چین د امریکا راتلونکو انتخاباتو په اړه د ټرمپ تورونه رد کړل

د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ

د چین حکومت د امریکا د ولسمشر هغه تورونه رد کړي چې وايي پیکنګ په نومبر کې د ولسمشر په توګه د ده بیا ټاکل کېدو ته زیان اړول غواړي.

له دې سره د امریکا او چین ترمنځ له مخې ترینګلې اړیکې نورې هم خرابې شوي.

ټرمپ د اپرېل په ۲۹مه نېټه د سې شنبې په ورځ له روېټرز خبري اژانس سره په یوه مرکه کې وویل چې چین به تر خپله وسه هڅه وکړي چې دی د ولسمشرۍ انتخابات وبایلي.

ده وویل چې پيکنګ د ده د ولسمشرۍ پر مهال د سوداګرۍ اړوندو او نورو پالېسیو پر سر ناخوښی دی.

ده همداراز وویل چې دی باور لري چین به د یوه ډیموکرات کاندید پخوانی مرستیال ولسمشر جوبایډن سره د انتخاباتو د ګټلو په صورت کې ډېر ارام احساس وکړي.

جوبایډن

د امریکا د ولسمشر د څرګندونو په غبرګون کې د چین د بهرنیو چارو وزارت ویاند جینګ شوانګ د اپرېل په ۳۰مه نېټه د پنجشنبې په ورځ په خبري کنفرانس کې وویل: "د امریکا انتخابات د دوی کورنۍ مسئله ده او چین نه‌غواړي په دې موضوع کې لاسوهنه وکړي. موږ هیله لرو چې امریکایان به چین د خپلو انتخاباتو سیاست ته نه‌ورکشوي."

د سوداګرۍ پر موضوع څو میاشتې د چین او امریکا ترمنځ وضعیت ترینګلی پاته شو، خو د کرونا ویروس له خپرېدو راهیسې د واشنګټن او پیکنګ ترمنځ په وروستیو اوونیو کې وضعیت نور هم ترینګلی شوی دی.

کرونا ویروس چې د چین په ووهان ښار کې لومړی ځل راپور شو، تر اوسه‌یې تر یو میلیون زیات امریکایان ناروغه کړي دي او تر ۶۱ زره زیات‌یې وژلي دي. د دې ویروس له کبله د نړۍ اقتصاد له بحران سره مخامخ دی.

په نیویارک کې په کرونا ویروس اخته کس روغتون ته د لېږدولو پر مهال.

متخصصینو هم د هغو شمېرو په اړه انتقاد څرګند کړی چې د چین چارواکو خپرې کړي. دوی وايي د شفافیت نشوالي د دې ویروس پر ضد د نړیوالو هماهنګه مبارزه له ستونزو سره مخامخ کړې ده.

د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ بیا روېټرز ته پرته له شواهدو وړاندې کولو ویلي چې چین قصداً دا بحران سم مدیریت نه‌کړ. ده روېټرز خبري اژانس ته ویلي چې له همدې کبله د چین پر وړاندې پر یو شمېر انتخابونو غور کوي چې د ده په وینا ډېر څه دي چې دی یې کولای شي.

د چین د بهرنیو چارو وزارت ویاند په خبري کنفرانس کې وویل چې چین د کرونا ویروس یو قرباني دی او زیاته‌یې کړه چې ځيني سیاستوال دې ویروس ته له ناسمه غبرګونه د پام اړولو په خاطر پر چین تورونه پوري کوي او په دې کار سره به یوازي د امریکا خپلې ستونزې بربنډې شي.

تر اوسه په چین کې ۴۶۰۰ کسان د دې ویروس له کبله مړه شوي دي او ۸۴ زره مثبتې پېښې يې ثبت شوې دي.