ایران ژمنه وکړه چې د هغه پېښې په تحقیقاتو کې به مرسته وکړي چې د ایران او افغانستان پر پوله په لسګونه افغانان پهکې وژل شوي دي.
د افغانستان بهرنیو چارو وزارت وایي چې د ایران د دې ژمنې عملي اقداماتو ته سترګې په لاره دی.
د افغانستان د بهرنیو چارو سرپرست وزیر محمد حنیف اتمر وویل، د ایران پر پوله د وژل شویو او شکنجه شویو افغانانو د حق او عدالت لپاره به له ټولو ډیپلوماتیکو امکاناتو استفاده وکړي.
د راپورونو له مخې د جمعې په ورځ د هرات په ولایت کې له ایران سره پر پوله په لسګونه افغانان د ایران د پولهساتو ځواکونو له لوري وهل شوي او مجبوره شوي چې ځانونه هریرود سیند ته واچوي.
په دې پېښه کې د لسګونه افغانانو د وژلو ادعا هم شوې ده.
د افغانستان د بهرنیو چارو سرپرست وزیر ژمنه وکړه چې د ډیپلوماسۍ له لارې به هڅې وکړي چې د افغانستان او ایران پر پوله د هغه "ظلم او وحشت" قضیه تعقیب کړي چې یو شمېر افغانان پهکې وژل شوي او شکنجه شوي دي.
ظلم و وحشتی که باعث شکنجه و شهادت مردم مظلوم ما در مرز افغانستان و ایران گردیده، خاطر ملت ما را به شدت اندوهگین ساخته است. این غم، غم مشترک ماست. به هموطنان خویش اطمینان می دهیم که تا رسیدن به حق و عدالت این جنایت نابخشودنی را با تمام امکانات دیپلماسی کشور پیگیری خواهیم کرد. pic.twitter.com/3Pm9xpK3N5
— Mohammed Haneef Atmar محمد حنیف اتمر (@MHaneefAtmar) May 5, 2020
محمد حنیف اتمر دا خبره تېره شپه په یوه ټویټ کې وکړه او څرګندهیې کړه چې دې پېښې افغانان سخت خوابدي کړي دي.
د افغانستان د بهرنیو چارو د وزارت ویاند ګران هېواد ازادي راډيو ته وویل د افغانستان د بهرنیو چارو د وزارت سیاسي مرستیال محمد هارون چخانسوري په کابل کې او په تهران کې د افغانستان سفیر عبدالغفور لېوال له ایراني چارواکو سره په ارتباط کې دی.
ښاغلي هېواد زیاته کړه: "له ایراني چارواکو څخه د افغان دولت غوښتنه دا وه چې دواړه لوري د موضوع اړوند بېړنۍ څېړنې پیل کړي ترڅو د پایلو په رڼا کې د اقداماتو په موخه لازمې پرېکړې وشي. د څېړنو هدف دا دی ترڅو د پېښې کره څرنګوالی معلوم او عدالت تأمين شي."
ګران هېواد بیا وویل چې د ایران د بهرنیو چارو وزارت په تهران کې د افغانستان سفارت ته د سې شنبې په ورځ ډاډ ورکړ چې د ګډو څېړنو لپاره چمتو دی او اوس افغانستان د ایران عملي اقداماتو ته انتظار دی.
افغان چارواکو ویلي چې تر ۷۰ پورې افغان پناه غوښتونکي تېره اوونۍ د جمعې په ورځ په غیر قانوني ډول د ایران خاورې ته داخل شوي وو چې هلته وهل شوي، ټکل شوي او د ایران د سرحدي ځواکونو لهخوا مجبوره کړای شوي چې ځانونه هریرود سیند ته واچوي.
د بشري حقونو مدافعینو د افغان مسافرو د ډوبېدو پېښې پلټنه غوښتنې
ایران ته د ورڅېرمه پراته ولایت هرات چارواکو ویلي، له هریرود سیند څخهیې ۱۲ مړي ترلاسه کړي دي. پرون په هرات کې یو شمېر مدني فعالانو د ایران سرحدي ساتونکي د بشري حقونو په تېري تورن کړل، دې فعالانو د ولایت د ودانۍ مخې ته غونډه وکړه.
د دوی له ډلې حلیمې پژواک ازادي راډیو ته وویل: "دا لومړی ځل نهدی، دوهم ځل نهدی چې داسې جنایت د ایران د حکومت له لوري د افغانستان پر ملت کېږي. موږ له خپل حکومته هیله لرو چې غلی نهشي."
په کابل کې د امریکا متحده ایالاتو سفارت په یوه ټویټ کې چې پرونیې خپور کړ لیکلي چې د افغانستان حکومت، مدني ټولنو او خلکو په دې اندېښنو کې ځان شریک ګڼي چې راپور ورکړل شوی دی چې افغان کډوال د ایران پر پوله وژل شوي او ناوړه چلند ورسره شوی دی.
الېس ولز: ایران کې د افغان پناه غوښتونکو د شکنجې په اړه د څېړنو ملاتړ کوو
د امریکا سفارت وایي چې د افغانستان د دې پرېکړې ملاتړ کوي چې د دې پېښې د تحقیقاتو غوښتنهیې کړې ده. د متحده ایالاتو د سفارت تر دې بیان مخکې د مرکزي او جنوبي اسیا لپاره د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت سرپرست مرستیالې الېس ولز په خپل ټویټر کې له ادعا سره سم د ایران چلند "وحشتناک" بللی و او لیکلي یې و هغه کسان چې مجرم وپېژندل شي باید حساب ورسره وشي.
Iran%27s cruel treatment and abuse of Afghan migrants alleged in these reports is horrifying. We support calls for a thorough investigation. Those found guilty of such abuse must be held accountable. AGW https://t.co/DQzsGS3twd
— State_SCA (@State_SCA) May 4, 2020
د ملګرو ملتونو د راپور له مخې دا مهال ۲ میلیونه افغانان له اسنادو پرته او نږدې یو میلیون نور له اسنادو سره په ایران کې ژوند کوي.