د امریکا-طالبانو پر موافقې د کانګرس یوه غړي توند انتقادونه

ارشیف، د امریکا کانګرس

د امریکا په کانګرس کې د جمهوري‌پال ګوند یوه غړي له طالبانو سره د امریکا د سولې پر موافقې توند انتقادونه وکړل.

د کانګرس دغه غړي چې په افغانستان کې یې پوځي خدمت هم کړی، وايي چې طالبان پر موافقې ولاړ نه‌دي او له امریکا سره د خبرو په ترڅ کې یې یو امریکايي تبعه برمته کړ.

په همدې حال کې راپورونه وايي چې د امریکا کمانډو ځواکونو په افغانستان کې د خپل دغه برمته وګړي د خلاصون لپاره عملیات کړي او د حقاني شبکې مشکوک غړي یې د برمته نیونې په تړاو نیولي دي.

په کانګرس کې د فلوریدا ایالت استازي مایکل والتز له اسوشیټډ پرس خبري اژانس سره په مرکه کې وویل: "موږ ولې له داسې یوه تنظم سره د سولې موافقه وکړه چې امریکایان‌یې یرغمل کړي وو او د سولې د خبرو په لړ کې یې هم یو امریکايي برمته کړ؟"

ښاغلي والتز، د امریکا ملي ګارد د ځانګړي افسر په توګه کار کړی او په افغانستان کې یې هم پوځي خدمت کړی دی. دی یوه موده په پنټاګون یا د امریکا په دفاع وزارت کې د افغانستان د پالېسۍ رئیس هم پاتې شوی دی.

والتز وویل، په دې خبره له زړه اندېښنه لري چې ګواکي طالبان د سولې په مسئله کې جدي دي یا طالبان د سولې په موافقه کې پر خپلو ژمنو ولاړ دي.

والتز اسوشیټډ پرس خبري اژانس ته د وېډیويي تماس له لارې په مرکه کې وویل، همدا اوس چې خبرې کوي، طالبان یو متقاعد پوځي له ځان سره برمته لري او هغه‌یې په داسې وخت یرغمل کړی چې له امریکایانو سره د سولې په خبرو بوخت ول.

ده زیاته کړه: "تر هغو چې دا امریکايي خوشې شوی نه‌وي، نور هېڅ تخفیف، هېڅ معامله او هېڅ مخ په وړاندې ګام نه‌دی په‌کار."

په قطر کې د امریکا او طالبانو ترمنځ د تړون لاسلیک غونډه

امریکا او طالبانو د سږ کال د فبرورۍ په ۲۹مه نېټه د قطر په مرکز دوحه کې د سولې موافقه لاسلیک کړه چې پر اساس‌یې امریکا په شااوخوا ۴ میاشتو کې د خپلو ځواکونو لومړۍ جوپه یعنې ۴۸۰۰ سرتېري باسي او طالبانو هم ومنله چې له نړیوالو ترورېستي ډلو سره به اړیکې پرې کوي او په افغانستان کې د جګړې د پای ته رسېدا لپاره به تشدد کموي او بین‌الافغاني خبرې به پیلوي.

سره له دې چې د بین‌الافغاني خبرو لپاره له ټاکل شوې نېټې یعنې د مارچ له ۱۰مې ۴۰ ورځې اوښتي، خو لا هم داسې نښه نه‌لیدل کېږي چې په لنډ وخت کې به د افغانستان د حکومت او طالبانو پلاوي خبرو ته کېني.

باور کېږي چې له طالبانو سره موجود امریکايي برمته چې مارک فریکریس نومېږي، د حقاني شبکې برمته کړی دی.

دا هغه شبکه ده چې د امریکا متحده ایالاتو نړیواله ترورېستي ډله نومولې وه.