د بندیانو د خوشې کولو په اړه له افغان حکومت او طالبانو د خلیل‌زاد غوښتنه

د افغانستان سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازی زلمی خلیل‌زاد

د افغانستان سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي له افغان حکومت او طالبانو غوښتي چې د بندیانو د تبادلې بهیر دې ګړندی کړي چې بین‌الافغاني خبرو او دایمي اوربند ته په چټکۍ لاره هواره شي.

زلمي خلیل‌زاد د جمعې په ماخوستن د مې په لومړۍ نېټه پر خپله ټويټرپاڼه ولیکل: "په دې کار کې د ځنډ نتیجه به د افغانانو ترمنځ د جګړې له کبله لا زیات تلفات وي چې د دوی دا جګړه باید د کرونا ویروس پر ضد وي."

دا په داسې حال کې ده چې د افغان حکومت یوې سرچینې د نوم نه‌خپرولو په شرط ازادي راډيو ته وویل چې د شنبې په ورځ د مې په دوهمه نېټه ښايي افغان حکومت ۱۰۰ نور طالب زندانیان راخوشي کړي.

د دې سرچینې په وینا، د ولسمشر د فرمان په عملي کولو سره به دوی ۱۵۰۰ بندیان خوشې کړي، البته د طالبانو د لېست په اړه ملاحظات لري. هغه زیاته کړه چې له افغان حکومت سره تر ۵۰۰۰ زیات طالبان بندیان دي، خو د طالبانو په لېست کې ځکه ۵۰۰۰ کسان غوښتل شوي چې دا یې تر ټولو سخت دریځه او مهم کسان دي.

دوا خان مینه‌پال

د افغان ولسمشر د ویاند مرستیال دوا خان مینه‌پال د بندیانو د مبادلې په اړه د جمعې په ماخوستن ازادي راډيو ته داسې وویل: "حکومت د ولسمشر د فرمان پر اساس د طالبانو د خوشې کولو لړۍ پیل کړې ده او تر اوسه‌یې ۵۰۰ طالب زندانیان خوشې کړی دي. د فرمان له مخې به په لومړي پړاو کې ۱۵۰۰ کسان خوشې کېږي. حکومت دا ګام د کرونا سره د مبارزې او سولې ته د رسېدو په خاطر پورته کوي."

په همدې حال کې د قطر په دوحه کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند سهیل شاهین د جمعې په ورځ ازادي راډيو ته وویل چې طالبانو تر اوسه د افغان حکومت ۱۱۴ بندیان خوشې کړي.

ده زیاته کړه: "په دغو خوشې شویو کې هغه څلور کسان هم شامل دي چې مخکې د بشري خواخوږۍ له مخې د علاج لپاره پر ضمانت خوشې شوي وو او اوس ورته وویل شول چې دوی خلاص دي، کورونو ته دې لاړ شي."

سهیل شاهین

د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیل‌زاد د جمعې په ماښام په خپل ټويټ کې د یوناما هغه راپور ته هم اشاره کړې چې له مخې يې د فبرورۍ میاشتې په پای کې د ملکي تلفاتو شمېر د تېر کال په پرتله ۲۹ سلنه کم شوی وو.

خو روېټرز خبري اژانس په یوه راپور کې ویلي، د مارچ له لومړۍ نېټې د اپرېل تر ۱۵مې نېټې پورې د تېر کال د همدې مودې په پرتله طالبانو په افغانستان کې تر ۷۰ فیصده زیاتې حملې کړي.

دا خبره روېټرز خبري اژانس د دوو جلا سرچینو په حواله کړې ده چې یوه لویدیځه نظامي او بله خپلواکه سرچینه یاده شوې.

بل لور ته د افغان حکومت د معلوماتو له مخې په همدې موده کې ۹۰۰ افغان وګړي وژل شوي چې تېر کال د دغو تلفاتو شمېر ۵۲۰ وو.

د روېټرز راپور اشاره کوي چې په همدې حال کې د طالبانو تلفات په دې موده کې ۶۱۰ کسانو ته کم شوي چې تېر کال د دغو تلفاتو شمېر ۱۶۶۰ وو.

راپور د لوېديځو، افغان او خپلواکو چارواکو له قوله لیکلي، د طالبانو په حملو کې زیاتوالی څرګندوي چې دا ډله له امریکا سره موافقې ته بې‌اعتنايي ښيي چې د دې موافقې له مخې يې باید تاوتریخوالی کم کړی وی.

په وروستیو حملو کې څلور مورده د هېواد په شمال کې د افغان ځواکونو په خوړو کې د زهرو ګډول یاد شوي.

د طالبانو د ویاند ذبیح‌الله مجاهد له قوله ویل شوي چې دا حملې طالبانو نه‌دي کړي، خو دې ډلې د لوګر او ننګرهار په ګډون په ګڼو ولایتونو کې د وروستیو حملو مسؤلیت منلی دی.

قطر کې د امریکا او طالبانو د تړون لاسلیک غونډه

د امریکا او طالبانو ترمنځ د فبرورۍ میاشتې د ۲۹مې نېټې د موافقې له مخې به طالبان تاوتریخوالی کموي. طالبانو همداراز د موافقې له مخې ژمنه کړې چې د افغان حکومت له‌خوا د پنځه زره زندانیانو د راخوشې کولو په بدل کې به زر حکومتي کارکوونکي بندیان خوشې کوي.

طالبانو ویلي چې له دې اقدام وروسته به له حکومت سره د سولې مخامخ خبرې پیلوي.