ارګ: د کرونا ویروس له امله د هر ډول رامنځته کېدونکي ناورین مسئول طالبان دي

ارګ

افغانستان جمهوري ریاست طالبانو ته خبرداری ورکوي، که چېرې اوربند ته غاړه کې نږدې د کرونا ویروس له امله د هر ډول ناورین مسئوليت به د دوی پر غاړه وي.

د ولسمشر ویاند صدیق صدیقي د یوې خبرې ناستې پرمهال ټینګار وکړ، چې د وسله والو طالبانو له لوري د تاوتریخوالي دوام به د سولې پروسې په تړاو خلک بې باوره او دا به د کرونا ویروس پر وړاندې مبارزه ټکنۍ کړي.

د وسله والو طالبانو له لوري اوربند ته غاړه نه اېښول د کرونا ویروس پر وړاندې د مبارزې په برخه کې لویه ننګونه!

د ولسمشر ویاند صدیق صدیقي د دوشنبې په ورځيوې خبري ناستې ته وويل، دغې ډلې د تاوتریخوالي په دوام سره نه یوازې خلک د سولې پروسې په اړه بې باوره کړي بلکې د کرونا ویروس پر وړاندې مبارزه يې هم له نګونو سره مخ کړې ده.

ښاغلي صدیقي خبرداری ورکړ، که چېرې وسله وال طالبان سولې ته غاړه کې نږدې افغانستان به د کرونا ویروس له امله له ګڼو ستونزو سره مخ شي چې مسئولیت به یې بيا د وسله والو طالبانو په غاړه وي.

د ولسمشرۍ ماڼۍ ویاند صدیق صدیقي

هغه زیاته کړه: "یو ځلې بیا طالبانو ته په خطاب کې وایم، چې بشر دوستانه اوربند ومني او تاوتریخوالي ته دې د پای ټکی کېږدي، کرونا ویروس لامل کېږي چې مونږ له ننګونو سره مخ شو، له دې ډلې غواړو چې له دې مسئولیت نه انکار ونه کړي، له هغه پرته به مسئولیت د دې ډلې په غاړه وي، اوربند زمونږ او د نړیوالو همکارانو غوښتنه ده، که چېرې تاوتریخوالی دوام وکړي مونږ به هدف ته ونه رسېږو."

له بنده د طالب جنګیالو خوشې کول د سولې د مذاکراتو لپاره د دې ډلې له اساسي غوښتنو شمېرل کېږي او له بلې خوا افغان حکومت بیا د دې ډلې د مهمو غړیو خوشې کول د سولې بین الافغاني مذاکراتو د پیل لپاره مشروط ګڼلي دي.

که څه هم له زندانونو د طالب بندیانو د خوشې کېدو لړۍ روانه ده او تر اوسه ۷۴۰ تنه خوشې شوي خو د طالبانو له لوري حملې لا هم روانې دي چې په دغو حملو کې د افغان ځواکونو تلفاتو د افغان حکومت اندېښنه راپارولې ده.

په همدې حال کې په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند سهیل شاهین ازادي راډیو ته په یو پیغام کې ویلي، که چېرې د هوکړې په ژمنو عمل وشي نو تاوتریخوالی او جګړه به پای ته ورسېږي.