لویه څارنوالۍ: 'مماتي سالنګ' او ملګری یې په ۱۶-۱۶ کلونو بند محکوم شول

په مماتي سالنګ مشهور دل اقا

په افغانستان کې د وارداتي برښنا د ستنو له بیا بیا ویجاړولو وروسته، د افغانستان لویه څارنوالۍ وايي، په مماتي سالنګ مشهور دل اقا او د ده یو ملګری چې د برښنا د یوې ستنې په ویجاړولو تورن وو، په ۱۶ کلونو بند محکوم شوي دي.

مماتي سالنګ او ملګرو یې پروسږ کال د کابل-پروان د لارې په مسیر کې د برښنا یوه ستنه ویجاړه کړې چې څه موده مخکې ونیول شو.

د لویې څارنوالۍ ویاند جمشېد رسولي د چهارشنبې په ورځ «۱۳۹۹ کال د غويي ۱۰» ازادي رادیوته وویل، مماتي سالنګ او د ده یو ملګری د افغانستان د محاکمو له ارزونو وروسته په ۱۶-۱۶ کلونو بند محکوم شول.

د لوېې څارنوالۍ ویاند جمشېد رسولي

هغه زیاته کړه: "څه موده مخکې دوه کسان د کابل-پروان په مسیر کې د برښنا د ستنو ویجاړولو په تور نیول شوي وو. په دې برخه کې د څارنوالانو له‌خوا هر اړخیزې څېړنې وشوې چې په نتیجه کې یې دغه افراد، د زېربنايي تأسیساتو د سبوتاژ او ړنګولو په تور، د افغانستان د محاکمو له‌خوا په ۱۶-۱۶ کلونو بند محکوم شول، د محکومیت ترڅنګ مکلف شول چې دولت ته رسېدلی زیان هم ورکړي."

ښاغلی رسولي وايي، مماتي او ملګری یې باید ۴۰۸ میلیونه، ۶ لکه ۳۲ زره ۸۲۰ افغانۍ د رسېدلي زیان له امله دولت ته ورکړي.

د ښاغلي رسولي په خبره، د برښنا شرکت او لویې څارنوالۍ ترمنځ د هوکړې له مخې چې تېر کال لاسلیک شوې، هر څوک چې د دغه شرکت تأسیسات ویجاړوي، باید قانوني چلند ورسره وشي.

ده زیاته کړه، په دې تړاو بېلابېلې قضیې دوی ته رسېدلي چې ارزول کېږي.

مماتي سالنګ د ده له خپلو څو ملګرو سره تېر کال د میزان په میاشت کې په سالنګ کې د برښنا یوه ستنه په چاودېدونکو توکو والوځوله چې له امله‌يې کابل او څېرمه سیمو تر ۱۵ ورځو پورې برښنا نه‌لرله.

میربچه کوټ کې ویجاړه شوې د برښنا ستنه

هڅه مو وکړه د دل اقا مشهور په مماتي سالنګ له مدافع وکیل سره هم په اړیکه کې شو، خو بریالي نه‌شوو.

په ورته وخت کې برښنا شرکت او عام خلک د دغه حکم هرکلی کوي وايي، د نوموړي مجازات به نورو ته د عبرت درس وګرځي چې داسې کار ترسره نه‌کړي.

د برښنا شرکت ویاند وحیدالله توحیدي وویل: "موږ د دغه اقدام هرکلی کوو چې دغه کس د خپلو اعمالو جزا ولیده او پیسې ترې اخیستل کېږي چې بېرته د برښنا په فعالولو کې ولګېږي. وروسته له دې چې هر څوک دا شان خیانت وکړي، باید مجازات شي."

یو شمېر ښاریان امنیتي ځواکونه د برښنا د ستنو ساتلو برخه کې ناتوانه بولي

دغه‌راز محمد وسیم او جواد وايي: "ډېر خوښ شو چې دولت هغه کسان چې عام‌المنفعه تأسیساتو ته زیان رسوي، مجازاتوي. ۱۶ کاله خو لږ دي باید ۳۲ کاله مجازات شوی وی، څوک چې له هېواد سره خیانت کوي باید مجازات شي چې نور ترې پند واخلي."

د میربچه کوټ په ولسوالۍ کې د برښنا یوه ویجاړه ستنه

دا په داسې حال کې ده چې دوه شپې مخکې د کابل شمال ته د میربچه کوټ په ولسوالۍ کې د وارداتي ۲۲۰ کیلو واټو برښنا یوه ستنه هم چې چاودېدونکي توکي ورته ځای پر ځای شوي و، ویجاړه شوه چې له امله‌یې پر کابل، لغمان، ننګرهار، میدان وردک، غزني، زابل، لوګر، پکتیا او خوست ولایتونو، د برښنا بهیر پرې شو.