افغان حکومت ایران سره پر پوله د افغانانو ډوبېدو راپورونو څېړونکی پلاوی وټاکه

ایران سره پر پوله هریرود سیند کې د دوو تنو ډوب شویو افغانانو مړي.

د افغانستان جمهوري ریاست پرون د جمعې په ورځ د یوه ۱۰ کسیزه پلاوي ټاکلو خبر ورکړ.

افغانستان دغه ۱۰ کسیزه پلاوی ټاکلی چې د هغو راپورونو په اړه پلټنې وکړي چې وايي ایراني پوله‌ساتو ځواکونو ګڼ افغان کډوال اړ ایستلي وو چې ځانونه د هریرود سیند ته واچوي.

د ارګ په خبرپاڼه کې راغلي: "د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهور رئیس محمد اشرف غني د یو حکم له لارې ایران سره پر پوله زموږ د یو شمېر هېوادوالو د وژلو د ژورې او هر اړخیزې ارزونې په موخه د وسله‌وال پوځ اعلی سرقوماندانۍ نظامي سرمفتش محمد حمید طهماسي په مشرۍ ۱۰ کسیز پلاوی وګماره."

د خبرپاڼې پر اساس د ولسي جرګې د کورنیو چارو، ملي دفاع، بهرنیو چارو، د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارتونو او د ملي امنیت عمومي ریاست، د هرات ولایت مقام، د ولایتي شورا او د ۲۰۷ ظفر قول اردو د پنځمې سرحدي لوا استازي د دغه پلاوي غړیتوب لري.

د راپورونو له مخې، ۷۰ افغان کډوال په غیر قانوني توګه له هراته د ایران خاورې ته ننوتلي وو. د شاهدانو په وینا، د ایران پوله‌ساتو یاد افغان کډوال وهلي ډبولي او وروسته‌یې اړ ایستلي چې ځانونه د هریرود سیند ته واچوي.

د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمېسیون دا راپورونه ټکان ورکوونکي بللي او د هر اړخیزو پلټنو غوښتنه‌یې کړې ده.

د دې کمېسیون د نشراتو او ارتباطاتو مشر ذبیح‌الله فرهنګ له ازادي راډیو سره د جمعې په ماخوستن په خبرو کې وویل: "موږ په جدي توګه غواړو چې د ګمارل شوي پلاوي راپور او تحقیقات دې بې‌پرې او خپلواک وي چې وکړای شي نور جزئیات بیان کړي او موږ ډاډه شو چې د دې تاوتریخوالي او له بشري حقونو دا ښکاره سرغړونه له قانوني چلند سره مخامخ کېږي او عدالت ورباندې تأمین کېږي."

د افغانستان بشري حقونو خپلواک کمېسیون

په افغانستان کې د بشري حقونو سازمان رئیس لعل ګل لعل له ایران سره پر پوله د لسګونه افغانانو د شکنجې راپورونه د سختې اندېښنې وړ وبلل.

د ګلران سیمې چې له ایران سره پر پوله موقعیت لري، ولسوال عبدالغني نوري پرون د جمعې په ورځ ازادي راډيو ته وویل چې تر اوسه د ۱۸ افغان کډوالو مړي موندل شوي دي.

د ده په وینا ۶ کډوال تر اوسه ورک دي او نور ژوندي پاتې شوي دي.

نوري زیاته کړه چې د مړو شویو پر بدن د تاوتریخوالي او شکنجې نښې شته.

عبدالباري اسماعیلي له هغو افغانانو یو دی چې د جمعې په ورځ په هریرود سیند کې غرق شول.

بي بي حوره، د اسماعیلي مور ده. دا وايي زوی یې ۱۹ کلن وو او د کار موندلو په هدف له افغانستانه د ایران پر لور تللی و.

د اسماعيلي مور زیاتوي: "زما زوی یې وهلی ډبولی. زوی مې د یوې ګولې ډوډۍ په خاطر هغه ځای ته تللی وو."

د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند عباس موسوي په ګډون ایراني چارواکو د افغان کډوالو پر مړینه د خواشینۍ څرګندولو ترڅنګ ویلي چې دا پېښه د ایران پر خاوره نه‌ده شوې.

د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند سید عباس موسوي

د ایران پوله‌ساتو ځواکونو له‌خوا د افغان کډوالو د شکنجې راپورونو د افغانستان د نړیوالو متحدانو غبرګونونه راپارولي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پومپیو د چهارشنبې په ورځ وویل: "له افغان کډوالو سره د ایراني پوله‌‌ساتو ځواکونو د بد چلند او ځورونې راپور خواشینی کړی دی."

د مرکزي او جنوبي اسیا لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت سرپرست مرستیالې الېس ولز په دې اړه د هر اړخیزو تحقیقاتو ملاتړ کړی دی.

په افغانستان کې د اروپایي ټولنې دفتر د چهارشنبې په ورځ د مې میاشتې په شپږمه نېټه پر خپله ټويټرپاڼه لیکلي چې له ایران سره پر پوله د افغان کډوالو د برخلیک په اړه اندېښنه لري.

همداراز ویل شوي چې اروپايي ټولنه په دې اړه هر اړخیزه پلټنه غواړي او تمه لري بشپړ شفافیت رعایت شي.

د بخښنې نړیوال سازمان د اسیا د برخې مرستیالې پاتریشیا ګاسمن له ازادي راډیو سره په خبرو کې دغه ادعاوې ټکان ورکوونکې بللې دي. دې ازادي راډيو ته وویل، په دې اړه چې دقیقاً څه شوي، باید هر اړخیز تحقیقات وشي.