د افغانستان حکومت د کابل د تېرې ورځې برید په غندلو سره یو ځل بیا پر طالبانو د اوربند غږ وکړ.
د افغانستان د ولسمشرۍ ماڼۍ ویاند صدیق صدیقي تېر ماښام ناوخته پر ټویټر ولیکل چې افغان حکومت د کابل پرونی برید چې د روژې په میاشت کې یې بېګناه ملکیان ووژل، په سختو الفاظو غندي.
The Afghan Government strongly condemns today%27s suicide attack in Kabul that took innocent lives in the holy month of #Ramadhan. The AFG government calls on the Taliban to agree to a humanitarian cease-fire and reduce violence during the month of Ramadan and amidst #COVID19.
— Sediq Sediqqi (@SediqSediqqi) April 29, 2020
نوموړي زیاته کړه چې حکومت له طالبانو غواړي په انساني دلایلو له اوربند سره موافقه وکړي او روژې میاشتې ته د درناوي او هم د کرونا ویروس د خورېدو د مخنیوي لپاره دې، تاوتریخوالی کم کړي.
په همدې حال کې په کابل کې د امریکا سفارت شارژدافیز راس وېلسن هم تېر ماښام په کابل کې د بېګناه خلکو وژنه په کلکه وغندله او د قربانیانو کورنیو تهیې تسلیت ووایه.
نوموړي پر ټویټر لیکلي چې اوس تر بل هر وخت افغانستان سولې او ارامۍ ته اړتیا لري.
Strongly condemn the slaughter of innocent civilians and offer our condolences to the families of the victims. #Ramadan is a time of compassion, not brutality and terrorism. Now, more than ever, is a time for #peace in #Afghanistan. #AfghanPeaceProcess https://t.co/FcFSEN1w3V
— Chargé d’Affaires Ross Wilson (@USAmbKabul) April 29, 2020
د افغانستان د کورنیو چارو وزارت ویاند طارق ارین تر دې برید وروسته چې د کابل په جنوب کې د ریشخور په سیمه کې شوی، وویل چې ځانمرګي برید کوونکي د ملکي وګړو په منځ کې چاودنه کړې، ۳ تنه ملکیانیې وژلي او ۱۵ نور یې ټپیان کړل.
که څه هم د دې برید مسؤلیت کومې وسلهوالې ډلې تر اوسه نهدی منلی، خو دولتي چارواکي دا د طالبانو کار بولي.
طالبانو په پرلهپسې ډول د افغان حکومت له لوري د اوربند غوښتنې رد کړې او ټینګار کوي چې لومړی باید هغه زرګونه طالب بندیان د حکومت لهخوا خوشې شي چې د امریکا او طالبانو ترمنځ په لاسلیک شوي تړون کې موافقه ورباندې شوې وه.
د افغانستان د څو لسیزې جګړې ختمېدو ته وروسته له هغه هیلې ډېرې شوې چې د امریکا متحده ایالاتو او طالبانو د دفبرورۍ پر ۲۹مه، د افغانستان د سولې په اړه یو تړون په قطر کې لاسلیک کړ.
که څه هم د دې تړون تر لاسلیک دمخه د یوې اوونې لپاره د طالبانو له لوري د یوې اوونۍ لپاره اورکم وشو، خو د تړون تر لاسلیک وروسته بېرته د افغانستان په بېلابېلو سیمو او ولایتونو کې ورځ تر بلې د بریدونو او تاوتریخوالي د ډېریدو راپورونه ورکړل شوي دي.
په دې ترڅ کې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د مرستو د همغږۍ ادارې یوناما د روانې اوونۍ په سر کې په دې هېواد کې د ملکي تلفاتو په اړه اندېښنه وښوده.
د یوناما په تازه راپور کې ویل شوي چې د ۲۰۲۰ میلادي کال په لومړیو درېیو میاشتو کې، په افغانستان کې ۵۳۳ ملکي کسان وژل شوي او ۷۶۰ ټپیان شوي دي.
یوناما: د روان ۲۰۱۷کال لومړیو درې میاشتو کې ۷۱۵ ملکیان وژل شوي
د یوناما په راپور کې د حکومت ضد وسلهوالې ډلې د ۵۵ سلنه تلفاتو مسؤلې ګڼل شوې دي.
یوناما وايي، طالبان د ۳۹ سلنه او د اسلامي دولت یا داعش ډلې د خراسان څانګه د دغو تلفاتو د ۱۳ سلنې مسؤله ده.
د راپور پر بنسټ حکومت بیا د دې شمېر د تلفاتو ۳۲ سلنه مسؤل ګڼل شوی دی.
د چهارشنبې په ورځ یو بل برید هم په پلازمېنه کابل کې وشو چې درې تنه پهکې ټپیان شول.