افغان حکومت د ۱۵۰۰ طالب بندیانو له خوشې کولو وروسته د مذاکراتو پیلېدل غواړي

د تازه خوشې شویو بندیانو یو انځور

د افغانستان د ملي امنیت شورا دفتر وایي، د ۱۵۰۰طالب بندیانو تر ازادېدو وروسته باید طالبان له افغان حکومت سره مستقیمې خبرې پیل کړي.

‎د افغانستان د ملي امنیت شورا دفتر تر دې دمه ۸۵۰ طالب بندیان له بنده ازادي کړي چې تر ټولو تازه اقدام یې تېره ورځ د ۱۰۲ تنه طالب بندیانو خوشې کول وو.

‎د دغه دفتر ویاند جاوېد فیصل وایي ،طالبان باید تاوتریخوالی کم کړي څو د ولسمشر غني د فرمان له مخې له ۱۵۰۰ طالب بندیانو تر خوشې کېدو وروسته بین الافغاني مذاکرات پیل شي.

جاوید فیصل

هغه زیاته کړه: "د جمهور رییس د فرمان له مخې پرون هم ۱۰۲تنه طالب بندیان له زندانه خوشې شول، دا لړۍ به دوام ومومي څو چې ۱۵۰۰ بندیان ازاد شي، طالبان باید له خنډ او ځنډ‌‌ پرته هغه افغان امنیتي او دفاعي ځواکونه او ولسي خلک چې برمته کړي دي ازاد کړي څو د سولې مخامخ خبرې پیل شي، که چېرې دا خبرې پیل شوې امکانات یې شته چې نور زندانیان هم خوشې شي."

‎همدارنګه له دغه دفتر نه رسنیو ته په استول شوې خبرپاڼه کې راغلي چې طالبان باید د دولت له لوري د ورکړل شوي لېست مطابق ټول برمته شوي کسان ازاد کړي.

‎بلخوا په لومړي ځل طالبانو د افغان حکومت له لوري د خپلو بندیانو د ازادېدو له پروسې هرکلی کړی.

‎په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند سهیل شاهېن په خپله ټویټر پاڼه لیکلي چي په تېرو درې ورځو کې د درې سوه زندانیانو د خوشې کېدو هرکلی کوي.

خو د نوموړي په خبره دا جریان کافی نه دی او باید بهیر ګړندی شی.

‎‏ښاغلی شاهین وايي، په دې سره به طالب بندیان د کرونا له ناروغۍ وژغورل شي او راتلونکو بین الافغاني مذاکراتو ته به هم ژر لاره هواره شي.

‎همدارنګه ښاغلي شاهین ازادي را‌‌‌‌‌‌ډیو ته په استول شوي پیغام کې د حکومت د دې غوښتنې په اړه چې په خبره یې د ۱۵۰۰ طالب بندیانو تر ازادېدو ورسته دې بین الافغاني مذاکرات پیل کړي ویلي، هغه مهال چې د دوی ټول بندیان له بنده ازاد شي په سملاسي توګه به بین الافغاني مذاکراتو ته لاړ شي.

‎ښاغلی شاهین وایي، د دوی او امریکا تر منځ په لاسلیک شوې هوکړه کې ټولو مسایلو ته د حل چوکاټ مشخص شوی او افغان حکومت ته په کار ده چې باید په مخلصانه ‌‌‌‌‌‌ډول یې تطبیق کړي.

‎خو حکومت بیا طالبان تورنوي چې د سولې لپاره ټینګه اراده نه لري.

‎دا په داسې حال کې ده چې د فبرورۍ په ۲۸ مه نېټه په قطر کې د امریکا او طالبانو تر منځ په شوې هوکړه کې راغلي چې افغان حکومت دې ۵۰۰۰ طالب بندیان او طالبان دې ۱۰۰۰ امنیتي او دفاعي ځواکونه له بنده ازاد کړي.

‎خو ولسمشر غني د حوت میاشتې په لسمه یو فرمان ورکړ چې 1500 طالب بندیان به ازادوي او په دې سره به طالبان بین الافغاني مذاکراتو ته کېني.

‎ د سولې اړوند یو شمېر فعاله بنسټونه په دې باور دي چې نه یوازې د بندیانو تبادله بلکې د بین الافغاني مذاکراتو د پیل او سولې پروسې د پرمختګونو لپاره د تاوتریخوالي کمښت، سیاسي اراده او د متقابل اعتبار فضا رامنځته کول هم اړین دي.

‎له دې ‌‌‌‌‌‌ډلې په واشنګټن کې د افغانستان د سولې انسټیټوټ مشر یاسر احمدزي په دې اړه ازادي را‌‌‌‌‌‌ډیو ته وویل: "یقیناً چې د بندیانو ازادېدل به د سولې په پروسې مثبت اغېز ولري، خو له بده مرغه هم په کور دننه او هم د طالبانو له لوري خنډونه شته، د غني او عبدالله تر منځ سیاسي اختلافات د دې لامل شوي چې تر اوسه هم فضا ترینګلې وي او دا پروسه سسته روانه وي او طالبان باید بیا د حملو شدت راکم کړي، ځکه که وضیعت همداسې دوام ومومي ستونزمنه ده چې بین الافغاني مذاکرات به پیل شي."

‎د ښاغلي احمدزي په خبره، دا مهال تر ټولو زیاته قرباني عام خلک ورکوي چې د دواړو لورو له خوا د عملیاتو او بریدونو په ترڅ کې ورته مرګ ژوبله اوړي، د نوموړي په خبره دا حالت باید ژر تر ژره کنټرول شي.