونکي کې چین د لوېديځ د ډیموکراسیو غوندې اراده او له یو شمېر هېوادونو سره د مرستو لپاره سرچینې ولري."

ده وویل چې چین دا ډول دود نه‌لري.

له ۲۰۰۱م کال راهیسې په افغانستان کې نوي نظام له واشنګټن او متحدانو څخه‌يې د سلګونه میلیارده ډالرو مرسته اخیستې ده. امریکا او د دې هېواد متحدانو په افغانستان کې د مهمو مؤسسو او ادارو مرسته هم کړې ده. له دې سره ویل کېږي چې چین په خپلو ګټو پسې ګرځي.