ټرمپ: د روان میلادي کال تر پایه د کرونا ویروس ضد واکسین جوړو

ډونالډ ټرمپ

د امریکا ولسمشر تېره شپه اعلان وکړ چې فکر کوي هېواد به یې د روان میلادي کال تر پایه د کرونا ویروس ضد واکسین جوړ کړي.

خو د نړۍ د روغتیا مسوول چارواکي فکر کوي چې د یوه اغېزمن واکسین جوړول ښايي لږ ترلږه یوکال وخت واخلي.

ولسمشر ډونالډ ټرمپ تېره شپه وویل باور لري چې متحدایالات به د روان ۲۰۲۰ کال تر پایه د کرونا ویروس ضد واکسین جوړ کړي.

ښاغلي ټرمپ په واشنګټن ډي سي کې په یوه ژوندۍ خپرونه کې چې د ټلویزیون له لارې خپرېدله وویل: "موږ ډېر ډاډه یو چې د روان کال تر پایه به واکسین ولرو، هغه زیاته کړه چې اوس به نو ډاکتران وايي چې دا خبره به دې نه کوله خو زه هغه خبره کوم چې فکر کوم او فکر کوم چې موږ به ډېر ژر د کرونا ویروس ضد واکسین جوړ کړو."

د روغتیا مسوول چارواکي او څېړونکي په دې نظر دي چې د ټولې نړۍ لپاره په کافي اندازه د واکسین تولید خو پرېږده، یوازې د یوه مصئون واکسین جوړول هم ښايي لږترلږه یوکال وخت واخلي.

اوس مهال په ټوله نړۍ کې سلګونه کمپنۍ او تحقیقاتي مرکزونه د کرونا ویروس پرضد د واکسین او د کووید ۱۹ ناروغۍ د علاج لپاره د درملو د جوړولو په هڅو لګیا دي.

متخصص ډاکټران وايي واکسین ته به هغه مهال اړتیا وي چې ژوند له کرونا ویروس د خپرېدو د مخکې وخت په څېر بېرته عادي شي او د فاصلې ساتل او نور محدودیتونه لیرې شي.

امریکا، نیویارک

له بلې خوا اروپايي ټولنه هم نن د هغه ګډ کنفرانس کوربنه ده چې د کرونا ویروس ضد واکسین او د دې ناروغي د علاج لپاره د درملو د جوړولو هڅو ته د مالي سرچینو د برابرولو په مقصد یې رابللی.

د دې سرچینو برابرول به یوه میاشت وخت ونیسي او پای کې به یې د جون په څلورمه د واکسین نړیواله سرمشریزه جوړه شي.

د اروپايي ټولنې مشران وايي که دا پیسې برابرې شي نو د ټولې نړۍ د ساینسپوهانو، صنایعو، حکومتونو، نړیوالو ادارو، بنسټونو او روغتیايي کارپوهانو ترمنځ به یوه پراخه بیساري همکاري پیل شي.

خو ښايي متحدایالات په هغو هڅو کې برخه وانه خلي چې د روغتیا نړیوال سازمان یې مشري کوي ځکه ولسمشر ټرمپ د دې سازمان اجراات غندلي او ویلي یې دي چې د کرونا ویروس پرضد په غبرګون کې یې پڅ عمل کړی دی.

داسې اندېښنې هم شته چې متحدایالات د دې واکسین د جوړولو په برخه کې د نورو له ګډون پرته اقدام ونه کړي ځکه که داسې وشي نو د سرچینو د چمتو کولو، د چارو د سمون او ټولو ته په مساوي ډول د کرونا ویروس ضد واکسین د رسولو په برخه کې د نړیوالو هڅې به زیانمنې شي.

امریکا کې د کرونا ویروس ضد د واکسین لومړنۍ ازمایښتي هڅه

ټرمپ چې د ولسمشرۍ د بلې دورې لپاره په راروانو انتخاباتو کې کاندید دی هڅه کوي چې د کرونا ویروس د مخنیوي لپاره د لګول شویو محدودیتونو له کبله د امریکا زیانمن اقتصاد بیا فعال کړي او دا په داسې حال کې ده چې په متحدایالاتو کې د بیکارۍ کچه په بیساري ډول زیاته او اقتصادي وده ډېره سوکه شوې ده.

په امریکا کې په کوویډ-۱۹ ناروغۍ د اخته کسانو شمېر دولس لکو ته نژدې شوی او په دې ناروغۍ د مړو شمېر له ۶۸ زرو اوښتی دی.