د امریکا اقتصاد د ژغورلو لپاره د دغه هېواد مرکزي بانک تازه هڅې

د امریکا مرکزي بانک

د امریکا مرکزي بانک نن له هغه وروسته لومړۍ غونډه جوړوي چې د مارچ په نیمايي کې يې بېړني وضعیت ته په غبرګون کې د بانکي ګټې یا سود کچه صفر ته ټيټه کړې وه.

د امریکا مرکزي بانک له رئیسه تمه کېږي چې د بانک د پور ورکولو د پروګرام په اړه نور جزئیات شریک کړي.

د امریکا د مرکزي بانک د ازاد بازار کمېټه به نن په واشنګټن کې خپله دوه ورځنۍ غونډه پای ته ورسوي او وروسته به په دې اړه خپله پالېسي په یوه خبري کنفرانس کې له خبریالانو سره شریکه کړي.

ټاکل شوې ده تر غونډې وروسته د مرکزي بانک رییس جیروم پاول ډاډ ورکړي چې د امریکا مرکزي بانک چمتو دی د دې هېواد د اقتصاد په ژغورلو کې نور هم زیار وباسي.

د مرکزي بانک رئیس جیروم پاول

د ازاد بازار فدرال کمېټې د سې شنبې په ورځ د اپرېل په ۲۸مه نېټه خپله غونډه په داسې حال کې پیل کړه چې ښايي پر ګرځ‌بندیز او سوداګریو محدودیتونه لیرې شي، خو په دې اړه ډېرې نښې شته چې دغو محدودیتونو څومره اقتصاد ته زیان رسولی دی.

د دې کمېټې له مخکېنۍ غونډې راهیسې تر ۲۶ میلیونه زیاتو امریکایانو د بې‌کاره کېدو راپور ورکړی. دا وروسته له هغه چې د کرونا ویروس د خپرېدو د مخنیوي په خاطر تجارتونه او شرکتونه وتړل شول او په نتیجه کې یې خلک له دندو وایستل شول.

د خرڅلاو بازار په بې‌ساري توګه ټيټ شوی، خو ځيني شرکتونه اوس بېرته د پرانیستل کېدو په تمه دي.

د اټکل له مخې، د امریکا اقتصاد به له دومره زیات رکود سره مخامخ شي چې په لسیزو کې نه‌و شوی.

د امریکا مرکزي بانک نورو بانکونو، شرکتونو، کوچنیو تجارتونو او دولتي او ځايي ادارو ته د پور له لارې د اقتصاد پر پښو درولو هڅه کوي. همداراز یې ژمنه کړې چې د امریکا د ماليې وزارت بې‌شماره پور به واخلي چې حکومت وکړای شي د ژغورنې د پروګرامونو لپاره نورې پیسې چاپ کړي.

دا پروګرام درې ټریلیونه ډالره لګښت لري.

پانګه‌وال به اقتصادي اټکلونو ته ګوري چې اقتصادي رکود به څومره موده دوام وکړي او اقتصاد پوهان به د بانکي سود په کچه کې د هر ډول تغییر په اړه پوهېدل غواړي.